لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني: تاوتریخوالی او جګړه د حل لار نه ده


بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې چې تیر ماښام شوي دي، د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي دي
بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې چې تیر ماښام شوي دي، د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي دي

افغان ولسمشر اشرف غني نن د جینوا کنفرانس د ژمنو تعقیب په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې، افغان حکومت د یوې دایمي او رښتینې سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې پوره هڅه کوي.

اشرف غني وویل افغان ولس عادلانه قضاوت کوي او د دوی ټولې غوښتنې مشروعیت لري او دا ولس کار، مؤثریت او نتایج غواړي.

دده په خبره جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او نړۍ ته هم دا ثابته شوې چې د افغانانو قربانۍ په حقه دي او د افغان ملت تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان سولې لپاره باید سیمه ییزه اجماع لا پیاوړي شي او نړیوال دې له دې پروسې سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره د دغه هېواد ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې او د تاوتریخوالي لوړه کچه د جمهوریت د حقانیت ښکارندويي کوي" په کومه اندازه چې تاوتریخوالی زیات شوی په همغه اندازه د جمهوریت حقانیت او حقه لار ثابته شوي او د احترام وړ ګرځیدلی.

ددې لپاره چې پر طالبانو او ملاتړ کوونکو یې مثبت فشارونه رامنځ ته شي د یوه منطقوي او بین المللي ضرورت په توګه یې اړتیا احساس کیږي"

بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې چې تیر ماښام شوي دي، د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي دي.

په دغه ټلیفوني خبرو کې د سولې په پروسه کې د داوړو لوریو د ډیرو همکاریو او د سولې د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزه او نړیواله ډیپلوماسۍ باندې ټینګار وشو.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي د دواړو لوریو لخوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د زیاتې همکارۍ او د د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره په سیمه ییزه او نړیواله ډیپلوماسۍ باندې ټینګار شوی دی ښاغلی مینه پال زیاتوي " د افغانستان جمهور رئیس او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پدې ټلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې په پروسه کې د دواړو هیوادونو د زیاتې همکارۍ په اړه باندې بحث او خبرې وشوې، دواړو لورو د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزه او نړیواله ډیپلوماسۍ باندې ټینګار وکړ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترورزیم د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ ستایلي دي.

بلېنکن د جو بایډن د ادارې د هغو چارواکو له ډلې دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا ارزولو غوښتنه‌ یې کړې.

د افغانستان حکومت هم د امریکا د مخکېنۍ ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړونه خوښ نه‌ دی او په ښکاره‌ یې د تړون له ځینو مادو سره مخالفت ښودلی دی.

شاوخوا یو کال وروسته له هغه چې واشنګټن له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په شرط له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه موافقه لاسلیک کړه، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د پخوا په پرتله د طالبانو لخوا تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د ده په خبره، دا وضعیت په افغانستان کې پرمختګ ته چې هیله ده د افغانستان لپاره به یو تاریخي پړاو وي، لاره نشي هوارولي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ، باید ټول بهرني عسکر د می میاشتې تر اخره له افغانستانه ووځي.

خو په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ وروسته، پر دې نېټې لا هم وورستۍ پرېکړه نه ده شوې او تر ډېره په وضعیت او شرایطو پورې تړلی ښکاري.

طالبان ټینګار کوي چې د شوې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني عسکر افغانستان پرېږدي.

خو د سولې خبرو مېز ته د طالبانو نه حاضرېدو او د تاوتریخوالي دوام، د طالبانو د دې غوښتنې پر وړاندې منفي لیدلوری پیدا کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG