لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت: د بچت په غرض دې حکومتي کارکوونکي د جمعې په ورځ د کور نه کار کوي


عام ولس وايي چې په هفته کې د دوو ورځو د رخصت له امله به يې په حکومتي دفترونو کې کارونه ځنډېدل او ورستۍ فېصله به يې به حکومتي دفترونو کې مشکلات نور هم سېوا کړي
عام ولس وايي چې په هفته کې د دوو ورځو د رخصت له امله به يې په حکومتي دفترونو کې کارونه ځنډېدل او ورستۍ فېصله به يې به حکومتي دفترونو کې مشکلات نور هم سېوا کړي

د بجلۍ او تېلو خرچ د کمولو په عرض د خېبر پښتونخوا کابينې فېصله کړې چې د جمعې په ورځ به سرکاري ملازمين د کورونو څخه کار کوي.

د اقتصادي چارو پوهان د صوبايي حکومت دا پرېکړا نا سمه بولي وايي چې دې سره حکومت خپل مطلوبه بچت نه شي ترلاسه کولې بلکې د قوم پېسه به ورسره ضايع کېږي.

بلخوا عام ولس وايي چې په هفته کې د دوو ورځو د رخصت له امله به يې په حکومتي دفترونو کې کارونه ځنډېدل او ورستۍ فېصله به يې به حکومتي دفترونو کې مشکلات نور هم سېوا کړي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د اخراجاتو کمولو په عرض د مالي کال 2022-23 په بجټ کې د نويو اصلاحاتو خبره کړې ده.

په دغه اصلاحاتو کې دا خبره هم شامل ده چې سرکاري ملازمين به وار په وار د جمعې په ورځ د کورونو څخه کار کوي۔

په دې حقله په اسلام اباد کې د قايد اعظم پوهنتون د معاشياتو د څانګې اېسوسي اېټ پروفېسر انور شاه وي او ای ډيوه ته وايي چې د حکومت دې ګام سره به د بچت پر ځای د قوم پېسو ته زيان ورسي.

هغه وويل: " ته چې خلکو له تنخوا ورکوې او بيا هغوی ته انډايريکټ دا موقع ورکوې چې درېمه چوټي هم وکړي، نو د جمع په ورځ د دې تجربې کولو زما په خيال ناکامي به يې زياته وي او په کتابونو کې خو به دوی وايي چې مونږه بچت وکړو خو په اصل کې د قوم پېسه به ضايعه شي"

نوموړي دا هم وويل چې د جمعې په ورځ خو د وړاندې نه په نيمه ورځ کې چټي کېږي، هغه وايي دا تجربه په يو څو محکمو کې پکار ده او هغه هم د جمعې په ورځ نه بلکې په بدله ورځ۔

د خېبر پښتونخوا حکومت په بجټ کې د سرکاري ملازمينو اېکزېکټيو الاونس د کار کردګۍ په بنياد الاونس ورکولو کې بدل کړی دی۔

په بجټ کې دا هم شامل کړل شوي چې ملازمينو ته سرکاري تېلو ورکولو لپاره به خصوصي کارډ ورکول کېږې چې مقصد يې په غېر قانوني توګه د مقرره حد نه سېوا تېلو اچلو مخنيوی کول دي۔

د مردان يو سرکاري ملازم محمد وصال وي او ای ډيوه ته وايي چې د وړاندې نه سرکاري افسران په دفترونو کې کم مېلاويږي او چې دا پريکړا عملي کړل شي نو دې سره به په دفترونو کې کارونه په ټپه ودرېږي۔ هغه وايي حکومت بايد د دې ګام پر ځای نورې خرچې کمې کړي۔

نوموړي زياته کړه: "چې مخکې به مونږه دفترونو ته لاړو نو د هفتي او اتوار په ورځ د رخصت وجې نه به د مشلاتو سره مخ وو خو اوس صوبايي حکومت چې د ورک فرام هوم يا د کوره کار کولو وايي نو دې سره به مشکلات نور هم سېوا شي ځکه چې که مونږه دفترو ته ورځو او هغه افسران موجود نه وي کارونه به مو نه کېږي او دې سره به د کار بوج هم سېوا کېږي او زمونږه کارونه به ډېر وخت اخلي."

د بجټ اجلاس په مهال د خېبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزير تېمور سليم جګړا ويلي چې د تېلو او بجلۍ په مد کې د خرچو کمولو په عرض صوبايي کابينې پرېکړه کړې چې د سرکاري محکمو ځينې ملازمين به د جمعې په ورځ د کورنو څخه کار کوي.

"وزير اعلی صېب او کابينې په اصولي توګه د جمع په ورځ د کور نه د کار کولو پاليسي منظوره کړېده چې د هغې تفصيل به وروستو مخې ته راوړل شي، هغه دفترونه چرته چې د ټولې عملې د جمع په ورځ د راتلو ضرورت نه وي نو په نمبر وارۍ به کمه عمله راځي چې د هغې سره به د پټرولو او بجلۍ په خرچه کې بچت کېږي او زمونږه د دې اقدام سره د دوو نه تر پنځه اربه روپۍ بچ کېدلې شي"

ياده دې وي د موجوده وفاقي حکومت دوران د تېلو نرخونه زيات کړل شوي دي او د يو ليټر پېټرولو نرخ نزدې 210 روپو ته رسېدلې دی او دغه شان د بجلۍ په نرخونو کې زياتوالې راغلې چې اوس مهال د بجلۍ يو يونټ خواوشا 24 روپۍ جوړېږي۔

حکومت د وړاندي نه د خرچو کمولو په غرض د ځينو سرکاري افسرانو د پټرولو په استعمال د دیرش فیصده نه سېوا کټ لګولی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG