لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا هڅه کوي رایه ورکوونکو ته ډاډ ورکړي چې صدارتي ټاکنې به خوندي وي


د امریکې د راتلونکو صدارتي ټاکنو امنیت ساتونکو چارواکو د هېواد له رایو ورکوونکو غوښتي هغه اوازې دې رد کړي او پام دې ورته نه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ بې بنیاده دعوې کوي.

دغو چارواکو د نومبر د ټاکنو لپاره د پلان شويو امنیتي معلوماتو د لړۍ په لومړۍ برخه کې ویلي چې د امریکې رایه ورکوونکي باید باور ولري چې کله دوی د ووټ اچولو لپاره ځي د دوی رایې به په سمه توګه شمېرل کیږي.

د صدارتي ټاکنو د امنیت چارې به د امریکې د سایبر امنیت او د اډاڼو د امنیت اداره (سي ای ایس اې) سمبالوي، د دې ادارې مشر جین ایسټرلي وایي:

"په راتلونکو څو میاشتو کې به تاسې له مختلفو سرچینو بېلابېلې خبرې واورئ. تر ټولو مهم شی د شور په وسیله د سیګنل یا اشارې پېژندل دي او په افسانه یا دروغو کې حقیقتونه معلومول دي".

ښاغلي ایسټرلي د سه شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وویل، "زموږ انتخابي عمل، د ټاکنو ډانچه کله هم خوندي نه وه او د ټاکنو برخه اخیستونکي کله هم پیاوړي نه وو، ځکه زه زموږ د ټاکنو په شفافیت باور لرم او د امریکا خلک هم باید پرې باور ولري".

د انتخاباتو د امنیت ساتونکې ادارې مشر رایه ورکوونکو ته دا ډاډ ځکه ورکړی چې د امریکې د استخباراتو ټولنې څه باندې یوه میاشت وړاندې خبرداری خپور کړ چې د روس، ایران او چین په مشرۍ د امریکې مخالفین د نومبر په ټاکنو کې د مداخلې په لټه کې دي.

خو هغه هڅې چې د استخباراتو د ټولنې په خبرتیا کې په ګوته شوې دي د هغو اغېزمنو عملیاتو یا د غلطو معلوماتو د کمپاینونو په بنیاد کیږي چې د امریکې د ټاکنو د عمل په اړه شکونه پیدا کړي او له ځینو امیدوارانو سره مرسته یا یې مخنیوی وکړي.

چارواکي وایي د دې برعکس د امریکې د مخالفینو هغه هڅې تر اوسه وجود نه لري چې پر انتخاباتو، د ټاکنو پر نظام یا د رایو شمېرلو پر بهیر باندې برید وکړي.

د امریکې د سایبر امنیت او د اډاڼو د امنیت ادارې (سي ای ایس اې) سینېرې سلاکارې کېټ کونلي خبریالانو ته په دې اړه ویلي، "موږ داسې څه اراده نه ده لیدلې چې د انتخاباتو په عمل کې مداخله وکړي".

د ټاکنو امنیت ساتونکې اداره (سي ای ایس اې) وایي د راتلونکو صدارتي ټاکنو د خوندیتوب لپاره له نورو هڅو سره سره د انتخابي امنیتي مشقونو یو مختلف ډول، د رایه ورکولو د مشینونو سموالی کتل او د ټاکنو اړوند کمپیوټري نیټورک د تحفظ لپاره د امنیتي ګامونو زیاتول شامل دي.

اداره دا ټینګار هم کوي چې د رایو یا ووټونو ریکارډوونکی هیڅ یو سیسټم له انټرنیټ سره تړلی نه دی او وایي د امریکې 97 فیصده رایه ورکوونکي به په هغو قانوني ټاکل شویو ځایونو کې ووټونه اچوي چې بېلټ پېپر یا د رایو پاڼې به هم پکې د متبادل په توګه وي.

خو داسې هیڅ ډول هڅې به د روس، ایران او چین په څېر هیوادونو مخه ونه نیسي چې د انتخاباتو پر شفافیت رایه ورکوونکي بې باوره کړي او ورته ووایي چې هر څه سم نه دي روان.

د سي ای ایس اې مشر ایسټرلي وایي له لویو اندېښنو څخه یوه دا ده چې د امریکې مخالفین به کوچنۍ تېروتنې د لویو سکېنډلونو په توګه ورته انځوروي.

ایسټرلي او کونلي دواړو په ډاډ سره وویل، د غیر ضروري ویرې د مخنیوي غوره لاره د امریکایي رایه ورکونکو لپاره دا ده چې د معلوماتو لپاره د سوشل مېډیا پر ځای ریاست او د ټاکنو د ادارې ځایي چارواکو ته پام وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG