لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې د حملې وروسته د پولیو ضد کمپاین بیا شروع شوی


چاودنه په داسې مهال شوي چې د ډي ای خان په شمول د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو د ورکولو مهم دوام درلود
چاودنه په داسې مهال شوي چې د ډي ای خان په شمول د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو د ورکولو مهم دوام درلود

په ډېره اسماعیل خان کې یوه ورځ وړاندې د پوليو ټيم په ساتونکو پوليس عسکرو د چاؤدنې روسته په سیمه کې د پولیو ضد کپماین بیا پېل شوی دی.

د پولیس په وېنا د ډي آی خان په کلاچۍ سېمه کې د سړک په غاړه بم چاودنه کې دوه پوليس زخمیان شوي د او د پولیس موټر نه زیان رسېدلی دی.

چاودنه په داسې مهال شوي چې د ډي ای خان په شمول د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو د ورکولو مهم دوام درلود

د پوليسو د وينا ترمخه په بيلا بيلو سېمو کې پلټنې روانې دي او اضافي پوليس نفري هم علاقي ته ليږل شوي ده۔

په پوليو ټيم ماموره پوليس بمي چاودنې پړه د پاکستان تحريک طالبان ډلي په غاړه اخستې ده۔

د پوليو مهم د پاره د امنيت صورتحال په اړه د خېبرپښتونخوا چيف سيکټري ډاکټر شهزاد بنګش د کمپاين پرانستې پرمهال ميډيا سره خبرو کې ويلي وو چې د هر کمپاين وړاندي د سيکيورټي انتظاماتو خصوصي جائزه اخستل کيږي۔

ډاکټر شهزاد بنګښ وېلي "د هر پولیو کمپاین وړاندي د سیکیورټي کلک ګامونه پورته کولی شي. دغه کمپاین د پاره هم ټولې تیاريانې پوره شوي. پولیو یو ډېر مهم ټاسک دی. دغه نه صرف قامي بلکه بین الاقوامي اهمیت لري. مونږ د هر کمپاین د پاره د سیکیورټي ګامونو جائزه اخلو"۔

بلخوا د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز مشر عبدالباسط وايي په جنوبي ضلعو کې د پوليو وايرس مثبت نمونو رپورټ کيدو سره سره د امنيت خراب صورتحال يو بل لويي چيلنج جوړ شوے دے۔ نوموړي وايي چې کله هم داسې پيښې کيږي نو د پوليو مهم په کوالټي يي نيغ په نيغه اثرات غورځيږي او ټاکلي شوي ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي نه رسيږي ۔

عبدالباسط وايي " په داسې حال کې د پوليو کمپاين ځکه اغيزمن کيږي چې د پيښې روسته پوليو مهم وځنډول شي او ماشومان د پوليو ضد څاڅکو څخه بچ پاتې شي۔ په داسې حال پوليو وايرس ته موقع ملاؤ شي او بيا سر اوچت کړي۔ خو بيا هم پوليو کارکونکي په بله ورځ او يا بله ورځ کور په کور ګرځي او ماشومان وېکسين کوي"۔

له دي وړاندي تيره مياشت د جنورۍ په 20 مه هم ډي ائي خان کلاچۍ سيمه کې په پوليو ټيم ماموره پوليس په ډزو ژوبل شوے وو او بيا روستو په پنځويشتمه نيټه کوهاټ ضلع کې د پوليو ټيم پوليس ساتونکی په وسله والو بريد کې وژل شوی وو۔ د آزاد ميډيا رپورټونو ترمخه د تير کال اګست مياشت راهسې يواځې خېبرپښتونخوا کې د پوليو کمپاين په وخت بريدونو کې 16 پوليس او پوليو کارکونکې وژل شوي دي۔ د کال 2012 راهسې پاکستان کې دغه شمېره تر سلو پورې رسيدلي ده۔

د خيبر پښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکزوينا ترمخه صوبه کې تيرو 19 مياشتو راهسې پوليو کېس نه دی رپورټ شوی خو په بنو او ټانک کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوي دي د کوم روستو چې په بنو او ډي آئي خان ډويژنو کې د ګل ورځي نه خصوصي پوليو کمپاين شروع شوی دی۔ د صوبي په پاتې ضلعو کې به 28مې فرورۍ نه کمپاين شروع کيږي۔


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG