لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان پارلېمنټ د پخوانۍ غړي مرسل نبي زاده د وژنې په پراخه کچه غندنه شوې


د طالبانو د پولیس چارواکي مولوي حمیدالله خالد ویلي چې مرسل نبي زاده او یو ساتونکی یې د هغې په کور کې وژل شوي او یو ورور او بل ساتونکی یې زخمیان شوي دي
د طالبانو د پولیس چارواکي مولوي حمیدالله خالد ویلي چې مرسل نبي زاده او یو ساتونکی یې د هغې په کور کې وژل شوي او یو ورور او بل ساتونکی یې زخمیان شوي دي

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعالانو او د افغانستان دپاره د امریکې عارضي نګرانې سفيرې کېرن ډېکر د افغان پارلېمنټ د پخوانۍ غړي مرسل نبي زاده د قتل غندنه کړې. مېرمن ډېکر د نبي زاده د کورنۍ سره د غمرازۍ اظهار کړی دی.

د مرسل نبي زاده په وژنه د تشویش څرګندولو په لړ کې افغان فعالانو وویل په افغانستان کې د تېر حکومت د غړو او د مېرمنو او د بشري حقونو کارونکو ژوندونه د ګواښونو سره مخامخ دي.

افغان فعالانو د طالبانو نه وغوښتل چې د نبي زاده د قتل په شان پېښو د مخنیوي او د خلکو ژوند محفوظ کولو لپاره دې د ښځو په اړه پخپله رويه بدله کړي، د ښځو په ضد جرمونه دې په سمه توګه تعقيب او ککړو خلکو ته دې سزاګانې ورکړي.

نامعلومو کسانو مېرمن نبي زاده او د هغې یو محافظ د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې ووژله.

امریکايي سفارتکارې کېرن ډېکر د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د نبي زاده وژنې هغه "غصه" کړي ده او د هغې "زړه يې مات" کړی دی. هغې غوښتنه وکړه چې د نبي زاده په قتل کې ککړ کسانو دې احتساب وکړی شي.

مرسل نبي زاده پښتنه او د پارلېمنټ له هغو استازو له ډلې څخه وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو د واکمنېدو نه پس هم په کابل کې پاتې وه.

هغه د پخواني نظام د پارلېمان اولنۍ غړې ده چې د طالبانو د واک اختیار لاندې کابل کې ووژل شوه، په ظاهره د هغې د قتل ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مېرمنو د حقونو فعاله فراح ناز الکوزۍ وي او ای ډيوه ته د نبي زاده د قتل په اړه وویل چې د هغې وژنه دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د پخواني نظام غړي او د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکي محفوظ نه دي.

فراح ناز الکوزۍ وویل: " د اندېښنې وړ خبرا دا ده چې اسلامي امارت بار بار دا خبره کوي چې مونږه د ښځو احترام ساتو، د ښځو درانوی کوو خو برعکس مونږه داسې خبرونه اورو چې زمونږه د پارلېمان غړې چې هغه په افغانستان کې پاتې ده او د دوی د نظام لاندې يې ژوند کولو او دوی د هغې امنيت نه دی ساتلی نو دا په دې معنی ده چې اوس هم په افغانستان کې چې د پخواني حکومت کارکونکي پاتې دي هغوی اوس هم په ويره کې شپې ورځې تېروي، ځکه خو مونږه دا وايو چې هلته د حکومت د کار کوونکو امنيت نشته، هلته د مدني ټولنو د فعالانو امنيت نشته دی."

په کابل کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله اوګۍ امېل په دغه هېواد کې د مېرمنو د امنيت په اړه وي او ای ډيوه ته وايي چې په افغانستان کې د دوی د حقونو خيال نه ساتلې کېږي نو امنيت ته به يې څه توجو ورکړل شي.

نوموړې زياته کړه: " د امنيت خبره بيخي لرې ده، زمونږه نور هغه ابتدايي حقونو ته څوک په درنه سترګه نه ګوري او څوک يې په پام کې نه نيسي، زمونږ امنيت خو پرځای پرېږده هغه مېرمنې چې دلته پاتې دي د راتلونکو نسلونو لپاره قرباني ورکړې ده او زان د پاره يې خطرې په سر اخيستي دي چې دلته اوسېږي په داسې يو ماحول کې چې هيڅ قانون وجود نه لري."

په سوشل ميډیا هم د نبي زاده د وژل کېدو په پراخه کچه غندنه شوې ده.

په ټوېټر ساوت اېشیا انډېکس نومې هېنډل چې وايي د جنوبي اېشیا په سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو خبرونه خپروي، د نبي زاده د مرګ په اړه يې خپل ټويټ کې وویل مرسل د جینکو په تعلیم د طالبانو د بندیز مخالفه وه او د ګواښونو باوجود د افغانستان نه وه وتلې.

د طالبانو د پولیس چارواکي مولوي حمیدالله خالد ویلي چې مرسل نبي زاده او یو ساتونکی یې د هغې په کور کې وژل شوي او یو ورور او بل ساتونکی یې زخمیان شوي دي.

طالب چارواکي دعوه لري چې د مرسل نبي زاده یو درېیم ساتونکی پیسې او زیورات اخیستي او تښتېدلی دی

مولوي خالد زیاته کړې ده چې د پېښې په اړوند تحقیقات روان دي، مګر دا یې ونه ویل چې د واقعې اصلي سبب څه و.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پیژندل شوي سیاستمدار ډاکټر عبدالله عبدالله، چې پخپله هم د طالبانو د ولقې لاندې کابل کې اوسيږي، وویل چې د مېرمن نبي زاده په مرګ ډېر خواشینی شوی او امید یې څرګند کړی چې د دې قضیې عاملینو ته دې سزا ورکړی شي. ډاکټر عبدالله مرسل نبي زاده "د خلکو نماینده او خدمتگاره" بللې ده.

مرسل نبي زاده څه موده وړاندې د افغانستان خصوصي ټلوېژن – شمشاد – سره په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانان باید یو بل ومني او د وطن جوړولو دپاره اتفاق وکړي.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې وټاکل شوه او د ژوند تر پایه په کابل کې وه.

هغه په پارلېمان – ولسي جرګه – کې د دفاع د کمیشن غړې وه او په یو غیردولتي تنظیم کې چې کار یې د بشري وسایلو تحقیق او ترقي وه، هم دنده درلوده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG