لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې سږ کال د پوليو اوومه پېښه رپورټ شوي


په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي قامي ادارې ویلي په شمالي وزیرستان کې د پولیو ورستی کېس په ميرعلي کې د اوو میاشتو د ماشومې دی
په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي قامي ادارې ویلي په شمالي وزیرستان کې د پولیو ورستی کېس په ميرعلي کې د اوو میاشتو د ماشومې دی

په پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس اووه کېسونه رپورټ شوي او چارواکي وايي دا ټولې پېښې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې موندل شوي دي.

بلخوا وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د پولیو ټېمونو ته دړکه کړې چې ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکولو په کېمېپېنونو کې دې برخه نه اخلي.

په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي قامي ادارې ویلي په شمالي وزیرستان کې د پولیو ورستی کېس په ميرعلي کې د اوو میاشتو د ماشومې دی.

د ادارې د رپورټ ترمخه متاثره ماشومه په بدن معذوره شوې ده.

رپورټ وايي متاثره ماشومې ته بنیادي ټېکې نه دي شوي او صرف څلور وارې ورته پولیو ضد څاڅکي ورکړی شوي دي.
د پولیو پروګرام لخوا د 2021م په وروستیو کې د چاپیریال په نمونو کې د پولیو وایرس موندل کېدو وروسته جنوبي خېبرپښتونخوا ترټولو خطرناکه سيمه ټاکل شوي ده.

په شمالي وزیریستان کې ټي ټي پي د صحت کارکوونکي ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه منع کړای شوي دي.

د شمالي وزیریستان خبریال صفدر داوړ وايي ''پولیو کارکوونکي د ویرې او ترهې په ماحول کې کار کوي. هغوي د دهړکو او وېرې له وجې ځینې لرې پرته سېمو کې ماشومان نشي ویکسین کولی. همدغه وجه ده چې یواځې شمالي وزیریستان څخه د پولیو پرله پسې کیسونه رپورټ کیږي''.

د پولیو د مخنیوي د اداري د وېنا تر مخه په تیر پولیو مهمونو کې ځیني کارکوونکو، ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړي او هسې د ماشومانو په ګوتو هغه نخښې کړي چې د پولیو ضد څاڅکي ورکړی شوي وي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي ادارې لخوا لس ورځي وړاندي په شمالي وزیرستان کې ځايي مشرانو سره جرګه شوی او په پولیو مهمونو کې یي د هغوي مرسته غوښتې وه. په دي حقله د ایمرجنسي آپریشن مرکز مشر وي او ای ډیوه ته ویلي '' پښتانه په جرګو مرکو پوهیږي او همدغه غوره لار ده چې پولیو قطرو د پاره دغه مشرانو په مرسته انکاري خلک قانع کړو''.

د صحت ماهرين وايي په ماحول کې د پوليو وايرس او بيا پرله پسې کېسونو راتلو سره دا ويره څرګنده شوې وه چې د سيمې نور ماشومان هم د پوليو وايرس په خطر کې دي.

دا تازه پيښه په داسې مهال راڅرګنده شوې ده چې په 27 مه مې پولیو کمپاین سر ته رسیدلی دی. دغه کمپاین کې خواۇشا۶ 7.2 ملینه ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف وو.

له دې وړاندي په په بنو او شمالي وزيريستان کې دوه خصوصي کمپاینونه شوي دي چې پکې 1 لاک 64 زره پنځه کلن ماشومان ته پوليو ضد څاڅکي شوي۔

د پوليو د مخنيوي اداره وايي دغه کمپاينونو مقصد و چې په بيړني ډول د سېمې نور ماشومان د پوليو وايرس څخه وژغوروي او وايرس په سېمه کې نور خپور نشي۔

په 2022م کې په پاکستان کې د پولیو کېسونو شمېره اووه او په ټوله نړۍ کې نهه ته رسېدلی دی.

سږ کال يو کېس په افغانستان کې او بل د افريقايي هيواد مالاوي څخه رپورټ شوی وو.

پاکستان کې په تير کال 2021 کې په 27مه جنورۍ د پوليو وروستۍ پېښه د بلوچستان له قلعه عبدالله څخه رپوړت شوې وه.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه پاتې دي چرته چې لا هم پوليو وايرس شته او ماشومان د دغه وايرس د لاسه د ټول عمر د پاره معذورۍ ښکار کیږي.

د صحت ماهرين وايي يواځې د پوليو په دوو څاڅکو د خپل ماشومان د پوليو له خطرناک وايرس څخه بچ ساتلی شئ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG