لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په 29 ضلعو کې د پولیو مهم دویم پړاو شروع شو


له دي وړاندي د خېبر پښتونخوا په شپږو جنوبي ضلعو کې پولیو د مخنیوي مهم پایې ته رسیدلی دی
له دي وړاندي د خېبر پښتونخوا په شپږو جنوبي ضلعو کې پولیو د مخنیوي مهم پایې ته رسیدلی دی

د خېبر پښتونخوا په 29 ضلعو کې د پولیو مهم دویم پړاۇ پیل شو چې د پېنځو ورځو پورې به دوام لري او په مهال به یې قریباً 62 لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

له دي وړاندي د خېبر پښتونخوا په شپږو جنوبي ضلعو کې پولیو د مخنیوي مهم پایې ته رسیدلی دی.

د پولیو د مخنیوي ادارې وینا تر مخه دغه مهم کې 30822 پولیو ټیمان برخه اخلي. د دي تر څنګ 43 زره پولیس او امنیت ساتونکي سیکیورټي ځواکونه کور په کور پولیو ټیمانو سره ګرځي.

د خېبر ضلعې مرستیال کمشنر اشرف الدین وي او ای ډیوه ته وایي د پولیو کمپاین د پاره ټولې تیاري پوره شوي دي او هدفي ماشومانو ته به بولیو ضد قطرې رسوي.

اشرف الدین وایي ''په دې موضوع برون هم مونږ د خېبر تحصیل په جرګه حال کې یوه تربیتي غنډه رابللې وه. په دې غنډه کې د پولیو چارواکو تر څنګ ځايي مشرانو او نوموړي خلکو ګډون کړي وۇ. خلکو ته ویلي شوي چې پولیو قطرې د پاکستان د پاره څومره اهمیت لري. دغه غنډه کې تول خلک په دې خبره متفق شول چې ماشومان به پولیو په ضد ویکسین کېږي''.

په خېبر ضلع کې دوه لکه نهه زره پنځو کالو څخه کم عمر ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي.

د افغانستان سره نېزدي په سرحدي سېمه لندیکوتل کې خواۇشا۶ 61 زره ماشومانو ته به بولیو قطرې اچولی شي .

د خېبر ضلعي مرستیال کمشنر اشرف الدین وایي په تېر شوي پولیو کمپاین کې یواځي 20 انکاریان رپورټ شوي وو خو هغه هم قانع شوي دي.

اشرف الدین وایي ''تېر شوي پولیو کمپاین کې مونږ سره صرف 20 انکاریان رپورټ شوي وو. دغه انکاریانو کې لیویز پولیس وو کومو چې حکومت نه د پنشن غوښتلو په بنیاد ماشومان نه ویکسین کول، ځینو خلکو د صوبایي حکومت نه د شهدا۶ پیکج غوښتلو له وجې پولیو قطرو څخه انکار کولو، او ځینې داسې هم دي چې حکومت نه دیمانډ کولو په بنیاد انکار کوي، خو د کمباین په روستې ورځو کې دا تول خلک په پولیو څاڅکو اچولو قانع کوو''.

بلخوا د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د پولیو د مخنیوي کمپاین بیل شوی دی. د پولیو د مخنیوي بېړني مرکز وینا تر مخه د پولیو مهم په وخت د سیکیورټي د پاره کلک ګامونه پورته شوي.

د پولیو د مخنیوي ادارې وینا تر مخه پاکستان کې په تېر یو کال کې او خېبر پښتونخوا کې د تېرو 19 میاشتو راهسې یو پولیو کیس نه دي رپورټ شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG