لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس وایي‌ د ډزبندۍ لپاره د دوی د وړاندیزونو په اړه د اسرایل جواب یې تر لاسه کړ


د حماس مرستیال مشر خلیل الحیا
د حماس مرستیال مشر خلیل الحیا

په غزه پټۍ کې د حماس ډلې مرستیال مشر په یوه بیان کې ویلي، د شنبې- خالي په ورځ یې د ډزبندۍ لپاره د دوی وروستي وړاندیز ته د اسرایلي حکومت رسمي جواب تر لاسه کړی او تر جواب ورکولو مخکې به یې مطالعه کړي.

د حماس مرستیال مشر خلیل الحیا چې اوس په قطر کې اوسیږي، د خپلې ډلې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویلي:

"حماس نن د صیهونیسټي قبضې رسمي غبرګون تر لاسه کړ چې د اپرېل په دیارلسمه د مصر او قطر منځګړو ته سپارل شوی وو".

په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې تر شپږ نیمو میاشتو زیاته موده شوه خو د اوږدې ډزبندۍ لپاره خبرې اترې په ټپه ولاړې دي ځکه چې حماس پر خپلو غوښتنو ټینګ ولاړ دی او وایي هر ډول تړون به هغه وخت کیږي چې جګړه ودرېږي.

د مصر یوه پلاوي د جمعې په ورځ له اسرایلي چارواکو سره د خبرو لپاره اسرایل ته سفر وکړ، چې مقصد یې د جګړې د ختمولو او له حماس ډلې سره د پاته یرغمل شویو کسانو د بیرته را خوشي کولو لپاره د خبرو بیا پیل کولو ته یوه لاره برابرول دي.

یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، اسرایل د خبرو لپاره کوم نوی وړاندیز نه لري، خو وایي د یوې محدودې ډزبندۍ په اړه غور کولو ته تیار دي چې په بنیاد به یې حماس د 40 یرغملو پر ځای- چې مخکې پرې بحث روان وو- 33 یرغمل خوشي شي

د پنجشنبې- زیارت په ورځ امریکې او 17 نورو هیوادونو له حماس ډلې وغوښتل چې د بحران ختمولو ته د یوې لارې جوړولو لپاره له ځان سره ساتلي ټول یرغمل کړي کسان خوشي کړي.

حماس مخکې ویلي وو نړیوال فشار ته به غاړه نه ږدي خو د جمعې په ورځ یې په یوه بیان کې ویلي چې "د هر هغه نظر یا وړاندیز لپاره تیار یو چې زموږ د خلکو اړتیاوې او حقونه په پام کې ونیسي."

خو حماس پر خپلو مهمو غوښتنو ټینګار کوي چې اسرایل رد کړې دي او د امریکې او نورو هېوادونو پر خپره شوې ګډه اعلامیه یې نیوکې کړې دي چې وایي د دایمي ډزبندۍ او له غزې پټۍ د اسرایلي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې نه ده کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن د جمعې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولو او د پاته یرغمل شویو کسانو د بیرته را خوشي کولو په برخه کې یې په خبرو کې نوی حرکت لیدلی دی.

د امریکې اکسیووس رسنۍ د دوو اسرایلي چارواکو په حواله رپوټ کې ویلي، اسرایل د جمعې په ورځ مصري منځګړو ته وویل دوی چمتو دي چې درېدلو خبرو اترو ته "یوه وروستۍ موقع" ورکړي او په رفح کې تر عملیاتو مخکې له حماس سره یو تړون ته ورسیږي.

د غزې پټۍ رفح ښار د شاوخوا یو میلین خلکو لپاره وروستی د پناه ځای دی، په دې ځای کې هغه فلسطینیان په کېمپونو کې مېشت دي چې اسرایلي ځواکونو د بمباریو له کبله هلته کډه شوي دي.

امریکا او غربي نړۍ بیا بیا له اسرایلي حکومته غواړي چې په رفح کې له عملیاتو ډډه وکړي، خو د اسرایل وزیراعظم هم په تکرار سره ټینګار کوي چې د حماس د بشپړ ځپلو لپاره به خامخا په رفح کې مځکني عملیات کوي.

په رفح کې د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر یوه کور د اسرایلي ځواکونو په تازه هوايي برید کې لږ تر لږه پینځه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل برید کړی وو او د چارواکو په وینا ‍1,200 تنه یې وژلي او 250 یې یرغمل کړي وو. اسرایلي چارواکي وایي په یرغمل کړو کې 100 ژوندي لا هم د حماس په ولکه کې دي او تر 30 زیاتو کسانو مړي په غزه کې دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي فلسطینیان تر 34,300 زیات شوي او تر 77,200 ټپیان شوي دي، چې زیات پکې ښځې او ماشومان دي خو په وژل شویو او ټپیانو کې یې د وسلوالو او عامو خلکو شمېر جلا نه دی ښوولی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG