لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزارت مرستیال د افغانستان او سیمې پر مسلو د خبرو لپاره قطر او پاکستان ته ځي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو ځایناستی مرستیال جان باس قطر او پاکستان ته سفر کوي چې ددغو هیوادونو له چارواکو سره به د دوه اړخیزو اړیکو اړوند مسئلو باندې له خبرو سره سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې کوي.

خارجه وزارت وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جان باس به د اپرېل له 26 تر 30 پورې قطر او پاکستان ته سفر وکړي. قطر او پاکستان له د دې اعلی امریکایي چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د خبرپاڼې له مخې جان باس به په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو سره ویني او د یو شمېر نورو هیوادونو له سفارتکارانو سره به د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړوپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان او هم پر یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبري وکړي.

پخپله جان باس د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه سیمې ته د خپل سفر خبر ورکړی او لیکلي یې دي:

"زه له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او زموږ د ګډو سیمه ییزو او امنیتي ګټو په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته روان یم".

دا نه ده څرګنده چې دغه امریکایي چارواکی به په قطر کې د طالبانو له استازو یا نورو افغانانو سره هم د افغانستان د مسایلو په اړه ویني که نه، خو د ازادي رېډیو د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د حکومت سیاسي دفتر ویلي تر اوسه له دوی سره د جان باس د لیدنې او خبرو په اړه څه نه دي شریک شوي.

جان باس د 2021م کال تر اګست میاشتې مخکې په افغانستان کې هم د امریکې د سفیر په توګه کار کړی دی.

اسلام اباد ته د جان باس تر دې سفر مخکې د امریکې په بهرنیو چارو وزارت کې د انتظام او وسایلو د چارو مرستیال ریچرډ ورما هم د روان 2024م کال د جنورۍ په دویمه اوونۍ کې پاکستان ته په سفر تللی وو.

ریچرډ ورما د پاکستاني چارواکو په ګډون د نړیوالو ادارو له استازو او همنظرو شریکانو سره هم لیدلي وو او د هغو افغانانو د ملاتړ په اړه یې د امریکا پر ژمنو ټینګار کړی وو چې د امریکې په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی وو.

پاکستان ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال په دسمبر کې هم یو امریکايي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG