لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 رسنۍ: په کندهار کې د موسیقۍ په غږولو طالبانو ځینې راډیوګان تړلي او کارمندان یې نیولي وو


په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو او د رای د ازادۍ احترام به کوي خو په ورستیو ورځو کې دا الزامات زیات شوي چې طالبانو د دغو ژمنو خلاف ورزي کوي. تصویر کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد لیدل کیږي
په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو او د رای د ازادۍ احترام به کوي خو په ورستیو ورځو کې دا الزامات زیات شوي چې طالبانو د دغو ژمنو خلاف ورزي کوي. تصویر کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد لیدل کیږي

په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ ادارې وايي چې طالبانو په کندهار ولايت کې ځینې سيمه یيزي رسنۍ د موسیقۍ په غږولو د عارضي وخت دپاره تړلي وې او د دغو رسنیو کارمندان یې د څه وخت دپاره بندیوان کړي وو.

خبريالان وايي چې د طالبانو داسې ډول اقداماتو سره به په افغانستان کې د بيان ازادې هم متاثره شي او په رسنيو د محدوديتونو له وجې به فعاله مطبوعاتي ادارې هم وتړل شي.

افغان خبریالان وايي په هيواد کې د بيان ازادي خوندي کولو او د ژورنالستانو په ضد تاو تريخوالي د مخينوي لپاره بايد د رسنيو قانون عملي او د خبریالانو د تحفظ لپاره جوړ کمېسون فعال کړی شي۔

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنې ويلي چې د مارچ په 28 مه د طالبانو د استخباراتو ادارې کارکونکو په کندهار کې د څلورو بېلا بېلو راډيوګانو په دفترونو د چاپو په مهال ريډيوګان وټرل او لږ تر لږه شپږ کارکوونکي یې ونيول۔

په دغو رسنیو تور لګول شوی و چې د موسیقۍ د نه خپرولو په اړه یې د طالبانو تګلاره او اصول نه وو عملي کړي او موسيقۍ يې خپروله۔

د مقامي سرچینو په قول د راډیوګانو نیول شوي کارمندان وروسته ازاد کړی شوی او راډیوګانو ته فعالیت اجازت وکړی شو .

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي چې د مطبوعاتي ادارو تړلو او د کارمندانو یې نيولو سره په هېواد کې د بيان ازادي به نوره هم اغېز منه شي۔"چې ريډيو تړل کېږي نو هغې طبعي فرهنګي، مالوماتي او خبري څانګې هم بندېږي، نو دا بيان ازادۍ باندې اغېز لري"

نوموړي زياته کړه د خبريالانو خونديتوب او د رسنيو فعاليت لپاره د مطبوعاتو د قانون ترمخه جوړ کمېسون دوباره فعاله کول ډېر مهم دي۔

حجت الله مجددي وايي چې د دغه پېښو او د خبريال د نيول کېدلو مخنيوي يواځينې لاره د رسنيو کمېسون دی چې فعاله شي او د رسنيو ستونزې د خبرو د لارې حل شي۔

د ټولنې نه ترلاسه شويو شمېر ترمخه د کال 2021 دسمبر پورې په افغانستان کې 300 ريډيوګان فعاله وو او 6585 تنانو پکې کار کولو خو د طالبانو واکمن کېدو وروسته 87 ريډيوګان بند شول 3123 کارکونو يې خپلې دندې د لاسه ورکړې۔

د امنيتي ستونزو له امله د نوم نه ښودولو په شرط يو افغان خبريال وي او ای ډيوه ته وايي په رسنيو د محدوديتونو له وجې ممکنه ده چې دغه باقي پاتې مطبوعاتي ادارې هم وتړل شي، دې وايي مالوماتو ته لاس رسی د خلکو بنيادي حق دی او بايد دا خوندي کړل شي۔

دې وايي که طالبان دا خبره کوي چې رسنۍ د سندرو اورېدو يوه آله ده نو دا خبره سمه نه ده، په رسنيو کې تفريخې، سياسي، ټولنيزي او طبي برخې دا هغه څه دي چې عام خلک حق لري چې دغه مالومات ترلاسه کړي۔

هغه زياته کړه که په رسنيو محدوديتونه راکم شي نو خلک به هم په دندو وګمارل شي او هم دغه شان د هرې سيمې نفر نفر ته به مالوماتو ته لاس رسی ووشي۔

د مطبوعاتو د قانون او د رسنيو د ملاتړ قانوني کمېسون عملي کولو لپاره د طالبانو حکومت کوم اقدامات کړي؟ په اړه د طالبانو د حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد او بلال کريمي سره د تماس نيولو کوښښونه بې ثمره پاتې شو.

افغان طالبانو د مارچ په 27مه د امريکا غږ خپرونې د افغانستان په شخصي ټيلي ويژنو بندې کړي دي، وايس اف امريکا د طالبانو د ادارې په خپرونو د بندیز پرېکړه غندلې او د طالبانو د حکومت څخه یې غوښتنه کړې دغه پرېکړا واپس واخلي۔

د امريکا غږ اشنا ټيلي ويژن په خپرونو ترڅنګ د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بي بي سي نشريات هم په ځايي ټيلي ويژنو خپرولو باندې بندېز لګولی دی۔

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو د رسنیو او بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي او ویلي که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د خلکو حقونو ته درناوي وکړي. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG