لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په خېبر پښتونخوا کې فعالان وايي د کرونا وایرس له امله د جینکو په تعلیم منفي اثر شوی


 په پېښور کې د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکې ګلالۍ وايي چې وخت په وخت د تعليمي ادارو بندېدو سره د جينکو تعليم ډير اغيزمن شوی دی او د تعلیمي ادارو د بيا پرانېستل کېدو باوجود هم زياتره جينکۍ په کورونو کښېنول شوي دي
 په پېښور کې د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکې ګلالۍ وايي چې وخت په وخت د تعليمي ادارو بندېدو سره د جينکو تعليم ډير اغيزمن شوی دی او د تعلیمي ادارو د بيا پرانېستل کېدو باوجود هم زياتره جينکۍ په کورونو کښېنول شوي دي

په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو کار کوونکي وايي د کرونا وبا د خورېدو له امله د جينکو تعليم، د صحت او د علاج سهولتونو ته لاس رسايي متاثره شوې۔

فعالان وايي چې د وبا د خوريدو له کبله لګول شوي لاک ډاون په نتيجه کې که يو خوا د زياتره جينکو تعليم نيګړی پاتې شوی نو بلخوا يو شمېر مېرمنې د معاش ګټلو نه هم محرومه شوي دي۔

په پېښور کې د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکې ګلالۍ وايي چې وخت په وخت د تعليمي ادارو بندېدو سره د جينکو تعليم ډير اغيزمن شوی دی او د تعلیمي ادارو د بيا پرانېستل کېدو باوجود هم زياتره جينکۍ په کورونو کښېنول شوي دي۔

" زمونږه په کلو کې د وړو جينکو تعليم ته توجو نه ورکول کېږي، نو اوس چې دا صورت حال پېدا شو چې ماشومان يو کال په کورونو کې ناست وو نو يو خو دا وشوه چې هغوی د کورونو په کارونو کې بوخت وو او خلکو ته فارغه ښکاري نو دا جينکۍ چې هسې هم کورونو کې ناستې وي نو خلک وايي چې دا خو واده کړې"

د منصوبه بندۍ مرکزي وزير اسد عمر په ورستیو ورځو کې مطبوعاتو ته ويلي وو چې پاکستان کې د کرونا وايرس د خورېدو د لاسه د دوه کروړو نه زیات تنان بې روزګاره شوي دي خو د لاک ډاون ختمېدو سره دغه شمېرو خواوشا ديرش لکو ته راکمه شوې ده۔

د هوا لور نومې غېر دولتي ادارېکار کوونکې میشه کلثوم وايي چې کارخانو، شخصې سکولونو او غير دولتي ادارو کې يو شمېر کار کونکې ښځې د کرونا وبا د خورېدو وروسته بې روزګاره شوي دي او بيا ډېرو کمو مېرمنو ته د معاش ګټلو موقع په لاس ورغلې۔

" ډېر داسې سکولونه دي چې ماشومانو نه يې فيسونه اخېستي خو استازانو ته يې تنخوا نه ده ورکړې او وجه ورته دا ښايي چې تاسو خو نوکري نه وه کړې په دې وخت کې، او بيا چې کوم استاز نه رضا کېږي دوئ سره نو ورته وايي چې تاسو تللې شۍ، نو په کارخانو کې چې کومې مېرمنې وې، په کورونو کې کارونه کول، په سکولونو کې نوکرې کولې نو هغه ټولې ډېرې اغېزمن شوي دي"

په هېواد کې د کرونا وبا خورېدو وروسته په هسپتالونو کې د عامو ناروغو د علاج څانګې او او پي ډيانې هم تړلې شوې وې چې له وجې يې مېرمنو ته په علاج کې ستونزې مخې ته ورتللې۔

د پېښور ايل ار ايچ يا لېډي ريډنګ هسپتال کې د سېنې د مرضونو ډاکټره شمائله جاوېد وايي چې د کرونا وبا له کبله د طبي عملې ډيوټي د نور کله په پرتله ډېره سخته شوې وې وه چې له امله يې د ذهني فشار سره مخ وو، نوموړي وايي د سختو حالاتو باوجود هم طبي عملې کوشش کړی چې مېرمنو ته د علاج په لړ کې اسانتياوې ورکړي۔" دا هم د دباو خبره وي چې تاسو په هسپتال کې نوکري کوې او بيا کور ته ځۍ نو دا فکر به وي در سره چې دا وايرس کور ته وېنسم او هلته څوک ناروغه نه کړم نو دا هم د ذهني فشار يوه وجه وي، نو مونږه سره د خپل زان د متاثره کېدل او بيا د کور والوو د متاثره کولو فکر هم وي او بيا په دغه ماحول کې د کرونا مريضانو علاج کول هم وي نو جسماني ستړې والې خو و خو بيا ذهني دباو سره هم مونږه ټول مخ وو"

ماهرين وايي د وبا په مهال د جينکو د تعليم پريښودو او د کارخانو ترڅنګ د بېلا بېلو ادارو نه وېستلې شويو مېرمنو په اړه حکومت بايد کره شمېرې راغونډي کړي او د هغوئ د تعليم او دوباره نوکرو د پاره زمينه برابره کړي کوم سره چې په ټولنه کې مېرمنو زياتره مسلې حل کېدلې شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG