زلمي خلیلزاد د پاکستاني پوځي مشر جنرل باجوه سره ولیدل

  • ایاز گل

جنرل سکاټ مېلر او جنرل قمر جاويد باجوه

په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر امریکايي جنرل اسټن سکات مېلر د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په افغانستان کې د امن او د سیمې د ثبات په موضع خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په خپله وېب پاڼه وویل په افغانستان کې د امن په اړه دواړو خواو په افغانستان کې مفاهمت په موجوده بهیر، د سیمې د ثبات او د دوه اړخیزو مفادات په موضوعاتو خبرې وکړې.

خلیلزاد او جنرل سکاټ مېلر په داسې حال کې د پاکستان په سفر دي چې د امریکې خارجه وزارت ویلي امریکې لا دا فېصله نه ده کړې چې د می د میاشت تر لومړۍ نېتې پورې به د افغانستان څخه په هېواد کې موجود ۲۵۰۰ ځواکونه راوباسي.

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره دغه نېټه د امریکې او طالبانو په امن معاهده کې ټاکل شوې ده.

د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د سټېټ ډپارټمنټ د دریځ نه وړاندې مطبوعاتو د افغان صدر اشرف غني په نوم د امريکې د خارجه وزیر اېنتني بلېنکن یو خط شایع کړی.

بلېنکن په خپل خط کې خبرداری کړی که چېرې افغان صدر د امن دپاره تجویزونه په چټکتیا عملي نه کړل نو بیا به په خپل سر د طالبانو د یرغل په مقابل کې ودریږي.

د وي او ای رپورټ وايي په دغو تجویزونو کې د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې د یوې غونډې انعقاد هم دی چې په افغانستان د امن دپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.

کله چې وي او ای د سټېټ ډپارټمنټ سره افغان صدر ته د اېنتني بلېنکن د خط په اړه رابطه وکړه نو یوې چارواکې وویل وزارت په عامه توګه د غېرملکي مشرانو په "مبینه روابطو" خبرې نه کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د می د لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې د ځواکونو په اړه څه فېصله نه ده شوي او "ټولې لارې چارې په میز پرتې دي."

د وي او ای رپورټ وايي لوړ رتبه افغان مامورینو او د حکومت مخالفو سیاسي مشرانو د دې خبر تصدیق کړی چې صدر اشرف غني او د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه خط ترلاسه کړی دی.

دوی وايي زلمي خلیلزاد د اېنتني بلېنکن په خط کې تجویزونو وضاحت کړی دی او د مجوزه موقتي حکومت په اړه یې هم خبرې کړي دي چې د سولې بهیر د عملي کېدو سرپرستي به کوي.

د وي او ای رپورټ وايي عبدالله عبدالله د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې یوې دستورې ته وویل چې هغه او صدر اشرف غني د اېنتني بلېنکن خط کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر نه دوه ورځې مخکې ترلاسه کړی و.

افغان نایب صدر امرالله صالح چې د عبدالله عبدالله ترڅنګ یې د کابل دغې غوڼدې ته وېنا کوله وویل چې افغان حکومت د اېنتني بلېنکن د خط په اړه هېڅ تشویش نه لري او نه به هم سولې دپاره دغه ډول تجویز ومني.

زلمي خلیلزاد د کابل د ورستي سفر په مهال د افغان حکومتی مامورینو، سیاستوالو او د مدني ټولنې فعالانو سره د موقتي حکومت په اړه خبرې کړي دي.

خو اشرف غني د موقتي حکومت خبره ردوي.

افغان پارلېمڼت ته د خالي، شنبې، په ورځ خپله وېنا کې اشرف غني د اقتدار انتقال د انتخاباتو دلارې کېدلی شي او هغه تیار دی چې د افغانستان د اساسي قانون دلاندې تازه انتخابات وکړي.

په کابل کې د موقتي حکومت په اړه د خبرو وروسته زلمي خلیلزاد دغه تجویز طالبانو سره هم شریک کړو او په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم وي او ای ته وویل په تجویز د غور وروسته به پې رسمي دریځ ورکوي.

يودونه: په واشنګټن کې د وي او ای خبریال سنېډي ساین هم په دې رپورټ کې مرسته کړي