لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: په افغانستان او پاکستان کې په یو وخت د پولیو ضد کېمپېن د دواړو ملکونو په ګټه دی


د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې څلور ورځنی پوليو کېمپېن پيل شو چې پکې به 10 مېلينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې څلور ورځنی پوليو کېمپېن پيل شو چې پکې به 10 مېلينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز مشر عبدالباسط وايي افغانستان کې په يو وار ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کېمپېن پيلدل د خوښۍ خبره ده او په هېواد کې د پولیو په مخنیوي کې به مرسته وکړي.

عبدالباسط وايي که چېري پاکستان او افغانستان کې سينکرونائز يعني په يو وخت د پوليو د مخنيوي کېمپېن کيږي نو د انسان په ذريعه د يو ځای نه بل ځای ته د پوليو وایرس د خورېدو خطر به کم شي او د دي ترڅنګ د دغه واېرس په ضد به د ماشومانو مدافعتي قوت هم بحال وي۔

عبدالباسط وايي ''که په افغانستان او پاکستان کې په یوه ورځ کېمپېن کېږي نو دواړو ملکونو ته فائده رسیږي''.

د صحت نړیوالې صحت ادارې ترمخه پاکستان او افغانستان دنیا یوازني ملکونه دي چېرته چې د پوليو وایرس اوس هم شتون لري۔

د کال 2018 راهسې په افغانستان کې طالبانو په ځينو سېمو کې په پوليو مهمونو بنديز لګولی و او د پولیو ضد کارکوونکو به مغربي ملکونو دپاره د جاسوسۍ تور پورې کولو.

د طالبانو دغه بنديز له امله په افغانستان کې خواؤشاء 33 لکه ماشومان د پوليو قطرو څخه محرومه پاتې شوي دي.

خو د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې څلور ورځنی پوليو کېمپېن پيل شو چې پکې به 10 مېلينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.

د طالبانو د صحت نګران وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل: "بغیر د کوم شک نه، پولیو یو داسې مرض دی چې که یې علاج ونشي، نو یا به زمونږ ماشومان مړه کوي او یا به دایمي معذوریت ورپه برخه کوي، نو په دې برخه کې یوازینۍ طریقه دا ده چې وېکسینونه ورکړل شي."

د صحت ماهرينو د وېنا ترمخه پوليو یو نه بل ته خپرېدوونکي بېماري ده او د پېنځو کالو نه کم عمر ماشومان په وجود يا اعصابي نظام مفلوجه کوي۔ دغه واېرس په چاپيريال کې د يو انسان نه بل ته خوريږي۔

عبدالباسط وايي د تيرو دوؤ کالو راهسې د کووډ ۱۹ د لاسه په تګ راتګ بنديزونه و او پوليو واېرس ډير نه دي خور شوې۔ که همدغه شان دواړو ملکونو کې ټاګلي شوي ماشومان وېکسين کيږي نو د پوليو واېرس اثر به کم وي۔

عبدالباسط وايي '' د کووډ په وجه چې کوم بندېزونه لګیدلي وو، د خلکو تګ راتګ کم شوې وو نو د نورو وختونو په پرتله دغه موده کې د پولیو واېرس ټرانسمشن اودرېدلې او په چاپېریال کې هم د پولیو واېرس نمونې منفي رپورټ کېږي. دی سره سره د پولیو قطرو نه بچ پاتې ماشومانو شمېره هم کمه شوې وه کوم چې پولیو واېرس مخنیوي د پاره مهم وو''.

سږ کال د افغانستان او پاکستان نه د پوليو واېرس يوه يوه مثبت پېښه رپورټ شوي ده او چارواکي وايي تر ډېر حده پورې د پوليو واېرس مخنيوی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG