لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي د کرونا وایرس له امله د جنګ په رنګ حالاتو سره مخامخ دی


په امریکا کې د کرونا واېرس وبا ته ځواب ویلو لپاره ډانلډ ټرمپ د بېړنیو چارو اداره فېډرل اېمرجنسي منېجمنټ په لویه کچه فعاله کړې ده او صدر به د نورو ګامونو پورته کولو لپاره هم زر خپل اختیارات کارولی شي.

صدر ‌ټرمپ په وائټ هاوس کې د شورو په ورځ یو خبري کانفرنس ته ویلي چي که ضرورت پېښ شو نو د دفاعي پېداوار اېکټ به هم وکاروي.

په داسې حال کې چې کرونا واېرس د امریکا ۵۰ ریاستونو او سرښار واشنګټن ډي سي کې تېزۍ سره خورېږي صدر ټرمپ ویلي هغه د جنګ د وخت صدر یعني د جنګ د جنګي وخت صدر ګرزولې دی. مطلب دا چې په جنګي حالت کې به وي.

صدر ټرمپ نن د زیارت په ورځ د بېړنیو چارو د ادارې چارواکو غونډه هم رابللې ده او ددې ترڅنګ به د ریاستي ګورنرانو سره په پېدا شوي صورتحال خبرې هم کوي.

دغه اېکټ د صدر هغه اختیارات پراخه او ګړندي کوي چې ترمخه یې د قامي دفاع لپاره د هېواد صنعتي مرکزونه په کار راولي.

ددې ترڅنګ په دې موجوده حالاتو کې به د ماسکونو او د صحت الات پېداوار زیات کړی شي.

د خبري کانفرنس په وخت صدر ټرمپ د دوه پوځي هسپتالونو لېګلو اعلان هم وکړلو چې یو به نیویارک ته لېګل کېږي او د بل تعین به وروسته کېږي.

د دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي دي چې د امریکايي پوځ مېدانونه او د موبائل هسپتالونه به هم د بېړني حالت چارو لپاره تیار وي.

مارک اېسپر زیاته کړه چې پوځ به تیار وي چې د خلکو د صحت او د نورو بېړنیو حالاتو لپاره کارکونکو ته د سا اخستلو او اپرېشنونو لپاره حفاظتي اېن ۹۵ ماسکونه ورسوي.

د کرونا مخنیوي لپاره د جوړ شوي ټاسک فورس د چارواکو سره په وائټ هاوس کې دخبري کانفرنس په وخت صدر ټرمپ وویل چې دوي به په لکهونو شمېره د حساسه ناروغانو لپاره د سا اخستلو وېنټی لېټر مشینونه هم اخلي.ممکنه ده روانه اوونۍ کانګرس د بېړني کارونو لپاره د یو ټرېلین ډالرو منظوري هم ورکړي

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG