لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارکو روبیو او محمد بن سلمان په ملاقات کې په غزې خبرې کړې


د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټیمي بروس د روبیو او ولیعهد تر منځ د لیدنې په اړه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د شخړې د هواري پر اهمیت رڼا واچوله چې د سیمې په امنیت کې مرسته وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټیمي بروس د روبیو او ولیعهد تر منځ د لیدنې په اړه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د شخړې د هواري پر اهمیت رڼا واچوله چې د سیمې په امنیت کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ګل، دوشنبې په ورځ په ریاض کې شوي ملاقات کې د غزې د پلانونو په اړه خبرې کړې.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټیمي بروس د روبیو او ولیعهد تر منځ د لیدنې په اړه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د شخړې د هواري پر اهمیت رڼا واچوله چې د سیمې په امنیت کې مرسته وکړي.

ټیمي بروس وویل، دواړو مشرانو تېره میاشت د اسرایل او حماس ترمنځ د شوي ډزبندۍ په اړه هم خپله ژمنه تکرار کړه او د شام، لبنان او بحیره احمر یا سور سمندر په اړه خبرې وکړې.

د سعودي عرب سرکاري خبري ایجنسۍ اېس پي ای ویلي، دواړو د سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو او امنیت او ثبات ته د رسېدو پر هڅو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو منځني ختیځ ته له هغه وروسته سفر کوي چې د امریکا صدر ټرمپ وړاندیز عربي نړۍ په غوسه کړه چې د غزې د جنګ ځپلي فلسطیني اوسېدونکي دې په نورو عربي هیوادونو کې مېشت شي او دا چې امریکا یې د بیارغونې مشري وکړي.

د عرب ملکونو اتحاد عرب لیګ په ګډون څو عربي هېوادونو له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو پلان رد کړی دی.

د عرب لیګ سیکرټري جنرل احمد ابوالغیط د شورو، چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې له غزې پټۍ څخه د فلسطینیانو د ایستلو هرډول پلان رد کړو او ویې ویل چې دا ډول ابادکاري به د منلو وړ نه وي.

هغه وویل چې د غزې له جنګ ځپلې سیمې څخه د دوه میلیونو فلسطینیانو د ایستلو لپاره د امریکا د صدر ډانالډ ټرمپ وړاندیز به په سیمه کې کړکیچ رامینځته کړي.

د اردن پاچا عبدالله دویم چې د تیر نهې سه شنبې په ورځ یې په واشنګټن کې له صدر ټرمپ سره ملاقات کړی وو، د ملاقات وروسته وویل چې په خبرو کې یې له غزې او غربي غاړې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو پر وړاندې د خپل هېواد پر دریځ ټینګار کړی دی.

هغه په خپل یوه پوسټ کې د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم ایکس کې وویل چې د غزې بیا رغونه او له ناوړه بشري وضعیت سره معامله کول پرته له دې چې فلسطینیان له خپلو کورونو ویستل شي باید د هرچا لومړیتوب وي.


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د اسرايل د سفر وروسته د ګل، دوشنبې په ورځ سعودي عرب ته رسېدلی دی، نوموړی به هلته د اوکراين په شخړه د روسي چارواکو سره خبرې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG