لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:په افغانستان کې د ورلډ بېنک منصوبو ودرېدل به د زراعت، تعلم او صحت برخې په منفي ډول متاثر کړي


د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي چې د نړيوال بنک دې پرېکړې سره به په هېواد کې د تعليم په ګډون دغه څلورو سېکتورنو ترڅنګ نورې اقتصادي هلې ځلې هم اغېزمنې شي
د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي چې د نړيوال بنک دې پرېکړې سره به په هېواد کې د تعليم په ګډون دغه څلورو سېکتورنو ترڅنګ نورې اقتصادي هلې ځلې هم اغېزمنې شي

په افغانستان کې د جينکو د منځنۍ درجې په سکولونو د طالبانو د بندیز په عکس العمل کې ورلډ بېنک په افغانستان کې د زراعت، تعلیم او صحت په برخو کې د 600 ميلين مالیت ډالرو پروژې ځنډولې دي چې څېړونکي وايي د بېنک د فېصلې په نتیجه کې به د افغانستان دغه برخې نورې هم په منفي ډول متاثره شي.

د اقتصادي چارو پوهان او بشري حقونو لپاره کار کوونکي وايي چې د دې پروژو د ځنډېدو سره به دغه سېکترونه نور هم په منفي ډول اغېزمن شي او خراب اثر به يې د عام ولس په ژوند پرېوځي۔

دوی وايي په افغانستان کې د بشري بحران او سياسي کړ کېچ د مخنيوي لپاره طالبان بايد خپلې ژمنې پوره کړي او نړيواله ټولنه بشر دوستانه مرستې افغانانو سره جاري وساتي۔

رايټرز خبري ادارې د نړيوال بېنک د چارواکو د خولې ويلي چې دغه منصوبې زراعت، تعليم، صحت او د روزګار په برنامو کې د مرستې لپاره جوړېدلې او دا به د ملګرو ملتونو د ادارو په مرستو سره عملي کېدلې۔

د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي چې د نړيوال بنک دې پرېکړې سره به په هېواد کې د تعليم په ګډون دغه څلورو سېکتورنو ترڅنګ نورې اقتصادي هلې ځلې هم اغېزمنې شي۔

نوموړي زياته کړه دې سره به نه يوازې د دغې برخو کار کوونکي به بېروزګاره شي او يا به يې په معاشونو کې کمې او ځنډ راځي بلکې دغه سېکترونه به فلج شي۔

سیرت وايي چې "په افغانستان کې د روغتيا ځيني مرکزونه تړل شوي که خلاص هم دي نو هلته درمل نشته ځکه چې يا داروګان نه وي او يا ورته کارمندان نه راځي، کومه چې د زراتو څانګه ده نو هغه هم فلج شوې او د سبزيانو د مارکيټ نه دېقانانو په دې تېرو اووه مياشتو کې د سرې يا کهاد خرچې هم نه شوې پوره کولی"

نړيوال بېنک اېګزېکټيو بورډ د مارچ په ړومبۍ نېټه د افغانستان بيا بحالۍ ټرسټ فنډ نه د يو ارب ډالرو څخه سېوا پېسو استعمالولو منظوري ورکړې وه چې په سمدستي توګه په افغانستان کې د زراعتو، تعليم، صحت او د روزګار په برخو کې مالي مرستې وشي۔ نړيوال بېنک دا شرط لګولې وو چې دې مرستو نه به مېرمنې او جنيکۍ مستفيد کېږي۔

په افغانستان کې د جينکو د ثانوي درجې سکولونه د مارچ په 23 مه د پرانيستل کېدو څوګنټې وروسته د طالبانو په امر بيا وتړل شول۔

طالبان وايي د دوی وخت پکار دی چې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د دوی لپاره یوه طرحه جوړه کړي۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې اقتصادي وضيعت ورځ تربلې خرابېږي، په هېواد کې مخ په زياتېدونکي بشري ناورين او د مختلفو ډلو ترمنځه د سياسي کړ کېچ مخنيوي لپاره بايد طالبان ژمن پاتې شي او نړې د افغان ولس سره مرستې جاري وساتي۔

نوموړي زياته کړه وس مهال د افغانستان موضوع د نظره نړۍ نه شي غورځولې خو مسلسل مخالفتونه او ژمنې نه عملي کېدل به بلاخېر تاثير لري۔

دې وايي: " طالبانو ته هم دا پکار دي چې نړيوالو سره يې کومې ژمنې کړي دي هغه دې پوره کړي، دا د افغان ولس غوښتنه ده يوازې د نړيوالو غوښتنې نه دي چې بايد په دې موضوعاتو کې طالبان کار وکړي او مکاطب پرانیزي."

وي او ای ډیوه په دې حقله د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي څخه د وټس اپ د لارې رابطه وکړه خو د دې رپورټ د تیارېدو پورې يې څه جواب نه و ویلی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو وروسته د افغانستان بيا بحالۍ ټرسټ فنډ بند کړل شو او د دې هېواد سره بهرنې امداد ودرول شو کوم سره چې به د افغانستان حکومت 70 فيصده خرچې ترسره کېدلې۔

راپورونه ښايي چې د طالبانو واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې د مېرمنو هغه ټول حقونو متاثره شوي کوم چې په تېرو شلو کې ترلاسه کړی شوي وو۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG