د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې په 30مه جولايۍ باجوړ کې په ځانمرګي بريد کې د اووه ماشومانو خوېندو ورور 13 کلن ابوزرهم وژل شوی وو، ابوزر دغلته د جمعيت علمااسلام ف په غونډه کې ګډون له نه وو ورغلی، بلکې د خپلې کورنۍ پالنۍ دپاره یې دغلته [چيپس] خرڅول او د ځانمرګي بريد ښکار شوی وو.
د باجوړ رحمن الله په خپلې نايي خانه کې کتابتون جوړ کړی په نايي خانو کې تل خلک په ورځني ژوند او روانو حالاتو خبرې او بحثونه کوي خو دا لومړی ځل دی چې د رحمن الله په نوښت پکې وړوکی کتابتون جوړ شوی او ځوانان پکې کتابونه لولي او د لوستلو لپاره یې په وړیا توګه له ځانه سره هم وړلی شي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بريدونو زیاتېدو خلک انديښمن کړې او د امن د پاره يې يو ځل بيا د اواز پورته کولو غوښتنه کړې. څيړونکي وايي، د بدامنۍ نوې څپه د وړاندې په پرتله ډېره خونړۍ او په تيزۍ سره روانه ده. حکومتي چارواکي وايي، دوي د نا امنۍ د مخنیوي لپاره هر ډول ممکنه هڅه کوي.
د پاکستان مرکزي بېنک وايي، تېر مالي کال کې غېر ملکي پانګونې راکمې شوې دي سوداګر او اقتصادي پوهان وايي، په ملک کې د سياسي، امنيتي او معاشي بې ثباتۍ له امله د پانګوالو باور راکم شوی چې له وجې يې د بهرنیو هېوادونو کاروباريانو په پاکستان کې سرمايه کاري راکمه کړې ده.
په باجوړ او نورو قبايلي ضلعو کې په زېتون ځنګلي ونو کې د قلم او نوو ونو کرلو باندې کار پېل شوې دي. ځايي خلک او پوهان وايي، له دې سره به چاپیریال ښکلی، خلک په روزګار او د کوکنارو په څېر د فصل کرل کم شي. په پاکستان کې د ځنګلي زېتونو په زرګونو ونې دي.
د قبايلي ضلعو د پاره د نګران حکومت لخوا د تېز ترقياتي پروګرام لاندې د کال ۲۰۲۳او ۲۴ د څلورو مياشتو اخراجاتي بجټ کې ۲۰ بیلینه روپۍ ځانګړې شوي. د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي او څېړونکي وايي په تېرو څلورو کالو کې قبايلي ضلعو ته له وعدو سره سم يو کال هم پوره فنډونه نه دي ورکړل شوي.
خبريالان او د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سرچينې وايي، د پاکستان نه د قبايلي مشرانو جرګې او يو پلاوي د افغانستان سفر کړی او د ټي ټي پي د مشرانو سره یې د مذاکراتو په غرض ليدلي دي، خو نه د پاکستان حکومت او نه ټي ټي پي په رسمي ډول دا خبره تاييد کړې ده.
د پېښور په څېر لوی ښار کې د وکالت لپاره د خیبر پښتونخوا د لېرې پرتو سیمو د ښځینه وکیلانو شمېر په زیاتېدو دی. تر اوسه پورې په پېښور هايي کورټ کې د دغو ښځینه وکیلانو شمېر ډېر کم و. په دغه ډله ښځینه وکیلانو کې يوه د بنو ضلعې نتاشه صونم هم ده چې د ډيوې خبريال ارشد مومند ورسره مرکه کړې.
په پاکستان کې سرکاري مرکزي ملازمینو حکومتی 35% اضافه رد کړې او ویلي یې دي چې ګرانی 200% زیاته شوې او حکومت د ګرانۍ په حساب تنخا ګانی نه دی زیاتې کړي. حکومت په قامی بجټ کی تنخا د 30 نه تر 35% او پېنشن کی 17% اضافه کړې. نور تفصیل د ریاض حسین او ارشد مهمند په رپوړټ کې
"يو کې بار" په خېبر پښتونخوا او کوجرانواله کې په عدالتونو کې د کار د پاره د احمدي مسلمانانو وکيلانو نه د مذهب ترک کولو په سند اخېستلو اندېښنې څرګندې کړې دي.۔ د احمدي ټولنې مشران وايي، په پاکستان کې پرې قدغنونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې انځورونه جوړوونکي ځوانان وايي د دغه ښار د ښکلا تصور ترهګرۍ او بمي چاودنو بدل کړی خو دوي غواړي چې د ښار خاېست لپاره د انځورونو د لارې د امن او ښکلا پېغامونه خپاره کړي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ ضد بیانیه دوی ته خطرناکه ده خو دوی بیا هم دوامداره ساتلې. په سیاسي ګوندونو باندې د وسلوالو لخوا تر ټولو زیات بریدونه د نېشنل ګوند په مشرانو او غړو شوي چې د صوبايي وزیر بشیر احمد بلور په ګډون پکې په لسګونو کسان وژل شوي.
د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدو په پينځه کاله پوره کېدو د سیمې سیاسي او مخوریز مشران، مدني ټولنه، څیړونکي او کارپوهان وايي، د انضمام په وخت د پاکستان ریاست دوی سره ژمنې کړې وې خو هغه تر اوسه نه دي پوره کړی شوي.
په پښتونخوا کې د ښځينه وکيلانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي پښتونخوا يوه روايتي ټولنه لري چې وکالت به پکې يواځې د سړو پيشه ګڼل کېده خو د وخت تېرېدو سره اوس په عدالتونو کې د ښځو وکيلانو شمېر ورځ تربله سېوا کيږې او دوی په خوشالۍ دې پيشې ته راځي.
په پېښور کې په اميد ماډل سکول کې د يو شتمن تن په مالي مرسته 250 يتيمانو او بې وسه ماشومانو ته وړيا تعليم ورکول کيږي د سکول مالک وايي، که د شتمنو خلکو مرستې ډېرې شي په لکونو د سکول نه بهر ماشومان به د تعليم ترلاسه کولو جوګه شي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې
د پښتونخوا حکومت د انفارمېشن څانګې احتجاج نن په څلورمه ورځ هم روان دی. دوی د ډایرکټرېټ د نوي مشر په ټاکلو تاله بند احتجاج پېل کړی دی. دوی وايي په ډایرکټرېټ کې د مشر افسر د موجودوګۍ په صورت ورته د پي ايم ايس افسر تعيناتي د منلو وړ نه ده. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
د پېښور په باچا خان مرکز کې د مترقي لیکوال او تاریخ پوه سید سبط حسن د اردو کتاب نوید فکر باندې خبرې شوي. د دې غونډې جوړونکی محمد سلطان وايي، د نويد فکر انتخاب يې په دې سوچ کړی چې په ځوانانو کې برداشت، جمهوري فکر او مترقي سوچ ته وده ورکول او د رياست په جوړښت د دوی پوهه کول وو.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي په خېبر پښتونخوا کې د يو سل دوه شپيته بيلينو روپو پرمختيايي پروژو باندې کار روان دی چې تر ډېر حده سر ته رسېدلې دي. پوځ ويلي دا پروژې په ترهګرۍ ځپلو سيمو کې روانې دي. ځايې خلک وايي د پېسو د لګولو خبرې کيږي خو لا يې هم په سيمه کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی.
په پاکستان کې يو ځل بيا د نورو کلونو په څېر جلا جلا اختر شوی دی. د خېبر پښتنونخوا بېلا بېلو برخو کې د جمعې په ورځ اختر و خو د پاکستان نورو برخو کې به سبا ته د خيلي یا شنبې په ورځ اختر لمانځل کېږي. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې.
د نور کله په څېر په پاکستان کې يو ځل بيا جدا جدا اخترې شوي دي، د خېبر پښتنونخوا په بېلا بېلو برخو کې د جمعې په ورځ وړوکیاختر نمانځل شوی خو د پاکستان نورو برخو کې به سبا له د خالي/شنبې په ورځ اختر لمانځل کيږي.
نور کتل