د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې د ضلعې د پولیس مشر په دفتر وسله والو د لاسي بم حمله کړې چې پکې د دفتر په ساتنه مامور درې پولیس اهلکار زخمیان شوي دي.
د پوليسو په وينا، د ډي پي او په دفتر د هېنډ ګرېڼېډ د چاودنې وروسته سمدستي ډزې شوې او برید په شا وتمبول شو خو برید کوونکي له ډزو وروسته په تېښته کې بريالي شوي دي.
پوليسو د پېښې ځای ته اضافي ځواکونه لېږلي، او په ټوله سيمه کې امنيتي حالت سخت شوی دی.
په سمدستي ډول د حملې زمه داري چا نه ده منلې.
د ټانک د پولیسو دفتر انتهايي په حساسه سیمه کې موقیعت لري چې پکې هر وخت سخت امنیتي تدابیر او په لارو کې خنډانونه او کیمرې لګول شوي دي.
چارواکي وايي چې د ترهګرۍ د دغه پېښې د مخنيوي لپاره ځانګړي تدابير نيول شوي دي او ډېر ژر به په دغه پېښه کې ککړ کسان دنيول کېږي.
بلخوا، د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې وسله والو د اسسټنټ کمشنر شاولی خان سرکاري ګاډی سره د ډرایور او د دوو پولیس محافظانو تښتولی دی.
د شمالي وزیرستان د میرعلي تاڼې چارواکي وايي د ګاډي تښتولو دغه پېښه هغه وخت وشوه کله چې سرکاري ډبل کېبن په يو پټرول پمپ کې تېل اچول.
د دوی په وینا وسله والو د ګاډي سره يوځای ډرایور او دوه پوليس ساتونکي تښتولي دي.
د دوی وینا ده چې اسسټنټ کمشنر په موټر کې موجود نه و. د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره لټون عمليات روان دي، او په سيمه کې امنيتي ګامونه نور هم سخت شوي دي.
تر دې مهال چا زمه داري نه ده منلې.
څېړونکي او مقامي خلک د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د امن او امان صورتحال د تشویش وړ بلي.
د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي چې خپله هم د صوبې د جنوبې ضلعې ډېره اسماعیل خان دی ويلي، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي.
Forum