لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:دپرو جمبو په سیاست باور نه لرو،امریکې اؤ چین سره یو شان غوره اړیکي غواړو


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه په داسې وخت کې په اوکراین د روس برید افسوسناک ګرځولی چې ددغه هیواد وزیراعظم عمران خان دیورپي یونین په غوښتنه په اوکراین د روسیې دبرید غندلو نه انکار کړی دی.

جنرال قمر جاوید باجوه وایي پاکستان د روس اؤ اوکراین په شخړه اندېښمن دی اؤ په اوکراین د روسې حمله دافسوس وړ ده.

اسلام اباد کې د"سیکورټي ډائیلاګ "په نوم راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې جنرال باجوه ویلي په اوکراین د روس حمله کې ګڼ شمیر وګړي وژل شوي دي ځکه نو دا جګړه ختمول پکار ده.

د جنرال باجوه په وینا د جایزو امنیتي ستونزو باوجود په یو وړوکي هیواد تیری له نظره نه شي غورځول کیدای،د اوکراین شخړه یوه ستره سانحه ده،د اوکراین په زرګونو خلک ووژلی شول،په لکونو بې کوره شول اؤ نیم هیواد یې تباه شو.

دپوځ مشر زیاته کړې ده پاکستان دپرو جمبو په سیاست باور نه لري اؤ دیو هیواد سره داړیکو په لرلو دبل هیواد سره اړیکي خرابول نه نه دي پکار.

نوموړي زیاته کړې ده چې چین سره دپاکستان دسي پیک تړون زیات مهم دی خو امریکا هم دپاکستان دایکسپورټ یو ستر مارکیټ دی اؤ "مونږ امریکې سره هم غوره اړیکي غواړو"

روس سره د اړیکو پراخولو او ورڅخه دمرستو ترلاسه کولو دپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره میاشت د مسکو دوره په داسې مهال کړې وه چې روسي ځواکونو په اوکراېن یرغل شروع کولو.

په اوکراېن د یرغل پسر په روس د نړیوالو بندیزونو باوجود عمران خان وویل پاکستان به د روس ته د ګېس او غنمو درامدات دوامداره ساتي.

روانه میاشت د ملګرو ملتونو په 193 غړو هېوادونو کې 141 ملکونو د یو قرارداد په حق کې رایې ورکړې چې پکې د روس غندنه شوي وه خو پاکستان ددغه قرارداد په حق کې د رایې ورکولو نه ډډه کړې وه.

پاکستان نه په اوکراین د روسیې دبرید غندلو دغوښتنې جواب کې وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ"تاسو زمونږ په اړه څه فکر کوئ؟ ایا مونږ ستاسو غلامان یو چې تاسو څه وایي مونږ به یې کوو؟"

روسیې سره دپاکستان داړیکو په هکله دپوځ سرلښکر جنرال باجوه وویل د یو شمیر علتونو له امله دپاکستان اؤ روسیې اړیکې تر ډیرې مودې سړې وي خو په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې غوره پرمختګ رامنځته شوی دی.

هغه ویلي مونږ دچین اؤ امریکې دواړو سره داسې غوره اؤ ښې اړېکې پراخول غواړو چې دیو هیواد له امله مو دبل سره اړېکې اغېزمنې نه شي.

که د پاکستان د نظر نه وکتل شي نو د 225 مېلینه ابادۍ لرونکی ملک چې اېټمي وسله هم لري د رقیب هیواد هندوستان سره دپوځي او اقتصادي تولې برابر ساتلو دپاره د امریکې په څېر نړیوال طاقت سره نزدې اړیکې اړینې ګڼي.

خو تیره ورځ وزیراعظم عمران خان اسلام اباد کې دسیکورټي ډائیلاګ په نوم راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې د امریکې له نوم اخستو پرته ویلي وؤ چې روسیې ته په سفر کولو ترې یو نړیوال طاقت خفه شوی اؤ غصه شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکې د سفارت ترمخه په 2021م کې په افغانستان کې د جنګ شروع کېدو نه وروسته امریکې پاکستان ته په پوځي او غیر پوځي مرسته کې 32.5 بېلین ډالر ور کړي دي.

خو ددې ترڅنګ چین او پاکستان هم د اوږدې مودې راهسې سیمه اييز اتحادیان دي اؤ په نزدې وختونو کې یې د سرمایه کارۍ، تجارتي او اقتصادي اړېکې نورې هم پراخه کړي دي.

د فرورۍ په میاشت کې په چین کې د ژمي اولېمپک لوبو د پرانستل کېدو په موقعه د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بېجنګ کې ؤ او په یو شمېر برخو کې یې چین سره د همکارۍ لوظنامې لاسلیک کړې وې چې پکې په خلايي تحقیق، ډېجیټل تېکنالوجۍ، ثقافت او تخنیکي مدونو کې همکاري شامله ده.

امریکې په سفارتي کچه د اولېمپک دستورې نه بایکاټ کړی و.

د امریکي په وېلسن سینټر کې د جنوبي اسیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمېن روانه میاشت وي او ای ته ویلي د امریکې په مقابل کې چین سره د پاکستان تعلقات مثبت رجحان لري او د امریکې او پاکستان داړیکو امکانات کمزوري ښکاري.

مایکل کوګلمېن وایي افغانستان هغه هنداره ده چې واشنګټن پکې پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته کتنه کوي.

مایکل کوګلمېن زیاتوي په پاکستان او په امریکا کې د یو بل په اړه د تندو بیانونو باوجود یو ملک هم په مستقل ډول د یو بل نه بېلېدل نه غواړي.

هغه وایي دا به غلطه خبره وي چې چین او د امریکې د نورو مخالفینو سره د پاکستان پراخیدونکې اړیکې واشنګټن سره د اسلام اباد د تعلق د ختمېدو علامت وګڼل شي.

هغه نظر لري چې اسلام اباد کې اوس هم امریکې سره د همکارۍ خواهش موجود دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG