لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني حقونو په اړه امریکايي رپورټ وايي پاکستاني مطبوعات د بندیزونو سره مخامخ وو


د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن د انساني حقونو په اړه رپورټ شایع کړو
د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن د انساني حقونو په اړه رپورټ شایع کړو

په نړیواله کچه د انساني حقونو په اړه خپل کلیز رپورټ کې د امریکې خارجه وزارت ویلي که څه هم د پاکستان دستور د رای د اظهار ضمانت ورکوي خو د دى باوجود په کال ۲۰۲۰ کى هم پاکستاني مطبوعات د يوشمير بندويزونو سره مخامخ وو او حکومت د خبريالانو، مديرانو او اخبارونو مالکان په ځورولو کى ککړ تنانو په ضد اقداماتو کې ناکامه شوی دی.

امریکايي رپورټ ته د پاکستان غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

وي او ای ډيوه په دې اړه د حکومت اړونده چارواکو او د حکومتي ګوند د پارلېمنټ یو شمېر غړو سره د رابطو کوښښونه وکړل خو د چا ځواب ترلاسه نشو.

د موجوده حکومت مامورین په پاکستان کې په مطبوعاتو د قدغنونو خبره ردوي.

خپله وزیراعظم عمران خان امریکې ته د یوې دورې په مهال ویلي وو چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیات ازاد دي.

خو د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ رپورټ نه یوازې د پوځ بلکې د هېواد سويلين حکومت هم د ميډيا په کلکه څارنه کې ککړ بولي.

په امریکايي رپورټ کې تېر کال د جولای په مياشت کى د بلوچستان بارکان سيمه کى د ځايي خبريال انور جان کيهتران، په سند صوبه کى د عزيز ميمن د وژنې او په اسلام اباد کې د خبريال مطيع الله جان په رڼا ورځ د تښتول کېدو ذکر شوی دی.

په رپورټ کې د پاکستان د ۱۵۰ نه زياتو مېرمنو خبريالانو هغه خواست ته هم پام ګرځول شوى دی چى هغوی پکې ویلي و حکومت پلويان د دوی په ضد د ټولنيزو رسنيو د لارى منفي پرپيګنډه کوي او په مبینه توګه دړکې ورکوي.

د پاکستان په کچه دخبريا لانو تنظيم پي ايف يو جی پخوانى صدر افضل بټ د پاکستاني مطبوعاتو په اړه د امريکې د خارجه وزارت د خبرو تصدیق کوي.

پي اېف یو جی وايي د وزیراعظم عمران د تحريک انصاف ګوند په حکومت د راتګ نه پس د سلګونو په شميره کې خبريالان د روزګار نه محرومه شوي دي.

په موجوده وخت کې په پاکستان کې د صحافيانو ژوند او معاش ته د ورپېښو خطرات په سر د احتجاج دپاره افضل بټ وايي پي اېف یو جی د اپرېل په میاشت کې د کوټې نه اسلام اباد ته د احتجاجي لاريون اعلان کړی دی.

افضل بټ چې د خبریالانو د لاریون د ايکشن کميټۍ مشر هم دی وي او ای ډيوه ته یې وویل چې په پاکستان کى د خبريال يا د مطبوعاتي ادارې د مالک ځورول کېدل اوس د معمول خبرې دي

افضل بټ وويل پآکستان کى د هر چا خولى تړل شوي او چاته هم د رای د اظهار حق نه دی ترلاسه.

د سټيټ ډيپارټمنټ رپورټ زياتوي پاکستان کى د شخصي ټي وي چپنلو د څار حکومتي اداره پيمرا د رای د اظهار په ضد په ناوړه ډول کارول کيږي او په دى ترڅ کى د ادارى لخوا کال دوه زره شلم کى د حکومتي پاليسو ناقد جيو او ټوينټي فور نومى چينلو د تړلو او د نورو چينلو د لاٸسينسونو د ځنډولو مثالونه ورکړى شوي دي.

وړاندى نه شخصي ټي وي چينلو باندى د پښتون ژغورنى غورځنګ فعاليتونه خپرولو بنديز دى او د امريکا سټيټ ډيپارټمنټ رپورټ کى د دى سره پاکستان کى په کال دوه زره شلم کى د رياستي جبر او امنيتي ادارو چارواکو د لاسه د بشري حقونو د سرغړونو يو شمېر لوى پيښو ته پام لرنه هم شويده

د پي ټي ايم مشر او د قامي اسمبلى د بشري حقونود کميټۍ غړى محسن داوړ دا رپورټ د پاکستان د رياست په ضد فرد جرم بولي

د امريکا د باندینو چارو وزارت په رپورټ کى پاکستان کې په ټولنيز رسنيو په بنديزون هم انديښمني څرګنده کړې ده.
رپورټ زياتوي په دى اړه تر ټولو زيات د اليکټرانکي جرمونو قانون کال ٢٠١٦ کارولی شي د کوم قانون د لاندى چى حکومتي ادارې پي ټي ای ته ټولنيز رسنيو باندى د ملکي ګټو په ضد مواد لرى کوولو واک ترلاسه دى

په تيرو وختونو کى د پاکستان حکومت د امريکا او د نړیوالو ادارو لخوا په پاکستان کى د بشري حقونو د سرغړونو او د لږکيو د ځورول کېدو په سر تشویش رد کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG