لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اختر، اور بند او د افغانانو خوشحالي


افغان صدر اشرف غني امنيتي ځواکونو ته د اختر په موقع د اوربند امر کړی دی
افغان صدر اشرف غني امنيتي ځواکونو ته د اختر په موقع د اوربند امر کړی دی

افغانان په داسې حال کې د کوچني اختر د لمانځلو تیاری کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د روژې په میاشت کې د طالبانو په حملو کې ۷۵۰ ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

شورو، چهارشنبه، په افغانستان کې د روژې د میاشتې اخیرۍ ورځ وه او زیارت، پنجشمبه، به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې دیبرا لاینز د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپل پېغام کې افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړه، امید یې څرګند کړو چې افغانان به د اختر خوشحالۍ په امن کې ولمانځي او افغانانو ته یې ډاډ ورکړو چې ملګري ملتونه به افغانستان سره مرسته جاري ساتي.

په روژه کې د افغان حکومت په ضد د یو شمېر حملو طالبانو او بیا افغان حکومت د اختر په موقع د ډز بندۍ اعلان کړی.

دیبرالایننز
دیبرالایننز

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې "طالبانو په روژې مياشت کې ۷۵۰ ملکيان وژلي او ټپيان کړي دي."

د روژې په میاشت کې په لوګر او کابل کې حملې خون پېښې وې خو افغانان وایي درې ورځنی اوربند هم د ټولو افغانانو هیلې ژوند کړي او په خولو یې د اختر خوشحالي دوه برابره شوی څو عید په خوشحالۍ او سوله کې له نورو خلکو سره تیر کړي.

عام خلک وایي که طالبانو په روژه کې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ته د رد ځواب نه وای ویلی، نو په دې میاشت کې به دومره زیاتې وینې نه وي بهېدلې.

عام خلک وړاندیز کوي چې دا اوربند دې له اختر وروسته تمدید او دواړه خواوې دې د سولې لپاره دې په صادقانه نیت د خبرو مېز ته کښيني خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ وویل چې اوربند به نه غځول کیږي.

په لوګر او کابل کې د پېښو له کبله نهه، سې شنبه د ملي ماتم ورځ وه.

په خوست کې عام خلک د دواړو لوریو افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په رامنځ ته کیدو زیات خوشاله دي.

د خوست اوسیدونکی رفیع الله ضمیر وایي وروستیو پیښو ترې د اختر هرڅه هیر کړي وو خو د دواړو لوریو له خوا د اوربند کولو زموږ هیلې نسبي راژوندی کړې.

ضمیر زیاتوي "د ټولو افغانانو لپاره اوربند کړل ډیر یو ښه زیری دی له دې وړاندې عامو خلکو سختې تاوتریخوالی، جګړې او د عامو خلکو وژنې ولیدې دې وروستیو کې هرڅوک ناهیلي وو خو د اختر ترڅنګ د اوربند راتګ زموږ خوشالۍ څو برابره زیاتې کړې. "

په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي خونړی برید چې له امله یې ۸۵ زده کوونکي ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول په ملي او نړیواله کچه سخت وغندل شو.

شاهدالله شاهد وایي د داسې پیښو شاهدان وو چې په هغه کې د ښوونځي ماشومان،ګڼ ملکي خلک او نور ووژل شوو.

شاهد زیاتوي " د اختر لپاره هیلې مړاوې شوې وې خو کله چې د طالبانو له لوري اوربند اعلان شو افغان حکومت یې هرکلی وکړ نو موږ به په خوشحالۍ سره دغه اختر ونمانځو."

خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، افغانان دایمي اوربند غواړي "د افغانستان د معضلې او مشکلاتو حل په دایمي اوربند کې نغښتی دی.

عام خلک هم په دې باور دي چې په درېیو ورځو کې د افغانانانو نه وژل ستونزه نه حلوي، افغان وژنې ته دې د پای ټکې کښېښودل شي. افغانان دایمي اوربند غواړي هغه څه چې دوحه کې د سولې خبرې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي

د افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په خپل پېغام کې د یوناما مشرې دیبرا لاینز وویل "موږ پوهیږو چې هر افغان د زړه له تله د سولې په لټه کې دی، راځئ چې په ګډه دغه مهم منزل ته دوام ورکړو."

افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې جاري ساتلو په اړه مېرمن لاینز زیاته کړه“ اجازه راکړئ دا ډاډ درکړم چې موږ هیچرته د تلو پلان نه لرو. موږ غواړو چې دغه بهیر ته دوام ورکړو او له تاسو ټولو سره کار وکړو."

د خپل پېغام په اخیره کې د یوناما مشرې وویل "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کورنۍ په استازیتوب زه په ډیر درناوي، ستاسو کورنیو ته له خوښیو ډک اختر او دیو سوله ییز راتلونکی هیله کوم."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG