لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: طالبان د پاکستاني زندانیانو په خوشې کېدو ټینګار کوي


د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانو برید د «سولې تړون» د ژمنو خلاف بللی دی
د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانو برید د «سولې تړون» د ژمنو خلاف بللی دی

د افغانستان د حکومت یو لوړ رتبه چارواکي ویلي طالبانو نه دې پوښتنه وشي چې ولې د پاکستانیانو او یا د نورو خارجي زندانیانو په خوشي کېدو ټېنګار کوي؟

د افغانستان د صدر لومړي مرستیال د مطبوعاتو مشر رضوان مراد د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته طالبانو نه د خارجي قیدیانو د پوښتنې خبره وکړه.

رضوان مراد په حکومتي زندانونو کې بند غېر افغاني بندیانو ته په اشاره وویل « چې دوي (غېر افغاني) قېدیانو په روژه کې ۱۵۰ بېګناه افغانان په ټانکر بم الوځولي دي.»

د وي او ای اشنا څانګې ترمخه د صدر د لومړي مرستیال ویاند ویلي چې د سولې د ټینګېدو لپاره طالب بندیوان خوشې کولو ته ژمن دي خو وايي چې افغان حکومت پرېکړه کړې، شاو خوا هغه ۶۰۰ طالب بندیوان به نه خوشې کوي چې ورباندې د بشري حقونو د سرغړونونو تورونه دي.

طالبانو لا د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې دوی د حکومت په زندانونو کې د بند طالبانو لسټونه افغان حکومت ته سپارلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې یو خپور کړي بیان کې ویلي د طالبانو دریځ دا دی چې باېد ژر تر ژره د بندیانو د خلاصون عمل سرته ورسي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي، چې د هغه په وینا، "همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ دی".

خو د ښاغلي مراد پر وینا افغان حکومت د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته یوشمېر طالب بندیان خوشې کړي، خو په مقابل کې یې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

بل پلو ته د جولایې په څوارلسمه نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولې د تړون ۱۳۵ ورځې په داسې حال کې پوره شوې چې دواړه خواوې یو بل د سولې تړون څخه په سرغړونو تورنوي

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانو برید د «سولې تړون» د ژمنو خلاف بللی دی.

په دغه برید کې تېره ورځ د سمنګان ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخې ته شوې وو چې پکې ۱۱تنه ووژلی شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي وو.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې به موټر بم او وسله وال بریدونه نه کوي.

طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي‌ دي چې دوی په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي دي‌ خو وايي د تړون بل اړخ ژمنې ماتې کړي ‌دي.

طالبان وايي‌ چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان یې لا هم ازاد شوي نه دي او د هغوی په ادعا په جنګیالیو یې هوايي بریدونه او عملیات روان دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG