لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د ماشوم زېږولو وروسته د مور ذهني ناروغي د موراو ماشوم لپاره د زيان سبب جوړېدلی شي


ماهرين دا هم وايي په ټولنه کې د زياتې بې وسۍ او نور ډول ډول ستونزو له وجې هم د ماشوم د زېږولو وروسته په مېرمنو کې دغه ناروغي پېدا کېدلی شي
ماهرين دا هم وايي په ټولنه کې د زياتې بې وسۍ او نور ډول ډول ستونزو له وجې هم د ماشوم د زېږولو وروسته په مېرمنو کې دغه ناروغي پېدا کېدلی شي

د ډاکټرانو د وېنا ترمخه ځينې مېرمنې د ماشوم زېږولو نه پس په هارمنونز کې د بدلون په نتېجه کې په ذهني بېمارۍ يا ډپرېشن کې مبتلا شي۔

ماهرین وايي ذهني بېماري د موراو ماشوم دواړو لپاره د زيان سبب جوړېدلی شي او بايد په داسې حال کې مور په سمدستي توګه د نفسياتو ماهر ته علاج دپاره بوتلل شي.

ماهرين دا هم وايي په ټولنه کې د زياتې بې وسۍ او نور ډول ډول ستونزو له وجې هم د ماشوم د زېږولو وروسته په مېرمنو کې دغه ناروغي پېدا کېدلی شي.

د پېښور خېبرټيچنګ هسپتال د نفسياتو د څانګې مشر ډاکټر بشير احمد وي او ای ډيوه ته وويل" په بغضې مېرمنو کې د ماشوم پېدا کېدو نه وروسته د ذهني بيمارۍ يعنې ډېپرېشن حمله کېدلې شي، او په عام حالاتو کې چې خلکو ته کوم ډېرېشن کېږي نو د هغې نه يې شدت زيات وي، کله کله مور ځان ته هم نقصان رسولې شي او چې دا سوچ کوي چې زه مړه شم نو د ماشوم به څه کېږي نو بيا ماشوم د مړ کولو يا هغه نقصان رسولو کوشش هم کولې شي."

ډاکټر بشیر احمد زياته کړه د دې ناروغو علاج ممکن دی او کومه ښځه چې داسې قسم ناروغۍ کې اخته وي نو زر تر زره یې د ډاکټر نه علاج پکار دی." بغضې خلک دا وايي چې دماغو کې کومې خليې دي نو هغې کې کمې بېشې راشي ځاۍ پرځاۍ، او څه د پېدايش په وخت چې هارمونز کې کوم بدلون راشي په بدن کې نو د هغې د وجې نه دا حمله مېرمنو ته کېدلې شي او دې نه علاوه نورې وجې هم کېدلی شي، کله کله دوايانو سره دغه مسله حل شي يا مونږه چې کوم تسلي ورکوو نو هغې سره هم شفاياب شي"

د خېبرټيچنګ هسپتال د نفسياتو ماهره ډکټر شاندانه وايي چې د داسې ناروغو ښکار ښځو د علاج ترڅنګ د کورنۍ د غړو هم دا زمه داري جوړېږي چې د هغوئ د طبع تسلې د پاره وخت وباسي او کوشش وکړی چې د ماشوم مور ته څه قسم خفګان ونه رسي۔ "د ټولو نه اول خو د خاوند رول جوړېږي چې د ښځې خيال وساتي او که هغه په کلي کې نه وي بيا د خواښې، مور او د مشرې خور زمه واري جوړېږي چې هغې ته تسلي ورکړي او په خاصه توګه هغه وخت چې کله د يوې مېرمنې ړومبې يا دوېم ماشوم وي ځکه چې هغې ته دومره معلومات نه وي نو چې دوی يې پوها کوي چې خېر دې داسې خبرې ماشوم سره وي او وخت په وخت تسلي ورکوي نو هغه به ډېپريشن ته اړخ ته نه ځي"

د خېبر پښتونخوا د مېندو او بچو د صحت د پاره کارکونکې ادارې مشر ډاکټر ګل صاحب خان وايي چې دوی د صحت عملې ته باقاعده تربيت ورکړی او کومې ښځي چې د بچو مياندې شي نو هغو ته د نورو معلوماتو ترڅنګ د نفسياتي مسلو په اړه هم پوهه ورکوي۔

" په دغه کال (2019) کې 34،000 ماشومان د دايانو په لاسونو کې پېدا شوي او په دغو کې يې د 11،000 مېرمنو وخت په وخت کونسلنګ کړې دې"

طبي ماهرين وايي چې کومه زنانه يو ځل د ډېپرېشن يا ذهني بيمارۍ ښکار شي او بيا په دويم ځل د هغې حمل راشي نو د دغې بيمارۍ خطره یې دوچنده زیاته شي او پکار ده چې دغه ښځې بيا مور جوړېدو کې کم از کم درې کاله وقفه وساتي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG