لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت نوی بجټ صوبايي اسمبلۍ ته پېش کړو، د حکومت مخالفینو په بجټ تنقید کړی



د صوبايي حکومت مخالفوګوندونو په بجټ نيوکې وکړې او ویې وېل چې صوبايي حکومت د بجټ اهدافو ترلاسه کولو لپاره د وفاق نه پېسې نه شي اخیستلی
د صوبايي حکومت مخالفوګوندونو په بجټ نيوکې وکړې او ویې وېل چې صوبايي حکومت د بجټ اهدافو ترلاسه کولو لپاره د وفاق نه پېسې نه شي اخیستلی

د خېبر پښتونخوا حکومت د مالي کال 2022-23 لپاره د ګل، دوشنبې، په ورځ د 1332 اربه روپو بجټ ايوان ته وړاندې کړو.

په بجټ کې د بندوستې علاقو لپاره 1100 او څه کم 9 اربه روپۍ او قبايلي سيمو لپاره 223 اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.

په صوبه کې د ترقياتي کارونو لپاره څه د پاسه 418 اربه روپۍ ټاکل شوي دي چې پکې د ضم شويو ضلعو لپاره 99 اربه روپۍ ايښودی شوي دي.

د صوبايي حکومت مخالفوګوندونو په بجټ نيوکې وکړې او ویې وېل چې صوبايي حکومت د بجټ اهدافو ترلاسه کولو لپاره د وفاق نه پېسې نه شي اخیستلی.

د صوبايي اسمبلۍ د غونډې په مهال د خزانې وزير تېمور سليم جګړه وویل چې د موجوده مالي کال بجټ لپاره به د وفاق نه څه د پاسه 570 اربه روپې د ټېکس او محصولاتو، د قابل تقسيم محاصل نه د دهشت ګردۍ لپاره څه د پاسه 68 اربه روپۍ، د تېلو او ګېس رايلټې په مد کې 31 اربه روپۍ، د بجلۍ د ګټې او بقاياجاتو په مد کې څه کم 62 اربه روپۍ به ترلاسه کوي، او په بجټ صوبايي ټېکس او غېر ټېکس امدن 85 اربه روپو تخمينه لګول شوې ده.

نوموړي دا هم وويل چې د نورو صوبو په مقابل کې د خېبر پښتونخوا د ټېکس جمع کولو ادارې کې پي ار ای شرح کمه ده او صوبايي حکومت د ټېکس په مد کې خلکو ته ريليف ورکړی دی.

هغه دا هم وويل د صحت محکمې بجټ د 55 اربه روپو نه سېوا کړل شوی او د ثانوي تعليم بجټ د 47 اربه روپو نه سېوا کړل شوی دی." مونږه ته فخر دی چې اوس هم زمونږه چې کوم ړومبي دوه شعبې دي هغه صحت او تعليم دي، او په کومو دوو شعبو کې چې بجټ تر ټولو زيات سېوا کړې شوی دی هغه هم صحت او تعليم دی."

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو غړي دغه بجټ د خلکو سره يوه دوکه وبلله او ویې وېل چې حکومت په بجټ کې ټاکلي اهداف نه شي پوره کولې ځکه چې د صوبايي بجټ زيات انحصار په وفاق دی او د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت توان نه لري چې د مرکز نه پېسې ترلاسه کړي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني لېډر سردار حسېن بابک وي او ای ډيوه ته وویل چې صوبايي حکومت خو وکالت کوي خو د مشترکه مفاداتو کونسل ته نه ځي چې هلته د خپلو مقدمو وکالت وکړي.

هغه وايي څو څو وارې يې د مرکز نه د صوبې د حقونو اخېستلو لپاره د پارلېمانې جرګې جوړولو غوښتنه کړې خو صوبايي حکومت هغه هم نه جوړي، نو صوبې چې کوم اهداف دي هغې ترلاسه کولو لپاره يووالې راوستل پکار دي کوم چې د حکومت دی او حکومت دغه نه کوي.

صوبايي حکومت په بجټ کې د ابتدايي او ثانوي تعليم 105 منصوبو لپاره 144 اربه روپۍ او د لوړو زده کړو د 86 منصوبو لپاره 106 اربه رپورۍ مختص کړل شوي دي۔ د بجټ ترمخه صحت انصاف کارډ لپاره 25 اربه، خلکو ته ارزان خوارکي توکولو ورکولو لپاره 26 اربه، ويلج او نېبر هوډ کونسلو لپاره 18 اربه روپۍ په بجټ کې مختص کړل شوي دي.

د صنعت او تجارت لپاره د وزير اعلی مرستيال کريم خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د وفاق نه دغه پېسې ترلاسه کول د صوبې اييني حق دی او دوی به دغه پېسې ارومرو ترلاسه کوي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د مالي کال 2022-23 بجټ کې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کې 16 فيصده اضافه کړې، د دې ترڅنګ پېڼشن ترلاسه کوونکو ريټايرډ ملازمينو په پېشن کې 15 فيصده زياتوالی راوستې۔ د بجټ تقرير ترمخه صوبايي حکومت به دې دوران 63000 ملازمېن هم مستقل کوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG