لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي مردان، نوښار، پيښور، خېبر او ځینې جنوبي ضلعې د پوليو وايرس لپاره خطرناکې سېمې بولي


پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس لا هم شتون لري
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس لا هم شتون لري

د پولیو د مخنیوي دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت د خصوصي ډلې یا ټاسک فورس په غونډه کې مردان، نوښار، پيښور، خېبر او د صوبې ځینې جنوبي ضلعې د پوليو وايرس لپاره خطرناکې سېمې بلل شوي دي او په دغو سېمو کې د پوليو کېمپين د معیار په ښه کولو زور واچول شو.

په پيښور کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا د چيف سيکټري په مشرۍ کې د ټاسک فورس غونډه وشوه۔

د ټاسک فورس په غونډه کې په صوبه کې راتلونکي پوليو مهم کاميابولو او د پوليو وايرس په لار کې ممکن خنډانونه لري کولو پلان جوړ کړی شو۔ د صحت وزير تيمور سليم جهګړا، د پوليو د مخنيوي صوبایي مشرانو، ډويژنل کمشنرانو او ډپټي کمشنرانو د ټاسک فورس په غونډه کې ګډون وکړو۔

د غونډې په حقله د چارسدې ډپټي کمشنرعديل شاه وي اوای ډيوه ته وايي " د اعلي چارواکو لخوا په خېبرپښتونخوا ډيره توجه ده۔ په دغه غنډه کې د صوبې په جنوبي او شمالي ضلعو کې دپوليو لپاره په خنډانونو غور شوی۔ صوبه کې تير شوی پوليو کېمپين ښه شوی او دي ځل هم مونږ ته ويلي شوي چې د پوليو مهم کوالټي همداسې وساتي۔ کېمپين په وخت ماشومانو ته د دروغو ګتې په نخښه کولو نه دي ډډه وکړی شي اود وېکسين کوالټي دې خرابه نشي۔ مونږ هم په ضلع کې خپلو همکارانو ته دغه هدايات جاري کړي دي"۔

صوبائي ټاسک فورس غنډه کې د خېبرپښتونخوا مردان، نوښار، پيښور، خېبر او جنوبي ځيني ضلعې د پوليو وايرس لپاره خطرناکې سېمې ګرځولي او په دغه سېمو کې د پوليو کېمپين کوالټي ساتلو باندي زيات زور راوړی دی۔ ټاسک فورس غنډي ته اعلي چارواکو ويلي چې صحت محکمه د پوليو وايرس په مخنيوي زياته توانائي مصرف کوي۔ که چري پوليو وايرس ختم شي نو محکمې ته به د صحت په نورو شعبو توجه ورکولو موقع ملاؤ شي۔

د ټاسک فورس په غونډه کې د خېبرپښتونخوا متعلقه چارواکو ته د تير شوي پوليو مهمونو په پرتله د راتلونکي کېمپېن د نور زيات مؤثره کولو هدايات ورکړی شوو۔ د صوبې ډپټي کمشنران چې په ضلعو کې د پوليو پروګرام مشري کوي، هغوي ته وويل شو چې د کېمپين نه وړاندي د پوليوټيمانو تربيت اوټولې تيارياني پوره کړي چې راتونکي پوليو کېمپين کې هر ماشومان ته پوليو څاڅکي ورسي۔

ډپټي کمشنر عديل شاه وایي " ټاسک فورس کې په دې خبره ډير غور شوی چې پوليو وايرس ټوله نړۍ کې ختم شوی او يواځي دلته شتون لري۔ که چرې مونږ پوليو وايرس ختم کړو نو د صحت په نورو ضرورتونو به توجه ورکړو۔ دلته د ماشومانو صحت ستونزه ده، د خيچنو اوبو ستونزه ده۔ ټاسک فورس غنډه کې وېلي شوي چې سږ کال تر دې دمه د پوليو کم کېسونه رپورټ شوي او کوښښ به کوؤ چې صوبه د پوليو وايرس څخه همداسې پاکه وساتو"۔

په ۲۰۲۰م کې پاکستان نه د پوليو وايرس ړومبي ډول ۸۴ او دويم ډول ۱۳۵ پيښې رپورټ شوې وې۔ په ياد کال بلوچستان کې تر ټولو سېوا ۲۶ کيسونه رپورټ شوي وو۔ د سنده او خېبرپښتونخوا نه ۲۲، ۲۲ او پنجاب نه ۱۴ مثبت پېښې رپورټ شوې وې۔

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس لا هم شتون لري۔

پاکستان نه په ۲۰۲۱م کې تر دې دمه د پوليو وايرس ړومبي ډول ۱ او دويم ډول ۶ کېسونه رپورټ شوي دي چې يو پکښي د خېبرپښتونخوا نوښار نه راغلي دی۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG