لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په خېبر کې ګڼ شمېر خلک قانع شوي چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکړي


د خېبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي اداره وايي پېښور او د خېبر ضلعې د پولیو وایرس لپاره تر ټولو زیاتې حساسې دي او په دغه ضلعو کې به د پولیو ضد روان کمپاېن اووه ورځې دوام لري
د خېبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي اداره وايي پېښور او د خېبر ضلعې د پولیو وایرس لپاره تر ټولو زیاتې حساسې دي او په دغه ضلعو کې به د پولیو ضد روان کمپاېن اووه ورځې دوام لري

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو ضد کېمپېڼ څلورمه ورځ ده او د ملک نورو سېمو په څېر په خېبر ضلع کې هم چارواکي کور په کور ماشومانو ته وېکسین ورکوي او وايي په سیمه کې ګڼ شمېر پخواني انکاريان قانع شوي چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د خېبر ضلعې لنډیکوتل اوسېدونکی محمد ارشاد د پولیو ځايي افسر دی چې پخپله د یو کال په عمر کې د پولیو وایرس ښکار شوی، وايي د پولیو قطرو نه زیات انکاري خلک يي په دي خبره قانع کړي چې هغه د پولیو قطرو نیشتوالي له وجې د تلعمري معذورتیا ژوند تېروي.

محمد ارشاد وايي په لرې پرتو غرنۍ سېمو کې د تګ راتګ مشکل تر څنګ یو شمېر خلک د پولیو څاڅکو په حقله منفي فکرونه لري او ماشومان پټوي.

''. که چېرې خلک خپل ماشومان د پولیو وایرس په ضد نه واکسینوی نو زما په شان ستونزو سره مخ کیدائ شي او د ټول معذورتیه سره مخ کیدائ شي. مونږ سره داسې پولیو ښکار ماشومان هم رپورت شوي څوک چې د دي وایرس له وجې مړه شوي دي. نو په داسې مثالونو زیاتره والدین ماشومانو ته په پولیو قطرو اچولو قانع شي''.

په خېبر ضلع کې 2 لکه 14 زره د پنځو کالو نه کم عمر ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي.

د پولیو د مخنیوي اداری وینا تر مخه په تېر شوي پولیو کېمپېن کې خېبر ضلع کې 16 زرو نه سېوا ماشومان د پولیو ضد څاڅکو څخه بچ پاتې شوی وۇ چې زیاتره شمېره پکې د انکاریانو وه.

په روان پولیو کمپاېن کې محمد عمر د هغه انکاري خلکو نه یو و چې خپله ماشومه یې نه وه وېکسین کړې خو د محمد ارشاد حال د لېدلو روسته یې سوچ په بدلولو مجبوره شو، وايي نه غواړي چې بچي يي د ټول عمر د معذورتیا ژوند تېر کړي.

محمد عمر وايي '' د کور زنانه وائي چې پولیو څاڅکي د ماشومانو سینه خرابوي په دي وجه مې خپلې ماشومې ته پولیو ضد څاڅکي نه اچول. خو محمد ارشاد په دي خبره قانع کړم چې د پولیو څاڅکو هیڅ بد اغیز نشته او که چرې ورنکړم نو د تلعمری معذورتیه سره مخ کیدائ شی. ما خپله ماشومه واکسین کړه او زه اوس مطمئن یم''.

د خېبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي اداره وايي پېښور او د خېبر ضلعې د پولیو وایرس لپاره تر ټولو زیاتې حساسې دي او په دغه ضلعو کې به د پولیو ضد روان کمپاېن اووه ورځې دوام لري.

په کال 2020 کې پاکستان نه د پوليو وايرس ړومبي ډول 84 او دويم ډول 135 پيښې رپورټ شوې وې۔ په خېبر پښتونخوا کې د خېبر ضلعې نه تر ټولو سېوا 16 د پولیو وایرس دویم ډول کېسونه رپورټ شوي وۇ.

پاکستان نه 2021م کې تر دې دمه د پوليو وايرس ړومبي ډول 1 او دويم ډول 6 کېسونه رپورټ شوي دي چې يو پکي د خېبرپښتونخوا نوښار نه رپورټ شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG