لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټرمپ د قاتلانه حملې غندنه او غوښتنه شوې چې د هغه د تحفظ انتظامات دې سخت کړی شي


د پېښې وروسته ټرمپ د سيکرېټ سروېس او د مقامي پوليس شکریه ادا کړه
د پېښې وروسته ټرمپ د سيکرېټ سروېس او د مقامي پوليس شکریه ادا کړه

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ایي ویلي داسې ښکاري چې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قاتلانه حملې کوښښ شوی دی. بلخوا، د سیاستي تشدد په پراخه کچه غندل شوې او د ټرمپ د تحفظ دپاره انتظامات د سختېدو غوښتنه شوې ده.

نایب صدره کاملا هېرېس د نومبر په میاشت کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ټرمپ سره په مقابله کې ولاړه ده، په په پېښه يې د تشویش اظهار وکړو.

هېرېس په یو بیان کې وویل پکار ده چې دا خبره یقیني کړی شي چې د دې پېښې وروسته نور تشدد و نه شي.
د اتوار، یکشنبې، په ماسپښين په فلورېډا ریاست کې ټرمپ د ګالف لوبه کوله چې چارواکي وايي نږدې دزې وشوې. ټرمپ ته په پېښه کې څه نقصان نه دی رسېدلی.

د پېښې وروسته ټرمپ د سيکرېټ سروېس او د مقامي پوليس شکریه ادا کړه.

وروسته ټرمپ د سوشل میډیا په خپله وېب پاټه ټروت سوشل وویل غواړي چې د هرچا شکریه ادا کړي چې د هغه دپاره يې د تشویش او د نېوکو خواهشاتو اظهار وکړو. "دا یقیناً دلچسپه ورځ وه."

د امریکې د موجوده او پخوانیو صدرانو د تحفظ د ادارې سيکرېټ سروېس چارواکو وویل د هغه مېدان سره نږدې يې په بوټو کې یو تن ولیدلو چې د ټوپک شپېلۍ يې په ظاهره د ټرمپ په لوري وه.

اېسوسي اېټېډ پرېس، نیویارک ټایمز او فاکس ټېلې وېژن چېنل د مشکوک تن شناخت د ۵۸ کلن راین وېسلي راوت په نامه کړی دی
اېسوسي اېټېډ پرېس، نیویارک ټایمز او فاکس ټېلې وېژن چېنل د مشکوک تن شناخت د ۵۸ کلن راین وېسلي راوت په نامه کړی دی

مشکوک تن وتښتېدلو خو وروسته قانون نافذ کوونکو چارواکو ونیولو. اېسوسي اېټېډ پرېس، نیویارک ټایمز او فاکس ټېلې وېژن چېنل د مشکوک تن شناخت د ۵۸ کلن راین وېسلي راوت په نامه کړی دی.

د اتوار، يکشنبې، به ماسخوتن ناوخته، صدر بایډن په یو بیان کې وویل په دې خبره اطمینان کوي چې ټرمپ ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

بایډن وویل مخکې يې هم دا خبره کړې ده چې په امریکا کې نه سیاسي او نه هم بل ډول تشدد ځای لري. زیاته کړه چې چارواکو ته یې امر کړی چې د پخواني صدر د دوامداره امنیت یقیني کولو دپاره سيکرېټ سروېس وسایل، صلاحیتونه او حفاظي اقدامات لري.

د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډيسېنټس وویل ریاست به د پېښې په خپله کچه تحقیقات کوي او ویې وېل خلک دا حق لري چې معلومه کړي چې مشکوک تن څنګه ټرمپ نږدې کېدو کې کامیاب شو.

د جولای په میاشت کې په پېنسېلوېنیا ریاست کې په یوه سیاسي جلسه کې په ټرمپ د ډزو وروسته سيکرېټ سروېس د تنقید سره مخامخ شوی دی.

د برطانيي وزیراعظم کېیر ستارمر خبریالانو ته وویل په ټرمپ د قاتلانه حملې په اړه تشویش لري. هغه وویل دا خبره ډیره ضروري او واضحه ده چې تشدد په سیاسي عمل کې هېڅ ځای نه لري.

د یوکرېن صدر ولادېمېر زېلېنسکي په دې خبره د خوښۍ اظهار وکړو چې ټرمپ ته څه نقصان نه دی رسېدلی.
زېلنسکي وویل دا يې اصول دی د قانون عملداري تر ټولو زیات اهمیت لري او سیاسي تشدد هېڅ چېرته ځای نه لري.

د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کاټز وویل د اسرایل ولس ټرمپ ته بهترین خواهشات ورلېږي. هغه وویل په زور سیاسي خیالات د مسلط کولو غندنه کوي. هغه زیاته کړه چې پکار نه ده سیاسي تشدد د امریکايي ولس دا حق کمزوری کړي په ازاده او جمهوري توګه خپله لاره غوره کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG