لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو ورستۍ هلې ځلې د اندېښنې وړ دي، څېړونکي وايي


 فاټا ریسرچ سنټر په خپل کلنیز رپورټ کې په کال 2020 کې د زیاتېدونکو ترهګره پېښو په اړه ویلي چې تېر کال تر 27 دسمبر پورې په ضم شو قبايلي ضلعو او په خاصا توګه شمالي وزیرستان کې د ۱۰۰ نه زیاتو بریدونو کې په مجموعي توګه 226 کسان وژلي شوي
 فاټا ریسرچ سنټر په خپل کلنیز رپورټ کې په کال 2020 کې د زیاتېدونکو ترهګره پېښو په اړه ویلي چې تېر کال تر 27 دسمبر پورې په ضم شو قبايلي ضلعو او په خاصا توګه شمالي وزیرستان کې د ۱۰۰ نه زیاتو بریدونو کې په مجموعي توګه 226 کسان وژلي شوي

پاکستان کې د ترهګرۍ د چارو څېړونکي وايي په خېبر پښتون خوا او بلوچستان کې د ترهګره ډلو زیاتېدونکو هلوځلو ویرې اواندېښنې زیاتې کړي دي.

د څېړنو ادارو دغه اندېښنې د هغو رپورټونو وروسته څرګندې کړې چې پکې وېل شوي د خېبر پښتونخوا په نوو ضلعو کې د طالبانو ډلې یو ځلی بیا منظم شوي او په کال ۲۰۲۰ کې دغه ډلو په خاصا توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه زیات کړي وو.

د غه رپورټونه وايي چې په بلوچستان کې هم د بلوڅ یاغي ډلو ترڅنګ طالبانو، داعش او نورو اسلامي تند لارو بریدونه زیات کړي دي.

د دفاع او ترهګرۍ ضد جګړې د چارو په اړه یو څېړونکی او د پاکستان د پوځ یو پخوانې برېګېډیئر سعد محمد خان وايي داسې ښکاري چې ترهګرې ډلې یو وارې بیا د یوې منظمه منصوبې د لاندې په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې خپل مرکزونه قایموي.

د ترهګرۍ د پېښو د تعداد په اړه د فاټا ریسرچ سېنټر نومې ادارې مشر منصور مسید وايي ” چې د مفتي نورولي په نامه د یو طالب کمانډر په مشرۍ کې د حزب الاحرار او جومات الحرار او د طالبانو نورېوړې وړې ډلې یو وارې بیا د تحریک طالبان پاکستان په نوم یو ځای شوي دي او ددې وروسته په وزیرستان کې ترهګر بریدونه هم زیات شوي دي.“

منصور مسید وايي یو ځل بیا د کال 2007 رنګې حالات لیدل کېږي چې پکې د بېت الله محسود په مشرۍ کې ترهګره ډلو اتحاد جوړ کړی و.

د یادونې وړده چې د طالبانو د تحریک جوړېدو وروسته بیا دوي د وزیرستان نه تر باجوړ او سوات ملاکنډ پورې دپاکستان د پوځ په ضد د جهاد او شرعي نظام اعلان کړی وو.

دوي په دغه سیمو کې د جینکو په تعلیم بندېز لګولی وو، په امنیتي ځواکونو به یې بریدونو کول او خلکو ته به یې دخپله سره د جوړ کړی شوو عدالتونو کې د لارې سزاګانې ورکولی.

فاټا ریسرچ سنټر په خپل کلنیز رپورټ کې په کال 2020 کې د زیاتېدونکو ترهګره پېښو په اړه ویلي چې تېر کال تر 27 دسمبر پورې په ضم شو قبايلي ضلعو او په خاصا توګه شمالي وزیرستان کې د ۱۰۰ نه زیاتو بریدونو کې په مجموعي توګه 226 کسان وژلي شوي چې پکې 77 عام خلک، 66 امنیتي عسکر او په ځوابي بریدونو کې د 85 ترهګر د وژنو پېښې رپورټ شوي دي.

په وزیرستان کې پولیس مني چې په هدفي بریدونو کې د سیمې موثره او د عامو خلکو وژنې زیاتې شوي دي خو پولیس بیا ددغه بریدونو مقدمې د نامعلومه کسانو په ضد درج کوي.

دفاعي څېړونکی سعد محمد خان وايي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکو ترهګرو ډلو فعالیتونوپه شا هغه ګروپونه دي چې نه غواړي افغانستان کې جنګ ودرېږي.

هغه وايي چې په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د نا امنۍ بله وجه دا هم ده چې موجوده حکومت په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د پولیس او نورو ادارو جوړولو کې پاتې راغلی دی.

هغه وايي پاکستان کې د موجوده سیاسي اړي ګړي په وجه هم د ترهګرۍ زیاتېدونکې هلې ځلې له پامه غورځولیشوي دي.

د ترهګرۍ په اړه اسلام اباد کې د څېړنو یوه بله اداره پاکستان انسټیټوټ فار پیس سټډیز هم د کال 2020 په اړه خپل کلنیز رپورټ خپور کړی چې پکې ویلي شوي دي چې د پاکستان خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ترټولو زیات 79 ترهګر بریدونه شوي دي.

رپورټ زیاتوي طالبانو ډلې په بلوچستان کې هم بریدونه ترسره کړي دي خو وايي داعش ډله هم په کال ۲۰۲۰ کېپه پېښور او بلوچستان کې د یوشمې بریدونو پړا منلې ده.

دا تازه رپورټونه په داسې حال کې خپاره شوي چې د نوي کال ۲۰۲۱ په دوېمه جنورۍ د بلوچستان بولان په مچهـسیمه کې د خالي/شنبې په ورځ د داعش وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا وژلي شوي وو. داعش د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه خو د پاکستان حکومت تر اوسه د داعش ډلې په تازهسرګرمو څه نه دي ویلې.

د پېپس ادارې څېړنیز رپورټ کې دا هم ویلي شوي چې بلوچستان کې شپږ بلوڅ یاغي وسله والو ډلو په کال ۲۰۲۰کې په مجموعي توګه 34 ترهګر بریدونه ترسره کړي چې پکې 24 بریدونه دوه فعاله بلوڅ یاغي ډلو بلوچستان لبرېشنآرمي او بلوڅ لبرېشن فرنټ ترسره کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ کې د کور کمانډرانو کانفرنس وشو چې پکې په بلوچستان کې د وژل شویو خواري کښو کسانو پېښې ته غبرګون ښکاره کړی شوې.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې آيي اېس پي ار لخوا په ټوېټر ورکړی شوي بیان کې وویل شو چې د پوځ کمانډرانو غونډه په بلوچستان کې د وژل شو خلکو قربانیو ته درناوې ورکوي او وايي چې د دوی قربانۍ به چېرې هم عبث لاړې نشي

د پېپس ادارې څېړنیز رپورټ کې دا هم ویلي شوي چې بلوچستان کې شپږ بلوڅ یاغي وسله والو ډلو په کال ۲۰۲۰کې په مجموعي توګه 34 ترهګر بریدونه ترسره کړي چې پکې 24 بریدونه دوه فعاله بلوڅ یاغي ډلو بلوچستان لبرېشنآرمي او بلوڅ لبرېشن فرنټ ترسره کړي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG