لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د امریکايي یونیورسټیانو د احتجاجي زدکوونکو په حماس "خاموشي" د تنقید وړ بللې


د نیویارک په کولمبیا یونېورسټۍ کې زدکوونکو احتجاجي کېمب لګولی دی
د نیویارک په کولمبیا یونېورسټۍ کې زدکوونکو احتجاجي کېمب لګولی دی

اسرایل سره د امریکې د ملاتړ خلاف د امریکې په کالجونو کې مظاهرې دوام لري او د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنک کې یو خوا دغه مظاهرې د امریکې د جمهوریت علامت بللی نو بلخوا يې په حماس د "خاموشۍ" په سر يې په احتجاجونو تنقید هم کړی دی.

بلېنکن د جمعې په ورځ د چین دوره د ختمولو په موقع خبریالانو ته وویل دا خبره د پام وړ ده چې د حماس په اړه "خاموشي" ده او داسې ښکاري چې ګنې حماس د قېصۍ برخه هم نه ده.

په یو داسې ملک کې چې اختلاف په کې په سختۍ چقول کېږي، بلېنکن وویل پوهېږي چې جنګ قوي جذبات راپاروي. هغه د زدکوونکو دفاع وکړه او ويې وېل د احتجاج حق لري.

بلېنکن د زدکوونکو د احتجاجونو په اړه وویل دا د امریکې د جمهوریت علامت دی چې ولس په کې د خپلې رای، تشویش او د غصې اظهار کوي. "ځما په خیال دا د ملک د مضبوطیا، د جمهوریت د مضبوطیا عکاسي کوي."

د نیویارک په کولمبیا يونیورسټۍ کې په اتلسم اپرېل د فلسطینیانو په حق کې د زدکونکو کېمپ لرې کولو دپاره د پولیس د اقداماتو نه وروسته احتجاجونه د امریکې نورو یونیورسټیانو ته غځېدلي دي. پولیس په سلګونو احتجاج کوونکي ګرفتار کړي دي خو د جنګ خلاف په مظاهرو قابو نه دی موندل شوی.

د نیویارک کولمبیا یونیورسټي د زدکوونکو د احتجاجي تحریک مرکز ګڼل کېږي او د یونیورسټۍ صدرې منوش شفیق زدکونکو ته په کېمپس د احتجاجي کېمپ د لرې کولو دپاره د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نېټه وغځوله. هغې په يو بیان کې وویل احتجاج کوونکو سره مذاکرات دوام لري.

د کولمبیا یونېورسټۍ د استاذانو په سېنېټ کې د جمعې ورځ یو قرارداد هم وړاندې کېدونکی و چې په کې د شفیق په ځینو فېصلو د ناخوښۍ اظهار شوی دی. د شفیق په ناخوښو فېصلو کې دا هم شامله ده چې په کېمپس د احتجاجي کېمپ د ختمولو دپاره يې د نیویارک پولیس رابللی و. هغې په خپل بیان کې تردید کړی چې کېمپس ته يې پولیس طلب کړی و.

د زدکونکو دا مظاهرې د امریکې د مشرقي ښارونو باسټن او داېټلانټا نه واخلي د ټېکسس او د لاس اېنجلس په شان د مغربي ریاستونو او ښارونو په ځینو یونیورسټیو کې شوي دي. په دې مهال د مظاهره چیانو او د قانون نافذ کوونکو ادارو ترمنځ د تشدد پېښې هم شوي دي.

مطبوعاتو وویل د اېټلانټا په اېمري یونیورستۍ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۲۸ کسان د منتشر کېدو نه په انکار ګرفتار کړی شول. داسې رپورټونه هم وو چې بوتلې هم ويشتل شوې وې او پولیس مظاهره چیان د منتشر کولو د اوښکو ګېس هم چلولی و. رپورټونه وايي احتجاج کونکي د جمعې په ورځ بیا یونیورسټۍ ته ورغلي وو.

د اوهایو ریاست په کولمبس ښار کې په اوهایو سټېټ یونېورسټۍ کې ۱۲ کسان ګرفتار شوي دي. پولیس هغه مظاهره ماتوله چې په کېمپس کې یې څو ګنټې دوام لرلو.

زیاتره احتجاج کوونکي غوښتنه کوي د دوې سکولونه دې د اسرایلي تعلیمي ادارو سره تعلقات ختم کړي او د هغو ادارو نه دې پېسې نه اخلي چې د اسرایل سره تړون لري. د ګڼ شمېر کالجونو په چمنونو کې زدکوونکو د تېرو څو ورځو او هفتو راهسې د خیمو احتجاجي کېمپونه جوړ کړي دي.

رپورټونه وايي د اېټلانټا ښار په اېمري یونیورسټۍ کې یوه ورځ وړاندې د اړي ګړي وروسته مظاهره چیان د جمعې په ورځ بیا کېمپس ته ورغلي وو. د زیارت، پنجشنبې په ورځ په اوهایو سټېټ یونېورسټۍ او په اېمري یونیورسټې کې د پولیس او مظاهره چیانو جګړې شوې وې.

د کېلېفورنیا یونېورسټي اف کېلېفورنیا، برکلي، کې د قانون د دریم کال زدکوونکوي ملک افانی، چې مور او پلار يې فلسطینیان دي، په کېمپس کې د احتجاجي کېمپ څخه يې وي او ای ته وویل د مختلفو پس منظرونو خلک د احتجاج حمایت کوي ځکه چې د هغې په قول غواړي چې د انصاف او د نسل وژنې په ضد ودرېږي.

زیاتره احتجاج کوونکي په اسرایل په غزه کې د جېنوسایډ یا د نسل وژنې الزام لګوي خو اسرایل دا خبره ردوي، وايي د عملیاتو هدف يې حماس ختمول دي.

په ګڼو کالجونو کې یهودي زدکوونکو هم د اسرایل په ملاتړ د امریکې مخالفت وکړو.

د جورج ټاون یونېورسټۍ يوې یهودي طالب علمې وي او ای ته وویل داسې یونېورسټیانې شته چې داسې کمپنو کې سرمایه کاري کوي چې د هغې په قول د بې ګناه خلکو په وژنه کې مرسته کوي. هغې وویل په اخلافي توګه د داسې خبرې حمایت نه شي کولې. طالب عملې د خپل تحفظ په غرض د هغې نوم د نه څرګندولو غوښتنه وکړه.

په کېمپس د احتجاجونو په لړ کې ځینو یهودي زدکوونکو شکایت کړی چې په اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیانو خلاف په نفرت کې اضافه شوي او ځانونه د خپلو یونېورسټو په کېمپسونو محفوظ نه ګڼي چې په کې کولمبیا یونېورسټي هم شامله ده.

په مجموعي توګه د فلسطینیانو په حق کې کېدونکي احتجاجونه پرامنه دي او په ځینو موقعو د اسرایل او د صهونیت په حق کې کېدونکو مظاهرو سره هم مخامخ شوي دي. دا مظاهرې د امریکې د ایین د وړمبۍ مادې دلاندې تحفظ لري. د ایین وړمبۍ ماده د امریکې شهریانو ته د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي.

په ځینو موقعو د فلسطینیانو په حق کې په مظاهرو کې په ځینو نعرو اعتراض کېږي او اېنټي سېمېټېک یا د یهودیانو نه د کرکې ژبه بلل کېږي. دا نعره چې فرام دي رېور ټو د سي پېلسټاین وېل بي فري ډیر یهودیان ګڼي چې د اسرایلي ریاست د خاتمې غوښتنه کوي.

د زدکوونکو دا مظاهرې د صدر جوبایډن دپاره هم د سر درد جوړېږي. د بایډن د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ مترقي غړي او د فلسطینیانو په حق کې احتجاج کوونکي زدکوونکي د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د بایډن دپاره اهمیت لري.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د امریکايی زدکوونکو په احتجاجونو تنقید کړی او د شورو، جهارشبنې، په ورځ په دې اړه خبرو کې دا د یهودیانو نه کرکه وبلله.

د امریکې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټي هم د زدکوونکو د احتجاجونو مخالفت کوي او وايي زدکوونکي د حماس د ترهګرۍ مخالفت نه کوي. په کانګرس کې د ريپبلېکن پارټۍ د غړو په مشرۍ کې کمېټیو ته د یونیورسټیانو منتظمین رابلل شوي او دا الزام پې لګول شوی دی چې تعلیمي ادارې يې د اېنټي سېمېټېزم مرکزونه جوړ شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس د اف رېپرېزېنټېټیور سپیکر مایک جانسن د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس د ځینو نورو غړو ترڅنګ کولمبیا یونېورسټۍ ته ورغلل، په یونېورسټۍ کې احتجاجونه يې پرتشدد او قابو نه بهر وبلل. هغه غوښتنه وکړه چې د یونیورسټۍ صدره دې استعفا ورکړي.

هغه خلاف د نعرو په مهال جانسن وویل دا احتجاجونه د ایین د وړمبۍ مادې د دلاندې د رای اظهار نه دی بلکې د هغه په قول دا خطرناک کار دی.

جانسن غوښتنه وکړه چې په احتجاجونو قابو موندلو دپاره د پوځ اضافي دستې نېشنل ګارډ راوبلل شي چې دا ډول په کېمپسونو امن او امان بحال کړی شي.

وایټ هاوس په دې معامله د دریځ څرګندولو نه ډډه کړې او ویلي يې دي چې د نېشنل ګارډ د طلب کولو فېصله به د ریاستونو ګورنران کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG