لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه د پاکستان په پارلمان کې يوې بل سياسي ګوند ته اړتيا لري او که نه؟


محسن داوړ
محسن داوړ

د شمالي وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ ازاد غړي محسن داوړ او د پي ټي ايم مخکښ چې د کله نه دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړې چې د نوې پارلماني ګوندد جوړولو تابيا يې کړې، نوي پوښتنې او انديښنې راپورته کړي چې د نوي ګوند حاجت شته؟ د پي ټي ايم راتلونکی به څنګه وي او دا به قامپالهګوندونو ته يو چيلنج جوړ شي؟

که هر څو هم محسن داوړ د ګوند نوم او منشور لا نه دي ښکاره کړي خو څېړونکي وايي د ملګرتيا نه يې اندازه لګي چې نوی ګوند به مترقي، مزدور پالهاو قامپاله بڼه ولري.

د محسن داوړ چې سياسي تربيت يې د باچا خان په فلسفه او ولي خان په سياسي تګلاره شوی، سره معلوم مترقي او قامپاله شخصيات لکهلطيف افريدي، افراسياب خټک، بشرا ګوهر، جميله ګېلاني، پروفيسر اسماعيل چې د ګلالۍ اسماعيل پلار دی او دغه رنګ د پنجاب يو بلمترقي نوم امر علي جان ملګري دي.

د فيس بک يو فعال او قامپاله سياسي کارکن سردار امازۍ په خپله پاڼه ليکلي “د نوې پارټۍ په اړه بايد ووايم چې محسن داوړ او نور د پي ټي ايمپه سر د پارټو نه ويستل شوي وو. اوس که هغوی نوې پارټي جوړوي بايد زاړه ګوندونه په دې خوا بده نه کړي”.

محسن داوړ چې د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو د تنظيم نيشنل يوت ارګنايزيشن مشر و ته ګوند خوښه ورکړه کچرې د پي ټي ايم په چارو کې ژورتلل غواړي بايد د تنظيم د عهدې نه يوې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې ته شي او هم دغه رنګ ويل کيږي د پي ټي ايم د ملاتړ په سر د ګوند د مرکزي ورکنګ کميټۍ د دوو غړو افراسياب خټک او بشرا ګوهر د ای اي پي ممبرشپ معطل کړی شوی دی.

د ای اين پي د مشرانو په وينا د لطيف افريدي د ګوند ممبرشپ هله معطل کړل شو کله چې ښاغلي افريدي د کال 2018 په انتخابونو کې د ځويدانش افريدي په ازاد حيثيت کې ملاتړ اعلان کړو او د ګوند اميدوار ته يې کمپين ونه چلولو.

البته ای اين پي د پي ټي ايم د غوښتنو ملاتړ اعلان کړی او په نزدې ورځو کې د دواړو خواو په يو بل نيوکې که ختمې نه وي نو ‌‌‌‌‌‌ډېرې کمې شويدي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مهم مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير چې په غدارۍ، ترهګرۍ او درياست خلاف د خلکو د پاڅون په تور په کراچۍ کې په جېل کې دی د نوي ګوند په اړه کوم تازه دريځ نه دی راغلی خو هغه په تېر کې ويلي تحريکورته د هر څه ‌‌‌‌‌‌ډېر ګران دی او تل به يې ملاتړ کوي.

د پي ټي ايم بنياد ايښودونکي او د ياد تحريک مشر منظور پښتين د محسن داوړ اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی خو لا يې د وړاندې نه پرېکړه کړېچې پي ټي ايم به يو غير پارلماني تحريک وي او لکه د تېر په څېر به د خپلو ځپلو خلکو د حقونو او د ترهګرۍ ښکار شوو بې وځلو د پاره به غږ پورتهکوي.

د محسن داوړ څرګندونې ته قامپاله ګوندونو په رسمي توګه کوم غبرګون هم نه دی ښودلی خو ولې د بيلا بيلو ګوندونو يو شمېر کارکنان په سوشل مي‌‌‌‌‌‌ډياپه بحثونو بوخت دي.

څوک وايي محسن داوړ د پاکستان پارلمان توانمنوي او قامي تحريکونه او ګوندونه کمزوري کوي چې دا يو سازش دی خو بل خوا د محسن داوړپلويان وايي د نوي پارلماني ګوند جوړول به نه پي ټي ايم او نه قامپاله ګوندونو ته کوم خطر جوړ شي.

يو خوا د محسن داوړ د ګوند جوړولو په مخالفت کې د عوامي نيشنل ګوند د پخوانۍ خيبر ايجنسۍ مشر عبدالرحيم په فيس بک د يوې ټوقې په څېر ليکليچې د نوې پارټۍ حشر به د پاکستان زنده باد پارټۍ نه بدل نه وي.

د کراچۍ د پخواني مير مصطفی کمال د ګوند ذکر يې کړی چې د الطاف حسين د ايم کيو ايم نه بيل شوی دی او ځانله يې ګوند جوړ کړی.

خو بل خوا د سوشل مي‌‌‌‌‌‌ډيا يو بل فعال عاطف توقير د محسن داوړ د پارلماني لاس ته راوړنو په حقله په ټوېټر ليکلي “په پاکستان کې مې د محسنداوړ په رنګ د پارلمان د فلور استعمال لا نه دی ليدلی که خبره د دستور د قدر وي، که د ريښتوني جمهوريت وي، که په بجټ پوښتنې وي او که دصحافت په ازادۍ، دا ځوان په ‌‌‌‌‌‌ډګر ساهو دی. قامي مشر نور څه ته وايي؟

البته څيړونکي وايي ځانله ګوند جوړول، چلول او کاميابول ‌‌‌‌‌‌ډېر زيار او وسايل غواړي او د مثال په توګه وايي که افضل خان لالا، لطيفافريدي او بيا د اجمل خټک مثال مخ ته کېږدو نو بيل قامپاله ګوندونه جوړول او ساتل اسان کار نه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG