لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې احتجاجي پرلت دوام لري، د کميټۍ غړي به يې د وزیراعلا سره غونډه کې ګډون کوي


بنو کې په 19مه جولايۍ په امن مارچ یا لاریون ډزو کې یو تن وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی
بنو کې په 19مه جولايۍ په امن مارچ یا لاریون ډزو کې یو تن وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی

د خېبرپښتونخوا په بنو ښار کې امن دپاره احتجاجي پرلت په پینځمه ورځ دوام لري او د احتجاج د کمېټۍ مشران وايي پينځه غړي یې سبا د صوبې وزیراعلا امین ګنډاپور په مشرۍ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ غونډه کې ګډون او د کمېتۍ په غوښتنو به بحث کوي.

په بنو کې پوليس سرچينې وايي، د وسله والو ضد یې عمليات پيل کړي، د وسله والو دوه دفترې یې تړلي او ځینې مشکوک کسان یې هم نيولي دي.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر پښتون يار خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، سبا به د ده په ګډون د پرلت د کمېټۍ پينځه غړي د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې ګډون کوي.

هغه وويل، "د وزيراعلا په خصوصي دعوت د اېپکس کمېټۍ غونډې ته بلل شوي، په غونډه کې به د بنو پرلت په 16 غوښتنو خبرې کيږي".

هغه زياته کړه، "وزيراعلا د وړاندې نه د پرلت غوښتنې منلي او هغه پرې د اېپکس کمېټۍ غونډه رابللې او د جمعې په ورځ به بيا وزيراعلا په خپله پرلت ته راځي."

پښتون يار خان دا هم وويل، د بنو د پرلت په غوښتنو، او هلته د امنیت دپاره پورته کړل شوي ګامونه به د صوبې په نورو برخو کې هم عملي کولی شي.

بنو کې په 19مه جولايۍ په امن مارچ یا لاریون ډزو کې یو تن وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی.

په 15مه جولايۍ په بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد کې د پوځ په قول اته پوځيان او لس ترهګر وژل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، په چاودڼۍ د بريد او نښتې په وخت د ترهګرو په ډزو کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي.

د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

د وزيراعلا سره د اېپکس کمېټۍ غونډه کې ګډون دپاره بلل شوي د بنو پرلت د کمېټۍ بل غړي او د تاجرانو د تنظیم مشر ناصر بنګش وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، هغه به د وزیراعلا په مشرۍ اېپکس کمېټۍ غونډه کې ګډون کوي او که چرته په غوښتنو منلو کې یې کوم خنډ جوړ کړل شو، په بل صورت کې دوی دويم پلان هم تيار کړی دی.

خو نوموړي ونه ويل چې بل پلان به یې څه وي.

د بنو د پرلت ګډون وال وايي د غوښتنو منلو پورې به یې پرلت روان وي.

د بنو د پرلت والو په لویو غوښتنو کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او د بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې خلاصېدو په شان غوښتنې شاملې وې.

د بنو د پوليس لوړ پوړو سرچينو ورته تاييد کړې چې وزيراعلا پوليسو ته رسمي لارښوونه کړې چې د ټولو وسله والو ډلو پرضد دې عمليات پيل کړي، د هغې وروسته یې د بنو په ښار کې عمليات پيل کړي د وسله والو دوه دفترونه یې تړلي، غېر رجسټرډ ګاډي او وسله یې ترې ترلاسه کړې او اووه مشکوک کسان یې هم نيولي دي.

د پوليس سرچينې په وينا، بند کړل شوي دفترونه د هغو کسانو دي چې پخواني تسليم شوي طالبان دي یا یې د ادارو سره یې د امن په نوم کار کولو او د حکومت نه یې وسلې ترلاسه کړې وې، خو په دوی کې زياتره جرايم پېشه کسان دي.

سرچينې زياته کړې، د دفترونو چلوونکو به د خلکو نه د مسلو هوارولو او روغو جوړو کولو په سر پېسې اخستې، د پوليس سرچينې په خبره، په بنو ضلعه کې دغه ډول د 15 نه تر 20 پورې دفترونه دي او دا ټول به ختمول کيږي.

په ټولنيزو رسنيو هم ځينې د بنو ځينې ويډيوز خپرې شوي چې پکې ليدل کیږي، پوليسو کسان نيولي روان کړي یې دي او ځينې ګاډي یې هم په ولکه کې اخستي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG