لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې میشت افغان زده کوونکي وايي خپل هېواد کې د طالبانو محدودیتونو او اقتصادي وضعیت اندېښمن کړي


د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان د يو راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نزدې 40 سلنه رسنۍ تړل شوي او 60 سلنه خبريالان بې کاره شوي او يا يې هېواد پريښودی دی
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان د يو راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نزدې 40 سلنه رسنۍ تړل شوي او 60 سلنه خبريالان بې کاره شوي او يا يې هېواد پريښودی دی

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مېشت افغان زده کوونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې لګول شويو محدوديتونو او اقتصادي بې ثباتۍ اندېښمن کړي دي۔

دوی وايي په افغانستان کې د کاري فرصتونو او معاشونو د کموالي له وجې نه شي کولی چې د افغانستان د پرمختګ او د خپل ورځني ژوند تېرولو لپاره هلته کار وکړي۔

څېړونکي وايي د افغانستان دپرمختګ لپاره دهیواد نه بهر افغان تعليم يافته ځوانانو او تيکنيکي پوهانو ته د هېواد دننه په ادارو کې ځای ورکول د افغانستان دپرمختګ او طالبانو ته د ورپېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره مهم دي۔

په دې هکله پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې زده کوونکی محمد شاهد وي او ای ډيوه وايي غوښتل يې چې د ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته به د کار کولو لپاره خپل هېواد ته ستون شي خو وايي اوس ورته ناممکنه ښکاري۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل" زما دا هيله بلکل ختمه شوې چې زه به خپل وطن ته لاړ شم او هلته به کار وکړم ځکه چې طالبانو په ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي دي او عامو وګړو ته دا ماحول نه دی ورکړل شوی چې هلته کار وکړي"

هغه زياته کړه چې "طالبانو ته نړيوال رسميت هم نه دی ورکړل شوی نو فکر نه کوم چې په داسې حالاتو کې به زه هلته کار وکړم"

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان سره زياتره نړيوالې مالي مرستې بندې شوي او د رسنيو په ګدون ګڼ شمېرغېر دولتي ادارې وتړل شوې دي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان د يو راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نزدې 40 سلنه رسنۍ تړل شوي او 60 سلنه خبريالان بې کاره شوي او يا يې هېواد پريښودی دی۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې زده کوونکی خطيب الله سالارزی وي او ای ډيوه ته وايي د مالي بحران او دطالبانو لخوا په ميډيا لګول شويو محدوديتونو له امله نه شي کولی چې د تعليم سرته له رسولو وروسته په خپل هېواد کې دنده ترسره کړي۔

د هغه وینا وه چې د جمهوريت په دوره کې يې دا اميد و چې د افغانستان ميډيا په ادارو کې به هغه کار وکړي خو بيا داسې حالات راغلل چې زياتره ميډيا ادارې بندې شوې او نورې د بحران سره مخ شوې۔

خطيب الله سالارزي دا هم وويل چې په افغانستان کې دميډيا د بحران سره دمخ کېدو له امله يې هغه ټول اميدونه د خاورو سره خاورې شول۔

د تير يو کال دوران کې د افغانستان څخه ګڼ شمېر هغه تعليم يافته او تيکنيکي کارپوهان نورو هېوادونو ته وتلي چې په تېر جمهوري نظام کې يې مختلفې دندې ترسره کولې۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان د پرمختګ او طالبانو ته ورپېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره بايد افغان تعليم يافته ځوانانو او پوهه خلکو ته په ادارو کې ځای ورکړل شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې په ګاونډي هېوادونو کې کوم تعليم يافته ځوانان دي هغوی باید راوغوړي او په ادارو کې ورته ځاي ورکړي ځکه چې دغه ځوانان دوی د افغانستان د پرمختګ لپاره د وسيلو په توګه کارول شي۔

هغه دا هم وويل که چرې طالبان دوی نه کاروي نو طالبان ځان لپاره دښمنان ستروي ځکه چې دغه ځوانان به د سوشل ميډيا د لارې يا د پروپېګنډې د لارې د طالبانو خلاف يو محاذجوړوي او هغه د طالبانو د حکومت لپاره ښه نه دی۔

افغان طالبانو د تېر کال اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړو او د دولت مهمې څوکۍ ددغې ډلې مشرانو سمبال کړې۔

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ يو هېواد هم لا تر دې دمه په رسميت نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG