لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په انلاین مالي معاملو بندیز،تاجران وایي ټول روزګارونه به ورسره اغېزمن شي


د افغانستان بانک خبرتيا ورکړې چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې لا هم ځيني وګړي د فوريکس انلاين سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي حال دا چې د افغانستان بنک تراوسه هيڅ وګړي يا شرکت ته د فوريکس انلاين فعاليتونو جواز نه دی ورکړې او د هغوی فعاليتونه غېر قانوني دي
د افغانستان بانک خبرتيا ورکړې چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې لا هم ځيني وګړي د فوريکس انلاين سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي حال دا چې د افغانستان بنک تراوسه هيڅ وګړي يا شرکت ته د فوريکس انلاين فعاليتونو جواز نه دی ورکړې او د هغوی فعاليتونه غېر قانوني دي

افغانستان کې تاجران او د اقتصادي چارو پوهان هېواد کې دمرکزي بانک لخوا د انلاين فوريکس ټرېډنګ د لارې په مالي معاملاتو او فعاليتونو بندېز ناسم اؤ‌ بې ځایه بولي او وايي که حکومت د انلاين کاروبار مخه نيسي نو دې سره به هغه ټول کاروبارونه اغېرمن شي چې له مخې يې د نورو هېوادونو څخه بیلابیل سامانونه او خوراکي مواد افغانستان ته راوړل کېږي۔

دپوهانو دریځ دی چې په موجوده دور کې يو هیواد هم د انلاين کاربار پرته پرمختګ نه شي کولی۔

دوی وايي چې د فوریکس او نورو کمپنيو د لارې انلاين کاروبار کولو يا د پیسو د ورکړې راکړې په چارو دبندېز لګولو پرځای بايد حکومت ددې لپاره قانونې لارې جوړې کړي او دې ته قانوني بڼه ورکړل شي۔

د افغانستان بانک خبرتيا ورکړې چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې لا هم ځيني وګړي د فوريکس انلاين سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي حال دا چې د افغانستان بنک تراوسه هيڅ وګړي يا شرکت ته د فوريکس انلاين فعاليتونو جواز نه دی ورکړې او د هغوی فعاليتونه غېر قانوني دي۔

د بنک لخوا دخپرې شوې خبرتيا په اړه په افغانستان کې مېشت سودا ګر وايي د انلاين فوريکس د لارې يوازې د پېسو اخېستل او خرڅول نه کېږي بلکې په نورو کاروبارونو کې هم دوی لپاره يې اسانۍ پېدا کړي دي۔

دوی وايي که چرې د انلاين کاروبار مخه نيول کېږي نو په هېواد کې به کاروباري هلې ځلې اغېزمنې شي۔

په دې هکله په افغانستان کې د صرافانو د اتحاديي ترجمان حاجي زرک خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د هېواد يو شمېر تجاران بیلابیلې سوداګانې د انلاين برنامې د لارې رانيسي او يا يې د کراچۍ بندر ته، يا يې د ګوادر بندر ته او يا هم د اسلام قلعه بندر ته را انتقال کوي،

هغه وايي داسې نه ده چې په انلاین ډول یوازې دکرنسۍ اخستل اؤ خرڅول کیږي.

د بنک لخوا خپره شوې خبرتيا کې دا هم ويل شوي چې دغو وګړو او شرکتونو سره معاملې بې خطره نه دي او د هېوادوالو لپاره مالي زيانونه رامنځ ته کوي۔

داعلامیې له مخې "د افغانستان بنک هڅه کوي چې د دا ډول فعاليتونو ترسره کوونکي وپېژني او عدليي او قضايي ارګانونوته يې معرفي کړي،ترڅو له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي"

حاجې زرک خان زياته کړه چې ګټه او نقصان په هريو روزګار کې وي او د نړۍ دنورو وګړو په څېر دوی هم دا حق لري چې د نورو لارو ترڅنګ انلاين کاروبار وکړي۔

نوموړی ډیوه سره خبرو کې وایي " که ته انټرنټ يا انلاين برنامې په ما قطع کوې نو سبا دا ټول خوراکي او نور مواد په مونږه ودريږي ځکه چې بنکونه زمونږ مشکل لري، پېسې انتقالول مشکل لري نو په دغې انلاين برنامو او انټرنټ سره زمونږ په نيم ساعت کې خريداري کېږي، پېسې انتقالېږي او سامانونه رارسېږي"

هغه وايي بايد دا قانوي شي او د قانون لارې څخه مخکې لاړ شي نه چې بندیز پرې ولګول شي۔

د افغانستان دمرکزي بنک وياند صابر مومند نه مو په دې اړه وپوښتل چې ولې خلکو ته د ان لاين فوريکس ټرېډنګ يا کاروبار کولو لپاره اجازه نه ورکول کېږي، خو نوموړي لا تر دې دمه ډيوه ته څه ځواب نه دې ويلی.

په کابل پوهنتون کې د پالیسۍ او حکومتدارۍ پروفېسر استاد فېض ځلند وي او ای ډيوه ته وايي يو هېواد هم د انلاين کاروبار پرته پرمختګ نه شي کولی او بايد د افغانستان حکومت دې لپاره زمينه برابره کړي۔

نوموړي زياته کړه چې مستقبل د انلاين سوداګرۍ دی او ددې نه پرته سودا ګر او هېوادونه پرمختګ نه شي کولی۔

هغه وي او ای ډيوه ته دا هم وويل " ماته نه ښکاري چې شریعت په دې کې بنديز ولګوي ځکه چې هر هغه سوداګري چې په هغې راکړه ورکړه کېږي، په هغې کې سود نه وي هغه حلال ده او په دې کې خو داسې قيصه نيشته، او هر هغه سوداګري چې په هغې کې سود کېږي که هغه انلاين وي او که غېر انلاين وي هغه حرام ده، نو ماته ښکاري چې داسې ستونزه به نه وي او که داسې کومه ستونزه راولاړېږي نو بايد هغې د پاره متبادله لاره برابره شي"

بلوم برګ نومې خبري وېبپاڼې د افغانستان دمرکزي بنک د وياند صابر مومند د خکلې ليکلي چې د افغانستان بانک د انلاین فاریکس تجارت غیر قانوني او جعلکار بولي او په اسلامي شریعت کې یې د منظورۍ لپاره هیڅ لارښوونه نشته۔

د خبري وېبپاڼې ترمخه د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته په هېواد کې دکمزوري اقتصاد له امله ډېری خلک دې ته اړ شوي چې آنلاین فاریکس یا کریپټو کرنسۍ کې سودا ګري وکړي تر څو خپلې پیسې خوندي کړي او د دې ډلې د لاسرسي نه يې لرې وساتي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG