دپاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېشن د شمارياتو د ادارې د يوې نظر پوښتنې په اساس وايي چې هېواد کې د کرونا واېروس د مخنیوي لپاره د پرځاې کړل شوؤ بندېزنو له کبله دوه کروړه ،7 لکه او 60 زره خلکو روزګار او معاش اغېزمنه شوې.
اسلام اباد هائیکورټ د لا درکه کړې شوي تن په موندنه کې په ناکامه راتلو چارواکو باندې د يو کروړ روپو جرمانه لګولې ده او خبرداری ېې ورکړی که لا درکه تن په یوه مياشت کې دننه خوشې نه شو نو هغوئ به د محکمانه پلټنو سره مخ کېږي.
پاکستان دا نړیوال رپورټ رد کوي چې وايي پاکستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي هیواد نه دی او هر کال تر زرور غیر مسلمانانو جینکیو باندې په زوره مذهب بدلول کېږي.
پاکستان به د نړیوال بېنک څخه د افغانستان او ازبکستان سره د رېل پاټلۍ د لارې دځان پیوست کولو لپاره د 4.8 بيلينه ډالره قرضه اخلي.
د برطانيې د حکومت لخوا خپور کړل شوي يو رپورټ کې وېل شوي چې د کال 2020م په مهال هم د پاکستان او برطانيې ترمينځ د غېرقانوني لارو په ذريعه د پېسو لېږدونه روانه وه .
د تجارت او سرمایه کارۍ لپاره د وزير اعظم مشاور رزاق داؤد وايي چې د افغانستان سره د ترجيحي تجارت په اړه د اړونده اړخوترمنځ خبرې پېل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لوظنامې ته هم د بيا کتنې کار اخري پړاؤ ته ننوتی دی.
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي يو ځل بيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام اباد د کردار د دوام په هکله خپل هوډ تکرار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان په افغانستان کې امن او د افغان کډوالو خپل هېواد ته په عزت اؤ درناوي دبېرته ستنیدلو لیواله دی.
اېشين انټرنېټ کوليشن په یو جاري کړي بيان کې خبرداری ورکړی، دغه نوې ضابطې په پاکستان کې د خطرې نخښه ده او زیاته کړې یې ده، ددغې نوي ضابطو لکبله به ورته په پاکستان کې خپلو صارفينو او کاروباري ادارو ته خدمات ورکول ډېر ګران شي.
ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم عمران خان سبا(پنجشنبه) د افغان اولسمشر اشرف غني په بلنه د افغانستان په يو ورځنۍ سفر کابل ته ځي اؤ دغلته به افغان چارواکو سره په مهمو معاملو خبرې اترې کوي.
په نړيواله کچه د مذهبي ازادې لپاره کار کونکي امريکايي کمیسیون په خپل بيان کې ويلي چې د شيعه اقلیت پرضد د ډله ايز تشدد خلاف سخت او کوټلي ګامونه پورته کول پکار دي.
دپاکستان پنجاب صوبې لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد عدالت د لا قانونه تندرويه مذهبي ډلې جماعت الدعوه دريوؤ مشرانو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په دوو نورو مقدمو کې سزاګانې اورولې دي.
د پاکستان د واک لاندې شمالي سيمې ګلګت بلتستان کې د روانې میاشتې په 15مه نېټه د قانون سازې اسمبلۍ انتخابات کېدونکي دي او وزیر اعظم عمران خان دغه سيمې ته د عارضي صوبې حثیت ورکولو اعلان هم کړی دى.
امریکا د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د ترهګرو په ځانګړي فهرست کې هم اچولې او په کال 2012 کې د هغه د درک لګولو لپاره یې د لس ميلينه ډالرو انعام هم اعلان کړې.
پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړل شوؤ تنانو د لټون لپاره جوړ سرکاري کمېشن وايي چې د تېر اکتوبر دمیاشتې په مهال په زور د بې درکه شوو نور 45 کسانو کېسونه درج شوي چې ورسره په هېواد کې د لا درکه شوؤ تنانو ټوله شمېره 2083 ته رسېدلې ده.
د اعجاز شاه بیان ته په غبرګون کې اسفندیار ولي خان پوښتنه کړی چې عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پرضد جنګ د ریاست د خونديتوب لپاره کوو که د ریاست پرضد؟
د پاکستان حکومت ددې تازه راپور په اړه لا کوم عکس العمل نه دی ښکاره کړی خو د وزير اعظم عمران خان په ګډون حکومتي چارواکي وايي هغوى د مېډيا په ازادۍ باور لري او دا چې په پاکستان کې مېډيا د غربي نړۍ نه هم زياته ازاده او خپلواکه ده
د اقتصادي چارو پوهان وايي کم امکان دی چې په دغه غونډه کې به د پاکستان نوم د خړفهرست نه وویستل شي
سېنټر انوارالحق کاکړدا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې يو خبري کانفرنس ته د سند صوبې د هغو سيمو د سفر وروسته وکړه چې د هندو جينکو په زور د مذهب د بدلوولو پېښې پکې رپورټ شوي دي
څېړونکي تېره ورځ د بلوچستان په ګوادر او د خېبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان په سيمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه د اندېښنې وړ ګرځوي او وايي دغه بریدونو د هېواد په بابله پوښتنې راولاړې کړي چې جاج اخستل یې اړېن دی.
د کال 2020 په خپله اقتصادي منظر نامه کې ايي اېم اېف وايي چې د روان مالي کال په دوران کې به د پاکستان د اقتصاد د ودې شرح 1 فيصد او د ګرانۍ شرح به 8.8 فيصد وي او د بې روزګارۍ شرح به 5.1 فيصد ته پورته کېږي
نور کتل