لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: پوليومهم کې انکاري والدين قانع کولو لپاره ضلعي انتظاميې افسرانو مؤثره کردار ادا کړی


خيبرپښتونخوا کې د سږ کال په لومړي کېمپېن کې ۳۹ زره انکاريان اوس هم موجود دي خو د ۳ لکو نه سېوا ماشومانو ته د څه نه څه وجوهاتو له وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړی شوي
خيبرپښتونخوا کې د سږ کال په لومړي کېمپېن کې ۳۹ زره انکاريان اوس هم موجود دي خو د ۳ لکو نه سېوا ماشومانو ته د څه نه څه وجوهاتو له وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړی شوي

په خېبرپښتونخوا کې د پولیو په ضد د ورستي مهم په مهال د یو لک نه زیاتو کسانو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی و خو د ضلعۍ انتظاميي د اعلا چارواکو په کوششونو د نيمې نه زيات انکاریان بیا قانع کړی شوو۔

د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وايي د چيف سيکرټري په وينا ضلعي انتظامې غړو پخپله پوليو مهم نګراني کړی اوخلک یي قانع کړي چې ماشومانو ته د په پوليو ضد قطرې ورکړي.
منتظر خان وویل د "روستي پوليو کمپاين کې ضلعي انتظامې مشران پخپله د پوليو قطروڅخه انکاري خلکو پسې تلي او ماشومانو ته په پوليو قطرو اچولو ئي قانع کړي دي۔ پخوا به ضلعي انتظاميې افسرانو نور سټاف ليږل خو اوس دوي پخپله ځي اوما سره د انکاري خلکو شمېره او نور معلومات هم شريکوي"۔

خيبرپښتونخوا کې د سږ کال په لومړي کېمپېن کې ۳۹ زره انکاريان اوس هم موجود دي خو د ۳ لکو نه سېوا ماشومانو ته د څه نه څه وجوهاتو له وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړی شوي۔

په پېښور کې تر ټولو زيات ۱۶ زره انکاري خلک رپورټ شوي وؤ چې د کېمپېن په لومړۍ ورځو کې ۴۱ زرو نه سېوا وؤ۔ همدغه شان شمالي وزيريستان کې ۶ زره انکاريان رپورټ شوي کوم چې له دي وړاندي ۲ زره وؤ۔

دي سره سره په خېبرضلع کې ۱۵ زره ماشومانو د پوليو وېکسين څخه بچ پاتې شوي دي۔

د خېبر باړه تحصيل مرستيال کمشنر نيک محمد وي او ای ډيوه ته وېلي چې پوليو کېمپېن کې پخپله د ټېمانو نګراني کوي او د انتظاميې نور چارواکي هم د پوليو ټېمانو مرسته کوي۔

نيک محمد وائي "په پوليو مهم کې تر ټولم مهم کردار د عام خلکو دی۔ د خلکو لخوا انتظامې ته ښه ځواب ملاويږې۔ خو ځينې داسې خلک هم مخې ته راځي کوم چې د پوليو قطرو په حقله منفي فکرونه لري۔ داسې خلکو سره د ضلعي انتظامې چارواکي د کمپاين نه وړاندي او بيا کمپاين په وخت جرګې مرکې کوي او په پوليو قطرو اچولو ئي قائل کړي"۔

خېبرپښتونخوا کې د تير وختونو په پرتله انکاري خلکو شمېره کې کمۍ راغلي خو لاهم په سلګونو ماشومانو ته پوليو څاڅکي نه دي ملاؤ شوي کوم چې د پوليو وايرس مخنيوي په لاره کې يوه لويه ستونزه ده۔

تير کال ۲۰۲۰م کې پاکستان نه ۸۴ پوليو کيسونه رپورټ شوي چې ۲۲پکې د خېبرپښتونخوا نه راغلي دي۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG