لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:کابل کې دځانمرګي برید هدف دشیعه اؤ سني مسلکونو ترمنځ جګړې پېلول دي


د وي او ای د خبر ترمخه تېره ورځ په لسګونو جینکو د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف کې مظاهره وکړه او په دشت برچي کې د وژل شویو کسانو دپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه
د وي او ای د خبر ترمخه تېره ورځ په لسګونو جینکو د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف کې مظاهره وکړه او په دشت برچي کې د وژل شویو کسانو دپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه

څيړونکي وايي په کابل کې په وروستي بريد کې په ځانګړي ډول هزاره ټولنه هدف کول، په افغانستان کې د شيعه او سني مسلکونو ترمنځ د جګړې هڅې کول دي۔

پوهان په دې نظر دي چې د دغه ډول بريدونو په شا هغه لاسونه هم وي چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تعليم يا زده کړو مخالفه دي خو په دې ټولو حالاتو کې د طالبانو د حکومت ذمه واري جوړيږي چې امنيت په ځای کړي، او د امنيت سره د ورپېښو ټولو چېنلجونو مقابله وکړي۔

د کابل په يو تعليمي مرکز کې دشوي خونړې بريد په اړه پوهان وايي په هېواد کې هزاره افغانانو باندي د بريدونو کولو مقصد په افغانستان کې قومي او مذهبي جنګ ته لمن وهل دي۔

په ترکي کې مېشت مذهبي سکالر او د سياسي چارو افغان شنونکی ډاکټر فضل الهادي وزين وي او ای ډيوه ته وايي "د دې وجوهات خو دا دي چې هغه استخباراتي کړۍ چې د دې کار ماسټر مائنډ دي هغوی غواړي چې د افغانستان دقومونو ترمنځ قومي او مذهبي جنګ ته لمن ووهي، يعنې د سنیانو او اهل تشیع ترمنځه درزونه ايجاد کړي"

نوموړي دي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې ټولو ته دا ښکاره ده چې دا جنګ اوس په افغانستان کې نه کېږي ځکه چې په افغانستان کې د روادارۍ او د يو بل د قبول خبره ده۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازوالۍ دفتر یوناما د ګل په ورځ په ټوېټر ويلي چې تېره هفته د کابل د دشت برچي په کاج نومې تعلیمي اداره ځانمرګي بريد کې د وژل شویو تنانو شمېره 53 ته رسېدلې ده چې پکې 46 جینکۍ شامل دي۔

د کابل د پولیسو ترجمان د جمعې په ورځ د چاودنې وروسته د وژل شویو کسانو شمېره 19 ښودلې وه۔

ډاکټر فضل الهاد وزين دا هم وايي په تعليمي ادارو بريدونو کولو کې هغه تنان هم ککړ وي څوک چې په دغه هېواد کې د تعليم پرضد دي، نوموړي زياته کړه په افغان ټولنه کې د امن پرځای کول د طالبانو مسوليت دی بايد په دې اړه کلک ګامونه واخستل شي۔

" هزاره قوميت په افغانستان کې د خپلو محروميتونو په نظر کې نيولو سره تعليم ته مخه کړې او د تعليم لپاره خپلې تعليمي مسوسې لري، نو هغه ډله چې نه غواړي چې خلک تعليم وکړي او افغانستان يو روښانه مستقبل ولري نو دوی په تعليمي مرکزونو باندې حملې کوي او غواړي چې د تعليم مخه ونيسي"

د وي او ای د خبر ترمخه تېره ورځ په لسګونو جینکو د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف کې مظاهره وکړه او په دشت برچي کې د وژل شویو کسانو دپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه۔

رپورټ وايي په سوشل میډیا مخې ته راغلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالبانو ځینې جینکۍ په هاسټل کې بندې کړې وې چې په دا ډول مظاهرو کې برخه وانه خلي۔ وي اوای د دغو وډیوګانو کره تصدیق نه شي کولی۔

د افغان مېرنو د حقونو فعاله شمله نيازۍ په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو او جينکو د لاريونونو د مخې نيولو غندنه کوي او وايي دغه ډول د ترهګرۍ او تاوتريخوالي پېښې به افغان مېرمنې د تعليم د حق څخه محرومه نه کړل شي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د نوموړې وېنا وه: " لاريون کول يا خپل غږ پورته کول دا يو مدني حق دی او په سوله یيزه توګه دا مېرمنې راوځي او خپل غږ پورته کوي خو دوی (طالبان) د مېرمنو د غږ څخه او د هغوی په ټولنه کې د شتون څخه ډارېږي ځکه يې يو عادي لاريون ته هم نه پرېږدي او بد سلوک ورسره کوي"

هغه په دې باور ده چې داسې ډول پېښې هیڅکله افغان نجونې که هغه د هر قوم دي د تعليم څخه نه شي پاتې کولی او هغوی به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي۔

د جمعې په ورځ د هزاره افغانانو په سيمه کې دشوي ځانمرګي بريد ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې خو له دې وړاندې داعش خراسان د شعیه مسلمانو په عبادتخانو،د جينکو په سکولونو او په نورو ځايونو د شوو زیاتره بریدونو ذمه وارۍ منلي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG