لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند ویلي، د پوځ او آي ایس آي مشرانو سره مذاکرات کوي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر اؤ پخواني وفاقي وزیر شهریار اپریدي ویلي ګوند یې د حکومت سره خبرې نه کوي بلکې یوازې د پوځ سرلښکر اؤ د استخباراتي ادارې آي ایس آي د مشر سره به خبرې کوي.

حکومتي ایتلاف د شهریار اپریدي دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي چې تحریک انصاف ګوند بیا پوځ په سیاست کې رالړل غواړي.

پوځ لا پخپله د تحریک انصاف د مشر څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پوځي ویاند د تحریک انصاف د پخواني حکومت په وروستیو ورځو کې واضحه کړې وه چې له سیاسته یې ځان رانغاړلی دی.

د تحریک انصاف ګوند دغه مرکزي مشر پوځ اؤ آي ایس آي سره د مذاکراتو دا خبره وروسته له هغې کړې چې حکومت ایتلاف وړمه ورځ تحریک انصاف ګوند ته د مذاکراتو وړاندیز وکړو اؤ ويې ویل د ملک د ښېګړې لپاره باید پي ټي آي حکومت سره خبرو ته کښېني.

د پاکستان یو شخصي ټي وي چینل جیو نیوز په پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي شهریار اپریدي ویلي "دوي [موجوده واکمنان] د مذاکراتو خبره کوي خو دوي پخپله ددې وړتیا نه لري، مونږ به خبرې کوؤ یوازې د ارمي چیف سره اؤ آي ایس آي د ډایریکټر جنرل سره ، د پاکستان د پوځ سره".

شهریار اپریدي وویل، د تحریک انصاف باني [عمران خان] د وړومبۍ ورځې نه د مذاکراتو خواهش درلودو خو له بل اړخه هیڅ ځواب نه راتلو، دا تاثر سم نه دی چې ګنې پي ټي "آي این ار او" یا "ډيل" غوړي بلکې د پاکستان د غوره راتلونکي په خاطر د پوځ سره خبرې کوي.

خو د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور بیا د پوځ سره د مذاکراتو په اړه د شهریار اپریدي د بیان نه بې خبري ښودلې ده .

د خالي په ورځ چې کله په جوډیشل کمپلیکس کې خبریالانو د علي امین ګنډا پور نه په دې اړوند پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې ارف چې سره د مداکراتو په اړه د پوښتنې ځواب پخپله شهریار اپریدی ورکولی شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ(ن) ګوند سینیټر عرفان صدیقي ویلي وؤ چې هر کله تحریک انصاف ګوند د صدر د عهدې لپاره محمود خان اڅکزی خپل کاندید نومولی شي، دخپل احتجاج لپاره د خپل تر ټولو ستر مخالف مولانا فضل الرحمان سره خبرو ته کښېناستی شي نو بیا دې د ملک لپاره هم حکومت سره خبرو ته کښېني.

د مرکزي حکومت د ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ ویاند فیصل کریم کنډي د شهریار اپریدي لخوا پوځ سره د مذاکراتو په خبره سختې نیوکي کړي اؤ ویلي یې دي چې پي ټي آي غواړي پوځ یو ځل بیا سیاست کې راولړي.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې فیصل کریم کنډی وویل مونږ سیاستمداران په مذاکراتو باور لرو اؤ پي ټي آي ته پکار ده چې باید د سیاسي خلکو سره خبرې وکړي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو په وار وار ویلي دي چې موجوده حکومت د ولس په رایو نه بلکې د ټګۍ له لارې واک ته رسیدلی نو ځکه ورسره دوي مذاکرات نه کوي خو د واکمن سیاسي ایتلاف مشران بیا تحریک انصاف ګوند د ملک په دښمنۍ اؤ اړي ګړي تورنوي اؤ وایي له انشار جوړولو پرته ورسره بله هیڅ ایجنډه نه شته.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG