لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۱۶ بې درکه کویلې کارکوونکو مړي په دره ادم خیلو کې په اجتماعي قبر کې موندل شوي


د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو
د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو

د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د کویلې د ۱۶ بې درکه کارکونکو مړي په دره ادم خېلو کې په اجتماعی قبر کې موندل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو او مړي یې د دره ادم خیلو په کاله خيل سیمه کې موندل شوي دي.

ښاغلي یوسفزۍ وویل د مړه شویو کارکوونکو جسدونه شانګلې ته د رسېدو نه پس به یې د خالي، شنبې، په ورځ په د شانګلې مرکز الپورۍ کې اجتماعي جنازه ادا کولی شي.

هغه وویل حکومت به د مړه شویو کسانو کورنیو ته لس لس لکه روپۍ ورکوي.

د جمعې د شپې نا وخته پورې احتجاج کوونکو د کارکوونکو مړي شانګلې ته نه وو روان کړي او غوښتنه یې کولې چې وزیراعلا محمود خان دې ورسره وویني.

خو شورت یوسفزۍ په دې اړه څه ونه وېل.

د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان د سرچینو له قوله وايي چې د کومو ۱۶ کسانو مړي چې موندل شوي د ۳۲ کسانو په هغه ډله کې شامل وو چې په ۲۰۱۱ کې وتښتول شو خو ۱۶ پکې بېرته راغلي وو او دغه کسان تر دا مهال لا درکه وو.

د دوی د تښتولو او یا د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو کوم په وخت کې چې دوی نیول شوي وو نو وېل کېږي چې دغه مهال په سیمه کې یو شمېر وسله والې ډلې فعاله وې.

د خېبرپښتونخوا د محنت وزیر شوکت یوسفزۍ په خپل وډیو پېغام کې هم څه ونه وېل چې د کویلې دغه کارکونکي به چا تښتولي او وژلي وي؟ او یا دا چې ایا حکومت به په دې اړه څه تحقیقات کوي او که نا؟

د کویلې د کارکوونکو د مړو موندل کېدو په اړه په سیمه کې د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان څه تفصیل د نوشیروان قلندر سره شریک کړی دلته یې اورېدلی شي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
Direct link


  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG