لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو په ولکه کې د امریکايي شهري وکیلانو د ملګرو ملتونو نه د مرستې غوښتنه کړې


د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې کوربېت د لور او زوي سره په کابل کې خپل کور کې ناست لیدل کېږي
د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې کوربېت د لور او زوي سره په کابل کې خپل کور کې ناست لیدل کېږي

د قريباً تېرو دوو کلونو راهسې د افغان طالبانو په ولکه کې د یو امریکايي شهري وکیلانو د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې نه د هغه د مرستې غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د امریکايی شهري سره ظالمانه او غېر انساني سلکو کېږي.

راین کوربېټ د کال ۲۰۲۲ د اګست په ۱۰ افغانستان ته د ستنېدو وروسته تښتول شوی دی او ګڼل کېږي چې د طالبانو په ولکه کې دی. هغه د پخواني افغان حکومت د نسکورېدو په وخت د خپلې کورنۍ په افغانستان کې اوسېدو.

کوربېټ د افغانستان د ۱۲ میاشتو ویزه لرله او په افغانستان کې يې خلکو ته تجارت د وده ورکولو تربیت ورکولو.

د نیول کېدو وروسته کوربېټ مختلفو زندانانو کې ساتل شوی خو د هغه وکیلان وايي د ډسمبر د میاشت وروسته امریکايي د هغو کسانو نه علاوه بل چا نه دی لیدلی چې د هغه سره حراست کې اخیستل شوي دي.

د کوربېټ وکیلانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ یو خواست کې وویل هغه ته د جسماني تشدد او دړکې ورکړی شوي دي، هغه د خوراک د کمي ښکار دی او د درملنې نه محرومه ساتل شوی دی.

دکوربېټ وکیلان وايي کوربېټ په زندان کې یوازې ساتل شوی، په داسې تهخانه کې بندي ساتل شوی چې د لمر رڼا او د ورزش سهولت په کې نه و او جسماني او ذهني صحت يې ډېر خراب شوی دی.

د نیول کېدو نه پس کوربېټ د کورنۍ سره ملاقات نه دی شوی او پینځه ځله يې د کورنۍ غړو سره په ټېلې فون خبرې کړې دي. اخېرۍ رابطه یې تېره میاشت وه.

د یو دریم ملک چارواکو کوربېټ سره دوه ملاقاتونه کړي دي او د هغه سره د سلوک حال بنیاد هغه خبرې دي چې په وروستیو کې ازاد قېدیانو کړي او یا د هغه خپله خبرې دې چې لهجه یې بې حوصلې وه.

د کوربېټ وکیلانو راین فېهي او کېټ ګېبسن وویل د خپلې ښځې او ماشومانو سره په وروستیو خبرو کې کوربېټ وویل ذهني تشدد او خفګان مایوسه کړی دی.

دکوربېټ وکیلانو خپل خواست د ملګر ملتونو د انساني حقونو څانګې افس اف دي های کمېشنر فار هیومن رایټس تحقیقاتي چارواکي اېلېس اېدوډرز ته لیکلی.

په خواست کې د ملګرو ملتونو د چارواکي نه غوښتنه شوې چې په سمدستي ډول دې د طالبانو سره رابطه وکړي چېکوربېټ د نړیوال قانون سره سم د "تشدد" نه ازاد کړي.

د کوربېټ مېرمن اېنا، ای پي خبري ادارې ته په یوه مرکه کې وویل د کوربرټ د جسماني او ذهني صحت په اړه تشویش لري نو ځکه یې وکیلانو د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د خاوند د ازادۍ په لړ کې يې ګامونه واخیستل شي.

د امریکي حکومت هغه په خپله کچه د کوربېټ د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي او هغه نیول کېدل يې غلط ګام بللی.

د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت ترجمان تېره میاشت خبریالانو ته وویل د امریکې حکومت هره لاره استعمالوي چې راین او په افغانستان کې نور په ناقانونه ډول نیول امریکایان کورونو ته راولي.

د طالبانو د داخله وزارت ترجمان دا هفته وویل چې د کوربرټ په اړه څه معلومات نه لري.

د نیویارک ډېنزوېل اوسېدونکی،کوربېټ په وړمبي ځل په ۲۰۰۶ کې افغانستان ته تللی و او په ۲۰۱۰ کې يې کورنۍ هم د ځان سره افغانستان ته منتقل کړه. هغه د یو شمېر سرکاري ادارو سرپرستي کوله.

د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې چې طالبانو کابل بیا ونیولو نو کوربېټ او کورنۍ يې د افغانستان نه ستانه شول. د کال ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې هغه خپله کاروباري ویزه نوي کړه او افغانستان ته ستن شو. د هغه مېرمن وايي هغه وخت د بې ثباتۍ په سبب دوی افغانستان ته کوربېټ د بېرته تګ په اړه تشویش لرلو.

طالبانو د واکمېندو وروسته، افغانستان ته د وړمبي سفر نه پس کوربېټ د اګست په میاشت کې افغانستان ته بیا ورغلو چې خپلې عملې ته تنخاګانې او تربیه ورکړي او خپل کاروباري هلې ځلې بیا شروع کړي.

د افغانستان د شمالي جوزجان ولایت د سفر په مهال کوربېټ او د هغه یو بل مغربي همکار د مسلح طالبانو سره مخامخ شول. طالبان اول دوی د پولیس تاڼې ته او بیا د ځمکې لاندې یو زندان ته منتقل کړل. اېنا وویل د خاوند د نیول کېدو خبره يې چې واورېدله نو ویرېدله خو امید يې کولو چې حالات به زر سم شي.

دکوربېټ او اېنا درې ماشومان دي او د خاوند د ازادولو دپاره واشنګټن ته باقاعده سفرونه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG