لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بنک: د فضايي الودګۍ نه متاثره د نړۍ د لسو ښارونو څخه نهه په جنوبي اېشيا کې دي


د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر او د عامې روغتيا د چارو ماهر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي چې فضايي الودګي په خلکو کې د څرمني، ساه او نورې قسم قسم ناروغوۍ پېدا کوي
د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر او د عامې روغتيا د چارو ماهر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي چې فضايي الودګي په خلکو کې د څرمني، ساه او نورې قسم قسم ناروغوۍ پېدا کوي

نړيوال بنک په خپل وروستني راپور کې ويلي چې د فضايي الودګۍ نه متاثره د نړۍ لسو ښارونو کې 9 ښارونه په جنوبي اشيا کې موجود دي. راپور ښیي چې ګنده هوا په منطقه کې هرکال د اټکل شويو دوو ميليونو خلکو د وخت نه وړاندې د مړینې سبب جوړېږي او ژور اقتصادي اغېز لري۔

د ماحولياتي چارو پوهان وايي چې په سويلي اسيا کې د زړو ګاډو او غېر معياري تېلو کارولو، د کارخانو او په زيات مقدار کې د خښتو بټو نه د وتونکي لوګي له امله د نورو هېوادونو پر پرتله دلته هوا زياته خیچنه وي۔

په راپور کې دا هم ويلې شوي چې د سیمې په ګڼ میشته او بې وزله سیمو کې د هوا د ککړتیا اندازه د هغه مقدار په پرتله شل چنده لوړه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا صحت منده ګڼل کیږي۔

په دې هکله د پېښور ايې اېم سائنسز پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوه ډاکټر محمد رفيق وي او ای ډيوه ته وايي چې د سويلي اسيا هېوادونو کې د زړو ګاډو، غېر معاري تېلو زيات استعمال او د کارخانو څخه نېغ په نېغه زهريله ګېسونه په هوا کې شاملېدل هوا ډيره خچنه کوي۔

نوموړي ډيوه سر خبرو پر مهال وېنا وه: " پخواني ګاډي، رکشې او دې کې چې کوم تېل کارول کېږي نو هغه يورو 5 نه دي، بل د ټرېفک سم نظام نشته، دوېمه وجه چې ده هغه کارخانې دي او کارخانو نه چې د کومو ګېسونو اخراج کېږي نو هغې د خراب اثراتو کمولو لپاره ګرين ټېکنالوجې نه وي استعمال شوي"

هغه زياته کړه چې کومې خښتې جوړېږي نو د هغې 75 سلنه په پاکستان، هندوستان او بنګله دېش کې جوړېږي نو په هغې کې هم ګنده تېل، ټايرونه او لبړونه سوزول کېږي نو دا هم د هوا د الودګۍ لوی سبب جوړېږي۔

د ماحولياتو ماهرين وايي چې په دې منطقه کې د ژمې بارانونو مقدار کم وي چې له وجې يې زهريله ګېسونه او زرات په هوا کې له زيات وخت لپاره موجود وي او په انساني ژوند خراب اثر پرېباسي۔

د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر او د عامې روغتيا د چارو ماهر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي چې فضايي الودګي په خلکو کې د څرمني، ساه او نورې قسم قسم ناروغوۍ پېدا کوي.

ډاکټرضیاالحق وايي وايي بايد په داسې ماحول کې خلک د مخ پټولو ماسک کاروي او کوشش کوي او زيات بهر ګرځېدو څخه ډډه وکړي۔

ډيوه سره خبرو کې د ډاکټر ضياالحق وېنا وه: " په دې ګنده هوا کې کارسينوجن وي، يعنې هغه مواد وي چې د کېنسر جوړولو صلاحيت وي پکې، بل په دې کې نايټروجن او نور مختلف قسم ګېسونه وي هغه ټول يو ځای شي نو انسان ته چې د اکسيجن د مقدار کوم ضرورت وي دې ګېسونو د وجې د اکسيجن خالص حالت کې د ته نه ځي نو انسان په وجود کې د سترګو، د څرمنې، سا اخېستو، د وينې او نورې چې کومې ناروغۍ دي نو د دې پکې عمل دخل وي"

د نړيوال بنک په رپورټ کې ښودلې شوي چې خیچنه هوا هر کال په سیمه کې د 2 ملیونه تنانو د وخت نه وړاندې د مړينې سبب جوړېږي۔

دغېر دولتي ادارې فېر فنانس پاکستان چې د موسمي بدلون د مخنيوي لپاره کار کوي مطبوعات د يادې ادارې د شمېرو په اساس ليکي چې هر کال په پاکستان کې د هوا د ککړتیا او اړوندو ناروغیو له امله لږ تر لږه 128,000 تنان ژوند د لاسه ورکوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG