لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: دپښتونخوا حکومت هم خپلو خلکو ته د پنجاب په څېر ویړیا بجلی ورکولی شي


اقتصادي او سياسي چارو پوهان وايي خېبر پښتونخوا د اوبو نه ترټولو زياته او ارزانه بجلي پېدا کوي، بايد وفاقي حکومت د تېلو په مد کې د صوبې په خلکو ټيکس ختم کړي او صوبايي حکومت دې د پنجاب په څېر خلکو ته د بجلۍ څه مقدار ويړيا کړي
اقتصادي او سياسي چارو پوهان وايي خېبر پښتونخوا د اوبو نه ترټولو زياته او ارزانه بجلي پېدا کوي، بايد وفاقي حکومت د تېلو په مد کې د صوبې په خلکو ټيکس ختم کړي او صوبايي حکومت دې د پنجاب په څېر خلکو ته د بجلۍ څه مقدار ويړيا کړي

د اقتصادي او سياسي چارو پوهان وايي چې د پنجاب صوبايي حکومت خپلو خلکو ته د بجلۍ 100 يونټه ويړيا ورکوي د هغې په څېر د خېبر پښتونخوا حکومت دې هم عام ولس ته د بجلۍ په مد کې ريليف ورکړي۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت دريځ لري چې د پنجاب صوبايي حکومت دغه ويړيا د بجلۍ يونټې په ضمني ټاکنو کې د ووټونو اخستو لپاره خلکو ته ورکوي او دا چې ددې په مد کې کومه خساره وشي نو هغه به وفاقي حکومت د ټېکسونو لګولو په صورت کې د ټولو صوبو د ولس نه د پنجاب لپاره پوره کوي۔

اقتصادي او سياسي چارو پوهان وايي خېبر پښتونخوا د اوبو نه ترټولو زياته او ارزانه بجلي پېدا کوي، بايد وفاقي حکومت د تېلو په مد کې د صوبې په خلکو ټيکس ختم کړي او صوبايي حکومت دې د پنجاب په څېر خلکو ته د بجلۍ څه مقدار ويړيا کړي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د معاشياتو د څانګې استاد پروفېسر زلاکت خان وي او ای ډيوه ته وايي د پنجاب په څېر نورې صوبې هم خلکو ته د ريليف ورکولو اختيار لري۔

نوموړي دا هم وويل که پنجاب دا ورکوي نو دا به د قابل تقسيم محاصل يا فېډرل ډيويزاېبل پول څخه نه ورکوي بلکې دا به د خپلو وسيلو نه ورکوي د کوم چې هغوی ته اختيار شته او که نورې صوبې داسې کول غواړي نو کولی شي په هغوی هم څه پابندي نشته۔

د مطبوعاتو ترمخه د پنجاب وزيراعلا حمزه شهباز شريف تېره ورځ اعلان کړی چې په کورونو کې د 100 يونټو پورې د بجلۍ مصرفوونکو صارفينو ته به ويړيا بجلي ورکولی شي۔

نوموړي ويلي چې د پنجاب حکومت په دې مد کې 100 اربه روپۍ اېښودي او دې څخه به 90 لکو کورنیو ته ګټه رسېږي۔

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان ډيوه وايي خېبر پښتونخوا د اوبو نه بجلي پېدا کوي نو پکار ده چې وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا ولس لپاره د بجلۍ بلونو نه د تېلو ټېکس ختم کړي او صوبايي حکومت خلکو ته د ويړيا يونټو ورکولو لپاره ګامونه واخلي۔

نوموړي زياته کړه د فيول پرايس اېډجسمنټ په مد کې چې کومې پېسې اخېستل کېږي هغه د تېلو نه د بجلۍ پېدا کولو ټېکس دی او د تېلو نه زمونږ بجلي نه پېدا کېږي بلکې د اوبو نه پېدا کېږي نو هغه هم يو زياتی دی۔

مشتاق احمد خان ډيوه ته دا هم وويل " 600 اربه روپۍ وفاق زمونږ مقروض دی، دوی (خېبر پښتونخوا حکومت) اوس هم چې دا کوشش وکړي نو دا بلکل ممکن ده چې دوی د واپډا نه مفته بجلي واخلي او بيا دې هغوی ته ووايي چې دا زمونږ په قرض کې اېډجسټ حساب يا کړئ"

د خېبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزير تېمور سليم جګړا د پنجاب حکومت لخوا خلکو ته د بجلۍ په استعمال کې رعايت ورکول په ضمني ټاکنو کې د کاميابۍ يو چال بللی او ويلي یې دي چې په دې مد کې راتلونکې خساره به وفاق د نورو صوبو د ولس څخه پوره کوي.

نوموړي دا هم ويلي چې تېر وفاقي حکومت په تېلو او بجلۍ ريليف ټولو صوبو ته ورکړی و۔

تېمور سليم جګړا وي او ای ډیوه سره خبرو کې وويل: " په بجټ کې دا خبره نه ده شوې او دوی به د بجټ نه سېوا پېسې لګوي، د بجټ نه چې سېوا پېسې لګوي نو دا د ايي ايم ايف سره زمونږ معاهده ده چې د ملک خساره کمېدای نه شي او تاسو به 150 اربه روپۍ نورې لګوئ نو بيا به د پنجاب پر ځای دا 150 اربه روپۍ وفاق برابروي او وفاق به يې هم په نورو صوبو د ټېکسونو لګولو نه پوره کوي"

نوموړي زياته کړه چې زمونږد صوبو نه به ټېکس جمع کېږي او په هغه پېسو باندې به د پنجاب حکومت صرف ددې پاره چې په 17 مه جولايي په ضمني ټاکنو کې ووټ په پېسو اخيستل غواړي خلکو ته مفت بجلي ورکوي۔

د خېبر پښتونخوا مالي کال 2022-23 بجټ ترمخه صوبايي حکومت به د روان مالي کال دوران کې د وفاق نه څه کم 62 اربه روپۍ د بجلۍ د ګټې په مد کې ترلاسه کوي.

داقتصادي چارو پوهان وايي د ای جي اين قاضي فارمولې ترمخه د خېبر پښتونخوا وفاق ته د بجلۍ د ګټې په مد کې د تېرو 5 کالو څه باندې 600 اربه روپۍ بقاياجات جوړېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG