لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان د ټول شموله حکومت جوړولو او نړۍ ته د منل کېدلو د چيلنج سره مخ دي


د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي او د برطانيي خارجه وزیر ډومېنېک راب په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وېنا کوي
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي او د برطانيي خارجه وزیر ډومېنېک راب په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وېنا کوي

که يو خوا په افغانستان واک لرونکي طالبان په ملک دننه د ټول شموله حکومت د جوړولو د ستونزو سره مخ دي نو بلخوا د نړۍ لو قوتونه د دوی د واک جايز ګرځولو او حکومت يې منلو ته تيار نه دي.

البته پاکستان چې د طالبانو کلک ملاتړ حسابيږي سفارتي کوښښونه تېز کړي چې په څه نه څه رنګ کې د طالبانو د راتلونکي حکومت د منلو په لړ کې يې مرسته وکړي.

پاکستان ويلي د طالبانو حيثيت نه منل به د نړۍ امن ته خطر پيښ کړي چې په ځواب کې يې برطانوي ژورنالېسټې او د اي ايم ملاله کتاب ليکونکې کرېسټينا ليمب ليکلي وو پاکستان په يو رنګ کې نړۍ ته دړکه ورکوي که طالبان ونه مني نړۍ به د خطر سره مخ شي.

البته د پاکستان کوښښونو ته وړمبۍ خنډ د برطانيه لخوا جوړ شو کله چې برطانوي وزير خارجه ډومينيک راب په اسلام اباد کې د پاکستان د وزيرخارجه شاه محمود قريشي سره په ګډ پرېس کانفرنس کې وويل ملک يې طالبان نه مني خو رابطې ورسره ساتل غواړي.

هغه ويلي “مونږ چې کومه لار خپلوو هغه دا ده چې مونږ طالبان په رسميت نه پېژنو. مونږ ته دا اهميت لري چې وتوانيږو طالبانو سره نېغ په نېغه رابطه کې ووسو”. راب زياته کړه برطانيه د حکومتونو په ځای رياستونه په رسميت پېژني.

د پاکستان وزير خارجه شاه محمود قريشي ميډيا ته په خبرو کې وويل “د ځينو خپله خوښه چې پاسي او لاړ شي. مونږ نه شو. مونږ ګاونډيان يو او يوځای به اوسيږو. جغرافيا مونږ د يو بل سره تړي. طالبانو سره زمونږ تعلق به لږ بدل وي او ريښتونی به وي”.

د دې نه وړاندې وزير اعظم عمران خان او نورو حکومتي چارواکو د طالبانو سره د تعقلقاتو د شلولو نړۍ ته خبرداری ورکړی چې دا به امن ته د خطر سوب وګرځي.

قريشي تېره اوونۍ د ايران، ازبکستان او تاجکستان بيړنی سفر کړی و خو په واپسۍ کې د ميډيا سره د خبرو نه يې دا تاثر اخېستل شوی چې دطالبانو په رسميت د منلو په لړ کې هلې ځلې يې څه ډېرې کاميابې نه ښکاري. ايران د طالبانو پخوانی رجيم هم تر اخره په رسميت نه و منلی.

د وايټ هاوس پرېس سيکټري جين ساکي هم ميډيا ته ويلي د طالبانو سره يو نوي غير يقيني صورتحال ته دننه شوي.

هغې وويل “دا هيڅوک نه وايي نه فيډرل حکومت، نه ولسمشر، نه د دفاع وزير او نه د استخباراتو چارواکي چې ګواکې طالبان ښه خلک دي. مونږ دا نه دي ويلي. هم دا يوه وجه ده او مونږ پرې روڼ اندي يو چې مونږ د طالبانو منلو ته په بيړه کې نه يو او خپل څار کوو”.

د طالبانو د دوها دفتر هم سفارتي هلې ځلې تېزې کړي او په يوه اوونۍ کې يې د سياسي دفتر غړي په قطر کې د هند سفارت ته ورغلي او اوس د دطالبانو د ياند سهيل شاهين د ټويټ ترمخه د سياسي دفتر غړی عبدالسلام حنفي يې د چين د خارجه چارو د نايب وزير وو جيانګاو سره په ټيلفون خبرې کړي.

شاهين ليکلي “چين ويلي په کابل کې خپل سفارت ساتي او زمونږ تعلقات به د تېر په ځای نور هم زيات شي. افغانستان د سيمې په امن اوترقۍ کې اهم رول لوبولی شي. چين به انساني مرستې زياتې کړي او په خاصه توګه د کرونا ناروغۍ مخنيوي ته به ډېره توجه ورکړي”.

البته د چين لخوا د دې رابطې په اړه کوم سرکاري بيان لا نه دی راغلی.

چين د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې دی او انديښمن دی د ويغور جدايي غوښتونکي اسلامي وسله وال بيا يو ځل د طالبانو په واکمنۍ کې وسله وال پاڅون پيل نه کړي.

د طالبانو يو بل وياند زبيح الله مجاهد د اټلي يوې ورځپاڼې ته ويلي د افغانستان د اقتصاد د راغورځېدلو نه د بچ کولو او د هېواد په ترقۍ کې به چين دطالبانو غټ پارټنر وي.

د هندوستان د غټې ورځپاڼې دې هندو د رپورټ تر مخه د طالبانو د قطر دفتر د ملاقات غوښتنه کړې وه چې پلاوي يې د طالب چارواکي شير محمدعباس ستانکزۍ په مشرۍ په قطر کې د هند سفير ديپک ميتل سره په هندي سفارت کې وليدل.

د هندوستان د غټې ورځپاڼې دې هندو د رپورټ تر مخه د طالبانو د قطر دفتر د ملاقات غوښتنه کړې وه چې پلاوي يې د طالب چارواکي شير محمدعباس ستانکزۍ په مشرۍ په قطر کې د هند سفير ديپک ميتل سره په هندي سفارت کې وليدل
د هندوستان د غټې ورځپاڼې دې هندو د رپورټ تر مخه د طالبانو د قطر دفتر د ملاقات غوښتنه کړې وه چې پلاوي يې د طالب چارواکي شير محمدعباس ستانکزۍ په مشرۍ په قطر کې د هند سفير ديپک ميتل سره په هندي سفارت کې وليدل

اخبار د هندي چارواکو د خلې ليکلي په ملاقات کې د افغانستان خاوره د هند خلاف په نه استعمالېدو زور راوړل شوی او هند غوښتلي طالبان دې ورسره په افغانستان د ګېر شوو قریباً 100 هندي وکړو په حفاظت ويستلو کې مرسته وکړي او د افغانستان نه هند ته تلونکو خلکو په خاصه توګه د لږکيو مذهبي ډلو منونکو ته اجازت ورکړل شي او اسانتياوې دې ورته پيدا کړل شي.

هند هم انديښمن دی چې د طالبانو په يواځې سر واک اخستل د هند د پاره د سر درد جوړ نه شي ځکه طالبان په دې تورن دي نه يواځې ترهګره ډله القاعده هند طالبانو ته نزدې ده بلکې د دعوو تر مخه د هند د ولقې لاندې کشمير کې جنګېدونکي وسله وال پاکستاني هم د طالبانو په صفونو کې دي.

د پاکستان دې غوښتنې چې افغان طالبان دې د پاکستاني طالبانو خلاف اقدامات وکړي او دا دې يعقيني کړي چې افغانستان د پاکستان خلاف استعمال نه شي، افغان طالبانو ورته په ځواب کې ويلي دا د پاکستان کار دی څنګه د تحريک طالبان پاکستان لاره ونيسي نه چې د افغان طالبانو. خو نړۍ ته يې داطمنان د ورکولو کوښښ کړی چې د افغانستان خاوره به د بل يو ملک خلاف استعمال ته ورنکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG