لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله د ښځو ناروغه کېدل او مړینا زیات شوي 


بلخوا صوبايي حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره په هغه سېمو کې د سمارټ لاک ډاون لګولی چېرته چې د کرونا وايرس مثبت پېښو شرح سېوا ده، حکومت په ماسک نه لګولو جرمانه هم لګوي او خالي او اتوار په ورځوکې عام مارکېټونو او د سورلو ګاډي د بند ساتلو احکامات یې هم جاري کړي دي
بلخوا صوبايي حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره په هغه سېمو کې د سمارټ لاک ډاون لګولی چېرته چې د کرونا وايرس مثبت پېښو شرح سېوا ده، حکومت په ماسک نه لګولو جرمانه هم لګوي او خالي او اتوار په ورځوکې عام مارکېټونو او د سورلو ګاډي د بند ساتلو احکامات یې هم جاري کړي دي

په خېبر پښتونخوا کې دطبي چارو پوهان وايي چې د کرونا وبا د نورو څپو په پرتله د درېمې څپې په مهال د سړو په مقابل کې مېرمنې په زيات تعداد کې د دې نارغۍ نه ژوند د لاسه ورکوي چې لوی علت يې د سړو د احتياط نه کار نه اخېستل ښکاري.

بلخوا صوبايي حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره په هغه سېمو کې د سمارټ لاک ډاون لګولی چېرته چې د کرونا وايرس مثبت پېښو شرح سېوا ده، حکومت په ماسک نه لګولو جرمانه هم لګوي او خالي او اتوار په ورځوکې عام مارکېټونو او د سورلو ګاډي د بند ساتلو احکامات یې هم جاري کړي دي۔

د مردان مېډيکل کمپلکس ډاکټر جمال ناصر وي او ای ډيوه ته وويل که يو خوا په ټولنه کې د اکثره سړو قوت مدافعت د ښځو په نسبت مظبوط شوی نو بلخوا د سړو د احتياط نه کولو له وجې دغه وايرس دهغوۍ د کورنۍ مېرمنې تېزۍ سره ناروغه کوي۔

ډاکټر جمال ناصر وویل کوم نارينه بهر ګرځي او احتياط نه کوي نو چې ناروغه شي او کور ته لاړ شي نو دا امکان وي چې په کور کې مېرمنې ناروغه کړي، نو د دې وجې نه د هغوئ (مېر منو) په هسپتالونو کې داخله سېوا شوې او د هغوئ د مړه کېدو شرح هم سېوا شوې. " کوم چې حامله مېرمنې دي نو مونږه سره دا ځل هغوئ هم شته په هسپتال کي."

د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې شمېرو ترمخه په تير يو شواروز کې د کرونا وايرس نه 33 تنان مړه شوي او 1294 کسان د وایرس نه ناروغه شوي.

شمېرې ښايي چې د صوبې په کچه د دغه رنځ نه د مړه شويو تنانو تعداد 2651 ته رسېدلې او تر اوسه پورې يې په مجومعي توګه 99 زره او څه کم 600 تنان ناروغه کړي۔

د تحت بهايي سېمې مختيار علي چې څوورځې وړاندې يې مور د کرونا ناوغۍ نه مړه شوي وايي په هسپتالونو کې د سړو په پرتله د مېرمنو تيمارداري کول مشکل وي ځکه چې د يو مېرمنې د خدمت له پاره د دريو نه تر څلورو ښځو ضرورت وي۔

مختارغلي وايي خلک باید هسپتال ته د رسېدو نه وړاندې د احتياط نه کار واخلي چې د دغه ستونزو سره مخامخ نه شي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د تېرو 24 ګنټو په مهال د کرونا وايرس نه 33 تنان مړه شوي او 1294نور کسان دې وایرس ناروغه کړي دي.

د پاکستان د ترقۍ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د اپرېل په 12 مه په خپل يو ټويټ کې ويلي چې د اېن سي او سي په ننۍ غونډه کې يې د کرونا ناروغۍ د خورېدو جایزه اخېستې او مالومه شوې چې په ايس او پيز يا سپارښتنو کم عمل کېږي او د مريضانو دباؤ په هسپتالونو سېوا کېږي، نوموړي زياته کړې چې انتظاميي ته احتياطي ګامونو عملي کولو د پاره ويلي شوي چې صورت حال تشويش ناک حد ته و نه رسي۔

د پاکستان مرکزي حکومت د شمېرو ترمخه، په ټول هېواد کې د کرونا وايرس نه تر اوسه پورې 7 لکه 25 زره او څه د پاسه 600 تنان ناروغه شوي او 15501 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG