لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن په شانګهای کې له چین سره د مخامخ خبرو له لارې د اختلافاتو پر حل کولو ټینګار کړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په شانهګای کې له چینایي چارواکو سره د خپلې لومړۍ رسمي ناستې په مهال د چین پر دې خبره ټینګار کړی چې د چین او امریکې تر منځ "مخامخ" او "مستقل ښکېلتیا" ته اړتیا ده.

په چین کې د امریکن چېمبر آف کامرس (امچام چاینا) د 2023م کال د سروې له مخې په دې هېواد کې د اېپل او مرک په ګډون شاوخوا 1,000 امریکایي کمپنۍ کار کوي.

اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په سهار په شانګهای ښار کې د چین د کمیونیسټ ګوند له سیکرټري چین جینینګ سره خبرې وکړې. جینینګ په چین کې یو اعلی ځایي چارواکی او د کمیونیسټ ګوند د سیاسي بیورو غړی دی.

د کمونست ګوند له سیکرټري سره د لیدو په وخت بلینکن وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمن دی چې د کلونو ترینګلو اړیکو وروسته، د نړۍ دوه تر ټولو ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه په خپلو کې "مخامخ او دوامدار" مذاکرات پیل کړي:

"زه فکر کوم د مخامخ خبرو او مذاکراتو ارزښت او اړتیا باید وپېژندل شي، اختلافات تعریف شي او د حل لپاره یې کار وشي. موږ خپلو خلکو او نړۍ ته ذمه واره یو چې د دواړو هېوادونو تر منځ مخالفتونه حل کړو."

بلینکن زیاته کړه دی به چینایي چارواکو ته "خپل ریښتیني اختلافات" وړاندې کړي، خو هڅه به کوي چې "د دوی له لارې کار وکړي" او ورسره ورسره "چې څومره کولای شي د همکارۍ کولو" هڅه به کوي.

د کمیونیسټ ګوند سیکرټري چین جینینګ اینټني بلینک ته شانګهای ته په ورتلو هرکلی ووایه او د ژباړونکي په وسیله یې وویل 45 کاله وشول چې امریکا او چین تر خپل سفارتي اړیکې لري او وایي دا په نړۍ کې تر ټولو ارزښتمنې دوه اړخیزې اړیکې دي.

ښاغلي جینینګ وویل که څه هم د امریکې او چین تر منځ اړیکې تل ښې نه دي پاته شوې او "کوز و پاس" پکې راغلي، خو وایي "په مجموعي توګه یې تاریخي‌ پرمختګ او مخ پر وده روانې دي". سیکرټري جینینګ زیاته کړه:

"نو که چين او امريکا د همکارۍ لاره غوره کوي او که له یو بل سره د ډغرې وهلو، دا د دواړو هېوادونو د خلکو پر خیرښېګړه او همداسې د انسانیت پر راتلونکي اغېز کوي".

اینټني بلینکن لومړی ځل د بل کلینټن د واکمنۍ په مهال په 1998م کال کې چین ته تللی وو او وروستی ځل په 2015م کال کې د بارک اوباما د صدارت په مهال هغه وخت شانګهای ته تللی وو چې د امریکې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي د بلینکن او چینایي چارواکو تر منځ نننۍ خبرې رغوونکې او صادقانه وې او وایي هغه وویل چې امریکا په چین کې د خپلو کارکوونکو او کمپنیو لپاره د اقتصادي برابرۍ میدان غواړي:

"سیکرټري [بلینکن] په خبرو کې د چین د تجارتي پالیسیو او له بازار پرته اقتصادي کړنو په اړه خپلې اندېښنې را برسېره کړې او ټینګار یې وکړ چې امریکا له چین سره مثبته اقتصادي مقابله غواړي".

په شانهګای کې د نیویارک پوهنتون له امریکایي او چینایي زده کوونکو سره د بحث په وخت بلیکن د زده کوونکو، پوهانو او تجارتونو تر منځ د تبادلې د زیاتولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:

"موږ ته د دې خبرې باوري کولو اړتیا ده چې ګواکې موږ له یو بل سره خبرې کوو، یو بل اورو او د یو بل په خبرو پوهیږو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د شاهګهای په نیویارک پوهنتون کې دا مهال تقریباً 2,000 انډر ګرېجوېټ او ګرېجوټ زده کوونکي لري چې نیمایي یې د چین دي.

د پوهنتون نور نیمایي زده کوونکو د امریکې په ګډون د نړۍ د 70 هېوادونو دي، د امریکایي زده کوونکو شمېر هم تقریباً 500 دی.

اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په شانهګای کې د امریکا د تجارت په چېمبر کې له تاجرانو سره ولیدل او له هغوی سره د خبرو په مهال یې د امریکا او چین تر منځ د یو لړ تجارتي مسایلو د حل غوښتنه وکړه.

بلینکن شانهګای ته په رسېدو د چارشنبې- شورو په ورځ ناوخته په یوه لنډه ویډیو کې وویل، د امریکې او چین چارواکي به پر نورو هغو برخو هم خبرې وکړي چې دواړه هیوادونه پکې "د پام وړ اختلافات" لري:

"زه په چین کې یم چې د هغو مسلو په اړه پرمختګ وکړو کومې چې د امریکې خلکو ته ډېرې مهمې دي، چې په هغوی کې د فینټینیل ګولیو د قاچاق مخه نیول هم شامل دي".

تمه کیږي بلینکن به په بېجینګ کې د چین د حکومت له مشرانو سره د لیدو پر مهال له روس سره د چین د اړیکو په اړه هم اندېښنې راپورته کړي.

که څه هم امریکایي چارواکي په پیل کې خوشاله وو چې بیجینګ په اوکراین کې د جګړې لپاره روس ته وسلې نه دي لېږلي، خو اوس وايي په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د ماسکو له ناکامیو وروسته چین په لویه کچه صنعتي توکي روس ته لېږلي دي.

د امریکې چارواکي په دې باور دي چې چین د خپل کورني اقتصاد په خاطر د لوېدیځ اندیښنو ته په غور سره غوږ نیسي او له همدې کبله له لوېدیځ سره کړکېچ نه غواړي.

خو چین د صدر بایډن د یو لړ اقداماتو په اړه هم په غصه دی چې بیجینګ یې خپل اقتصاد ته زیان ګڼي.

د امریکې کانګرس تازه داسې یو قانون منظور کړ چې له مخې یې د لنډو ویډیوګانو مشهور چینایي اپلیکیشن ټیک ټاک ته شرط ایښودل شوی که له خپل چینايي مالک څخه په راتلونکو نهو میاشتو کې جلا نه شي په امریکا کې به بندیز پرې ولګیږي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG