لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په سرکاري سپتالونو کې به د اپرېشن نه مخکې د مریضانو د اېچ ايي وي ټېسټ کولی شي


د طبي چارو پوهان وايي چې د سوشل سټېګمه يا د ټولنيزې بدنامۍ له ویرې  اکثره خلک د اېچ ايي‌ وي اېډزرنځ مرض نه ښکاره کوي چې له وجې يې دا مرض نور هم خورېږي، نو په داسې حال کې د صحت محکمې دا يو مهم ګام دی چې د اپرېشن یا د جراحۍ نه مخکې به د مریضانو د اېچ ايي وي ټېسټ کولی شي
د طبي چارو پوهان وايي چې د سوشل سټېګمه يا د ټولنيزې بدنامۍ له ویرې  اکثره خلک د اېچ ايي‌ وي اېډزرنځ مرض نه ښکاره کوي چې له وجې يې دا مرض نور هم خورېږي، نو په داسې حال کې د صحت محکمې دا يو مهم ګام دی چې د اپرېشن یا د جراحۍ نه مخکې به د مریضانو د اېچ ايي وي ټېسټ کولی شي

په خېبر پښتونخوا کې د ايچ ايي وي ايډز رنځ د خورېدو مخنيوي په موخه د صحت صوبايي محکمې اړونده چارواکو او هسپتالونو ته احکامات جاري کړي چې د اپرېشنونو يا عملياتو وړاندې به د هر مريض د اېچ ايي وي ايډز ټسټ کولی شي.

د طبي چارو پوهان وايي چې د سوشل سټېګمه يا د ټولنيزې بدنامۍ له ویرې اکثره خلک د اېچ ايي‌ وي اېډزرنځ مرض نه ښکاره کوي چې له وجې يې دا مرض نور هم خورېږي، نو په داسې حال کې د صحت محکمې دا يو مهم ګام دی چې د اپرېشن یا د جراحۍ نه مخکې به د مریضانو د اېچ ايي وي ټېسټ کولی شي۔

د مردان مېډېکل کمپلېکيس ډاکټر شاه زېب خان وې او ای ډيوه ته وويل چې د غاښنو ويستلو سره يا چې د کوم تن اپريشن ووشي او په هغه کې دا مرض وي او بيا هغه ککړ سامان يا د جراحۍ الات د بل تن لپاره وکارول شي نو ايچ ايي وي ايډز ترې ورته لګېدلې شي۔

ډاکټر شاه زېب خان وايي "دا د حکومت يو ښه ګام دی چې دا نوټيفيکېشن يې وکړو چې د يو اپرېشن نه وړاندې به د ايچ ايي وي اېډز ټسټ کېږي."

طبي چارو پوهان وايي چې تر 2021 کال پورې په ټوله نړۍ کې 40 ميلينه او په پاکستان کې نزدې 53 زره د ايچ ايي وي ايډز ناروغان رجسټرډ شوي دي۔

دوی وايي چې په ټولنه کې د دې ناروغانو شمېره له دې هم سېوا ده خو زياتره ناروغان د معاشرتي بدنامۍ له وجې ځانونه نه ښکاره کوي۔

ډاکټر شاه زېب خان زياته کړه چې يا خو په خلکو کې دا ناروغي شته او ټسټونه يې نه دي شوي او بل دا چې ايډز يو ټولنيزه بدنامي ګڼل کېږي نو که چاته مالوم هم شي چې دا مرض ورته لګېدلې نو ځان رجسټرډ کوي نه او پټ يې ساتي۔

ډاکټر شاه زېب خان وویلپه ټولنه کې عام سوچ دا دی چې ايچ ايي وي ايډز يوازې د جنسي فعل دلارې یو تن نه بل ته لګي. ډاکټر شاه زېب زیاتوي چې دا ضروري نه ده چې بلکې دا مرض د اپريشن په وخت د ګنده سامان يا الاتو د استعمال يا د وينې ورکولو سره هم هغه تن ته لګېدلې شي چا کې چې دا مرض نه وي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په ياد رنځ اخته 6532 تنانو نومونه درج کړل شوي دي چې څه باندې 4500 پکې نارينه، څه کم 1500 ښځې، 78 نارښځيان او 412 پکې ماشومان شامل دي۔

د پېښور خېبر ټيچنګ هسپتال ډاکټر شاهد اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي چې د ايچ ايي وي ايډز مريضانو سره د ناستې پاستې له امله دا رنځ نه خورېږي بايد دې مريضانو سره هم نارمل تعلق وساتل شي۔

"د داسې مريضانو لاس نيول پکار دي، مرض دی د هغوی علاج کول پکار دي او هغوی سره خپل تعلق ختمول نه دي پکار ځکه چې داسې کول په دغو مريضانو کې ذهني ناروغۍ پېدا کوي"

د حکومت له خوا د صوبې کچه په شپږو لوی هسپتالونو کې د ايچ ايي وي ايډز د ناروغانو د ويړيا علاج لپاره مرکزونه جوړ کړل شوي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG