لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره په پېرس کې خبرې دوام لري


په رفح کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي بمبارۍ وروسته منظر
په رفح کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي بمبارۍ وروسته منظر

د اسرایل او فلسطیني مسلح ډلې حماس ترمنځ په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د فرانس سرښار پېرس کې خبرې دوام لري، په دې امید چې د غزه په جنوبي ښار رفح کې د اسرایل د ممکنه پوځي عملیاتو مخه ونیول شي. په رفح کې دا مهال د یو مېلین نه زیاتو بې کوره شویو خلکو پناه اخیستې ده.

اسرایل ویلي که د امن معاهده زر و نشوه نو په رفح په حمله وکړي. واشنګټن خپل اتحادي خبرداره کړي چې په رفح د حملې له امله به ملکي خلکو ته په لویه پېمانه نقصان ورسېږي.

د حماس مشر اسماعیل حنیه تېره هفته په قاهره کې د سولې په اړه خبرو دپاره د مصري مرکچیانو سره ولیدل.

اسرایل په پېرس کې د امن مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي. د سولې دغه خبرې به د دې هفتې تر اخېرې پورې دوام لري.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د حماس یو چارواکي وویل مصري مامورینو یې د سولې په هغه تجویز خبرې وکړې چې حماس وړاندې کړی دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د امنیت په اړه خپلې کابېنې ته د جنګ د ختمېدو وروسته غزه دپاره تګلاره وړاندې کړه چې ترمخه به یې د غزه امنیت د حماس او د فلسطیني ادارې د حکومت دارۍ نه بغیر په مکمله توګه د اسرایل په لاسو کې وي.

د نېټن یاهو د مجوز تګلارې ترمخه د مصر او امریکې په همکارۍ به د غزه نه مصر ته د تګ او راتګ لارې به د اسرایل په اختیار کې وي. دا نه ده واضحه چې ایا مصر د اسرایل مجوزه تګلاره منظوره کړې ده او که نا؟ خو د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن د یو اسرایلي چارواکي له قوله ویلي چې د اسرایل د منصوبې به اړه مصر امریکې سره ځان یو ځای کړی خو امریکا غواړي چې د اصلاحاتو وروسته فلسطيني اداره په غزه کط کردار ولري.

مطبوعاتي رپورټونه وايي فلسطیني نمایندګانو چې د اسرایل تجویز یې لیدلی، دغه منصوبه یې رد کړې ده. د اسرایلي منصوبي ځینې برخې سیمې دپاره د امریکې د دریځ هم برعکس دي چې د دوو ریاستونو، فلسطیني او سرایلي، په قیام یقین لري.

د دې میاشت په شروع کې هم په پېرس کې د امن مذاکرات شوي وو خو څه نتیحه یې راونه ړه. حماس چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې په مهال یې تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال کړي وو، ویلي باقي پاتې ۱۰۰ یرغمالان به په داسې صورت کې خلاصوي چې د ډزبندۍ په معاهده کې غزه نه د اسرایل د مکمل انخلا شرط شامل وي.

نېټن یاهو د حماس تجویز مسترد کړی دی.

بلخوا، اسرایل په غزه کې پوځي عملیات دوامداره ساتلي او د غزه د صحت وزارت وویل د جمعې په ورځ د غزه په مرکزي برخه کې یو کور د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د لګېدو له امله ۲۲ کسان ووژل شوو.

د صحت وزارت وویل په بمبارۍ کې په وژل شویو کسانو کې د فلسطیني ټوقمار یا کامیډین محمود ابو زعیتر د کورنۍ ګڼ شمېر غړي هم شامل دي. زعیتر په انټرنېټ یو اشاریه دوه مېلین فالورز.

اسرایل په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلی خو وايي هر ممکن کوښښ کوي چې ملکي خلک زیانمن نه شي.

هم د جمعې په ورځ د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې اسرایلي هوايي حمله له امله په غزه کې د ۱۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

رپورټونه وايي اسرایل د غزه په جنوبي ښارونو خان یونس او رفح کې فضايي حملې وکړې او د غزه د صحت وزارت وویل په حملو کې لږ تر لږه ۱۰۴ کسان ووژل شوو. وزارت وویل په اکتوبر کې شروع شوې جنګ کې تر اوسه ۲۹۵۱۴ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي اسرایلي بمبارۍ زیاتره غزه هواره کړې او د سیمې دوه اشاریه څلور مېلین ابادي یې قحط ته ور نږدې کړي ده.

اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د وېسټ بېنک په جنین ښار کې په ډرون حمله کې د اسلامېک جهاد نومې وسله والې ډلي یو وسله وال ووژلو.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته په وېسټ بېنک کې هم تشدد زیات شوی. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال نیولي وو. د تېر کال د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حماس ترمنځ په عارضي اور بند کې حماس ۱۰۰ یرغمال او اسرایل ګڼ شمېر فلسطینیان د قېد نه ازاد کړل. اسرایل وايي ۳۰ پورې یرغمال کسان وژل شوي او یا مړه شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG