لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: خپل ژوند د عزت سره کوو، هېڅ معامله او تسلیمي نشته


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلو کې هماهنګي ده، او وایي چې طالبانو او پاکستان ته د خارجي ځواکونو د وتلو وروستو، د سولې تصمیم نیول په کار و.

په ارګ کې د نهې/سې شنبې په ورځ د افغان کابینې او امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو یوې غونډې ته د ځواکونو د لا قوي کولو او په خصوصي توګه د قطعات خاص کمانډو او قطعات صفردار د پیاوړي کولو په اړه وینا وکړه.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه: "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توئېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."

هغه وویل چې په هېڅ صورت معامله او تسلیمي نشته، "خپل ژوند په عزت سره کوو، نن د عزت او هوډ ورځ ده."

ولسمشر غني په حکومتي چارواکو او امنیتي عسکرو غږ وکړ چې د جګړې د لاسه بې کوره شوو خلکو ته دې ژر تر ژر متبادل بند و بست برابر کړی شي.

صدر غني پخپلو خبرو کې زیاته کړه، استاد سیاف هم ناست دی، دا د قرآن ښکاره آیت دی چې اول یې سولې ته وبله که سوله نه کوي، بیا یې په مقابل کې ودرېږه.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې په جګړو کې د وژل شوو سرتېرو، که هغه هوایي ځواکونه دي او که ځمکني، کورنۍ به یې ونازولی شي او د مرستو سره سره ورته د کورونو دپاره ځمکه یا تیار کورونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو په حملو کې تیزي راغلې او د یو شمېر لېرې پرتو ولسوالیو د نیولو دعوې کړي، خو افغان امنیتي ځواکونه وایي د ځیني ولسوالیو څخه د جنګي ټېکټیک په توګه په شا شوي او بېرته به د لاسه تللې سیمې نیسي.

په نږدې ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا دعوې شوي چې په وروستیو څو هفتو کې یې د شپږو زرو نه زیات طالبان د جنګ په لیکو کې وژلي دي. طالبانو لا په دې اړه څه ندي ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG