لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د پولیو ضد وروستني کېمپېن په مهال تر ټولو زیات انکاریان په پېښور کې وو


د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې شمېرو ترمخه د صوبې سر ښار پېښور کې تر ټولو سېوا 9413 انکاريان رپورټ شوي دي۔ په بنو او مردان کې دوه دوه زره انکاريان رپورټ شوي دي خو په مومندو ضلع کې يو انکاري تن هم نۀ دی رپورټ شوی
د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې شمېرو ترمخه د صوبې سر ښار پېښور کې تر ټولو سېوا 9413 انکاريان رپورټ شوي دي۔ په بنو او مردان کې دوه دوه زره انکاريان رپورټ شوي دي خو په مومندو ضلع کې يو انکاري تن هم نۀ دی رپورټ شوی

خېبرپښتونخوا کې تېر شوي پوليو کېمپېن کې 65 زره ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي نه دي رسيدلي۔ د پوليو د مخنيوي ادارې شمېرو ترمخه صوبه کې 17182 انکاري خلک رپورټ شوي دي ولي 47717 ماشومان د کورونو نه بهر وو.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې شمېرو ترمخه د صوبې سر ښار پېښور کې تر ټولو سېوا 9413 انکاريان رپورټ شوي دي۔ په بنو او مردان کې دوه دوه زره انکاريان رپورټ شوي دي خو په مومندو ضلع کې يو انکاري تن هم نۀ دی رپورټ شوی۔

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وي او ای ډيوه ته ویلي د صوبې جنوبي ضلعو کې تير کال راهسې د پوليو واېرس پنجې ښخې کړي او همدغه وجه ده چې زياتره توجه یې دغو سېمو ته کړې ده.

عبدالباسط وایي'' د پولیو پروګرام کامیابي په دي منحصره ده چې په سوېلي ضلعو کې څومره ښه کېمپېن شوی دی. ځکه چې دغه سېمو نه په هغه وخت کې هم پولیو مثبت پېښې رپورټ شوي دي کله چې په ټوله صوبه کې ښه کمپاېنونه به کېدل. په سوېلي ضلعو کې د صحت، انتظامیې او نورې ډېري دي چې د هغې په وجه مونږ ته یو چېلنج دی. دا هم یوه وجه ده چې مونږ په دغه ضلع توجه هم زیاته ده''.

د اکتوبر په 21 مه نيټه خېبرپښتونخوا په 13 ضلعو کې خصوصي پوليو کېمپېن شوی و چې پکې 31 لکه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو هدف وؤ۔ د صحت ماهرين وایي دغه کېمپېن کې 99 فیصد ماشومانو ته پوليو د مخنيوي څاڅکي رسيدلي دي خو بيا هم 64 زره ماشومان پاتې کيدل د پوليو واېرس خوريدو لپاره خطر جوړيدی شي۔

د چارسدې ضلعي صحت مشر ډاکټر محمد ادريس وایي د انکاري خلکو په پرتله اوس په کورونو کې غېر موجود ماشومان زيات رپورټ کيږې کوم چې د يوې سېمې نه بل ځائي ته تګ کوي او په ممکنه توګه واېرس منتقل کوي۔

ډاکټر محمد ادريس وایي '' د پولیو واېرس د خورېدو مخنیوي لپاره پکار ده چې هر ماشوم وېکسین شي. پخوا به د پولیو قطرو نه انکاري خلک د اوس په پرتله دوه چنده سېوا وۇ، په دي کې څه خلک د پولیو قطري د ماشوم صحت خرابولو سره تړي او څه هسې ماشومان وېکسین کول نه غواړي. داسې خلک مونږ په یو ډول هم قانع نه کړل. پکار ده چې دا خلک هم ماشومان د پولیو په ضد وېکسین کړي چې دغه واېرس په مکمله توګه ختم شي''.

خېبرپښتونخوا کې د روستني پوليو کېمپېن په اړه د ايمرجنسي آپريشن مرکز شمېرو ترمخه ډي آئي خان او ټانک ضلعو کې 106 فیصد ماشومان وېکسېن شوي دي۔ په خېبر، مردان، نوښار،صوابۍ او شمالي وزيريستان کې 99 فیصد ماشومانو ته پوليو ضد قطري شوي دي۔

عبدالباسط وایي که چېرې خېبرپښتونخوا کې د پوليو واېرس لپاره خطرناکې سېمو کې ښه کمپاېنونه اوکړي شې نو د پاکستان په نورو سېمو کې هم پوليو واېرس مخنيوي کيدائي شي۔

عبدالباسط وائي '' په پولیو واېرس مخنیوي کې تر ټولو لويی چېلنج پښتنو ته دی. که مونږ سوېلي او باقي پاتې پښتونخوا د دغه واېرس څخه پاکه کړو نو د دي به نیغ په نیغ اثر په کراچۍ، لاهور په اسلام آباد سره سره په افغانستان هم پرېوځي. نو دا د یو قوم په هیث پښتنو ته یوه ستونزه راپېښه ده دغه واېرس څخه ځان خلاص کړو او دا ناروغي په یو وارې د دنیا نه ختمه کړو''.

څرګنده دي وي چې سږکال 2021 کې پاکستان نه د پوليو واېرس يوه مثبت پېښه رپورټ شوېده۔ خېبرپښتونخوا کې تېرو شپاړلسو مياشتو راهسې پوليو کېس نه دي رپورټ شوې۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG