لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپین یونین اټکل کړی یورپي ملکونه سږ کال د تاریخ بدترېنې اقتصادي بدحالۍ سره مخامخ کېدی شي


د یورپي یونین د اقتصادي چارو کمشنر پاولو جېنټیلوني په برسلز کې د خبري کانفرنس په وخت وویل دا خبره اوس څرګنده ده چې یورپي اتحاد د تاریخ په سخت اقتصادي بحران کې داخل شوی دی
د یورپي یونین د اقتصادي چارو کمشنر پاولو جېنټیلوني په برسلز کې د خبري کانفرنس په وخت وویل دا خبره اوس څرګنده ده چې یورپي اتحاد د تاریخ په سخت اقتصادي بحران کې داخل شوی دی

د ۲۷ یورپي ملکونو اتحاد یورپي یونین د شورو، چهارشبنې، په ورځ اټکل وکړو چې د کرونا وبا له امله د نقصان په نتیجه کې به یورپي ملکونه سږ کال د تاریخي اقتصادي بحران کې وغورزېږي.

په خپل لومړي رسمي بیان کې یورپي یونین وویل چې دا کال به یې اقتصاد ۷.۵ فیصده پورې کم شي خو په کال ۲۰۲۱ کې به د ۶ فیصد په شرح بهتري وشي.

د یورپي یونین د اقتصادي چارو کمشنر پاولو جېنټیلوني په برسلز کې د خبري کانفرنس په وخت وویل دا خبره اوس څرګنده ده چې یورپي اتحاد د تاریخ په سخت اقتصادي بحران کې داخل شوی دی.

جېنټیلوني وویل چې د کرونا واېرس له وجې په اروپا کې معاشي هلې ځلې کمې شوي دي او دریمه برخه اقتصاد شپه په شپه اغېزمنه شوې دی.

یورپي یونین ویلي دي چې وبا د اخستونکو او سرمایه کارو په شمول نزدی د اقتصاد هراړخ زیانمن کړی دی او د بېروزګارۍ په شرح کې تېزۍ سره اضافه کېږي.

اتحاد اټکل کړی دی چې د بېروزګارۍ شرح به روان کال د ۶۰۷ نه ۹ فیصده ته زیاتېږي او دا شرح به کال ۲۰۲۱ کې بیا ۸ فیصده ته راکمه شي.

کمشنر د خبري کانفرنس په وخت ویلي چې د یورپ دوه هېوادونه سپېن او اټلي تر ټولو زیات زیانمن شوي دي او اقتصاد یې ډېر خراب شوې دې.

هغه زیاتوي چې د فرانس اقتصاد به هم په متوقع توګه تر څه حده پورې کمزوری شي. ددې ترڅنګ د جرمني په اړه بیا اندازه لګولی شوې ده چې اقتصاد به یې په میانه توګه به راغونډ شي او زر به په ځای شي.

د دویم نړیوال جنګ نه وروسته جرمني دا وخت د اقتصادي بحران سره مخ دې ځکه چې په برامداتو کې یې ډېر کمې راغلی دی.

د اروپايي اتحاد کمشنر جېنټیلوني ویلي دي چې شوي اقتصادي زیانونه د شریکو ګامونو د لارې راکم کړی دیشي.

جېنټیلوني پام راوګرزاو چې د بحران او بحالۍ زور به د یو بل نه بدل وي او د هر هېواد د اقتصادي بحالۍ رفتار به هغه هومره ګړندی وي څومره تېزۍ سره چې لاک ډاون ختم کړی شوي وي. خو هغه وویل ددې کار پاره به هر هېواد لپاره خپلې وسیلې او ددغه هېوادونو د سېلګرۍ غوندې خدمات کارول وي.

اګرچې په یورپ کې د کرونا په زورکې د کموالي وروسته خلک د کورونونه په احتیاط سره بهر راوځي خو ورسره د کرونا د دویمې هوا راتلو فکرمندۍ هم شته نو ځکه سخت احتیاطي ګامونه هم اخستلی کېږي.

کرونا واېرس په مجموعي توګه ټوله اروپا کې د پاسه دولس لکه خلک اغېزمنه کړي او د یو نیم لکهونه زیات یې بیا مړه کړي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG