لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران: کړکېچن اقتصادي صورتحال او د ډالر په اړه غیریقنۍ د افغانستان او پاکستان تجارت خراب کړی  


د پېښور سوداګر وايي چې د روپې په پرتله د ډالر قميت سېوا کېدو او د پېښور او کابل ترمنځه د ډالر په نرخ کې زيات فرق د دواړو هېوادونو ترمنځه د ډالرو د قاچاق سبب هم ګرځي
د پېښور سوداګر وايي چې د روپې په پرتله د ډالر قميت سېوا کېدو او د پېښور او کابل ترمنځه د ډالر په نرخ کې زيات فرق د دواړو هېوادونو ترمنځه د ډالرو د قاچاق سبب هم ګرځي

په پېښور کې تاجران وايي چې د پاکستان کړکېچن اقتصادي صورتحال پرمهال د ډالر په بعيه کې بې باورۍ د افغانستان په شمول نورو ملکونو سره د پاکستان ه په تجارت بد اغېز کړی دی او د دوی کاروبارونه يې متاثره کړي دي۔

تاجران وايي د انټر بنک او ازاد مارکيټ ترڅنګ د اسلام اباد او کابل ترمنځه د ډالر په نرخ کې زياتوالی نه يوازې تجارت متاثره کوي بلکې د دواړو هېوادونو مابېن د ډالرو د قاچاق سبب هم ګرځي۔

د سودا ګرو ترمخه که چرې د پاکستان او افغانستان په مارکيټ کې د ډالرو بعيه مستحکم کړل شي نو دې دا به د دواړو هېوادنو د تجارانو په ګټه وي۔

په دې حقله وي او ای ډيوه سره خبرو پرمهال په پېښور کې د سرحد چېمبر کامرس مرستيال مشر شاهد حيسن وېنا وه که د پاکستان نه خريداري وکړو او اېکپورټ کوو افغانستان ته نو په ډالر پورې تړلې ده که ډالر لاندې لاړو نو توان به وکړی او که جګ لاړو نو ګټه به کوي.

"هم دغه شان که افغانستان نه مونږه واردات کووو پاکستان ته نو افغاني چې کومه کرنسي ده هغه د ډالر په مقابله کې ډېره مستحکم ده نو په دې کې مونږه ته د نقصان خطرې او اندېښنې پکې زياتې وي ځکه چې واپس مونږه تاجر ته هغه خپلې پېسې نه شو پوره کولې، کالداره لاندې لاړه شي او افغانۍ جګه شي"

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وېنا وه: " مونږه که د افغانستان نه خريداري کوو نو په معدنياتو کې يې وکړو، په کويله يا نورو جنسونو کې وکړو، هلته نه به زه يا په افغانۍ خريداري کوم يا په ډالر خريداري کوم نو په افغانۍ کې چې زه خريداري وکړم نو زه هغه ته زه نيمې ورکړم او نيمې پرېږدم"

ښاغلي حسين زياته کړه چې دغه مال پاکستان ته انتقال کړي نو دلته د روپۍ په مقابل کې ډالر نور هم سېوا شوې وي او د مال خرڅولو وروسته چې افغاني تاجر ته افغانۍ يا ډالر پوره کوي نو دا مال هغه پېسې نه پوره کوي، ګټه هم لاړه شي او واپس په لکونو روپۍ هغه اسائمنټ کې بيا اچوي چې دوباره د نور مال انتقال وکړي۔

د پېښور سوداګر وايي چې د روپې په پرتله د ډالر قميت سېوا کېدو او د پېښور او کابل ترمنځه د ډالر په نرخ کې زيات فرق د دواړو هېوادونو ترمنځه د ډالرو د قاچاق سبب هم ګرځي۔

شاهد حېسن زياته کړه چې کله په کابل کې د ډالر نرخ د پېښور نه اوچت وي نو بيا د پېښور نه د ډالرو قاچاق افغانستان ته کېږي او چې دلته ډالر ګران وي نو بيا د افغانستان نه دې مارکيټ ته روړل کېږي۔ هغه دا هم وويل چې د تېر په پرتله اوس د پېښور او کابل په مارکيټ کې د ډالرو بعيه کې فرق کم شوې د کوم سره چې قاچاق هم قابو شوی۔

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه نن د می په 15مه په بنکونو کې د يو ډالر قيمت 200 او څه کم 86 روپۍ دی۔ د کرنسۍ کاروبار کوونکي وايي په ازاد مارکيټ کې د ډالر بعيه څه باندې 296 روپو رته رسېدلې۔

تاجران وايي د انټربنک او په خلاص مارکيټ کې د ډالر په نرخ کې فرق له امله هم د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخېزه تجارت د زيان سره مخ کېږي، دوی وايي بايد ډالر په يو نرخ وساتلې شي۔

د روانې مياشتې په نهمه د پاکستان تحريک انصاف مشر او د هېواد پخواني وزير اعظم عمران خان د نيولو وروسته د ياد سياسي ګوند د پلويانو د قهرجنو مظاهرو پرمهال د ډالر قيمت د 290 روپو نه سېوا شوې وو۔

د پېښور سرحد چېمبر اف کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن وايي چې دا مسله يوازې افغانستان سره په تجارت کې نه ده بلکې د ډالر د قيمت جګېدو له امله نورو هېوادونو سره هم تجارت ستونزمن شوی دی۔

"که يو سړی د چين نه تجارت کوي فرض که هغه د دوه لکه ډالرو مال واخيستو په کومو کې چې يو لک ډالر بقايه دي، نو هغه چې دا مال دلته په پاکستاني روپو کې خرڅ کړو نو دې چې واپس د چين تاجر ته دا خپلې پېسې پوره کوي نو ډالر او د چين کرنسي نوره وچته تللې وي نو په داسې حال کې دا پاکستانی تاجر هغه خپلې پېسې هغه ته نشي پوره کولې"

د تاجرانو ترمخه په کال 2016 کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تجارت حجم شاوخوا 3،5 اربه ډالرو ته رسېدلې وو خو په کال 2022 کې دوه اړخېزه تجارت 700 ميلينه دالړه ريکارډ شوې دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG